مقتصد څارګر
۶م د جدي، د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان د کړکېچن باب يو تر ټولو توره ورځ وه.
هغه وخت افغانستان يو نوي فصل ته د ننوتو په حال کې وو، افغانانو د افغانستان جوړونې ته مټې رانغښتې وې، د ابادۍ ٧ کلن او ٥ کلن پلانونه پر میزونو هوار شوي وو او د عملي کیدو لپاره يې هوډ شوی وو، افغانستان د هيچا په واک کې نه وو او تر ډېره بریده هر څه د افغانستان وو. چې بلاخره د يو خونخوار فکر، خونخوارو لارويانو د افغانستان پر فضا وحشت او بربریت خپور کړ، د حکومتولۍ پیل يې د افغانانو پر سینو د ګذارونو په ملتیا وکړ، د وطن دوستۍ تر شعارونو لاندې يې د وطن ورانولو ته ملا وتړله، کلیوال يې د بمونو په اورولو دومره ستړي کړل، آن تر دې چې د کلیو ماشومانو به له بمونو سره لوبې کولې، د دین پر خلاف يې د علماوو وژنو ته کار ووايه او د مساجدو کنارونه يې ړنګ کړل.
کمونِستان او د جدي د شپږمې عاملین هغه بې رحمه او بې زړه خلک وو؛ چې حتا پر حیواناتو يې هم رحم نه کاوه، په کلیو او بانډو کې به يې حیوانات هم په نښه کول.
کمونِستان او د جدي د شپږمې عاملینو به په زندانونو او مجالسو کې په عامه او په زغرده د خدای متعال جل جلاله دُښمنۍ ته ملا تړلې وه او هغوی ته به يې ويل: چې (اوس دې ستاسو خدای جل جلاله تاسو له مونږ څخه خلاص کړي.) نعوذبالله.
کمونِستان، خلقیان او پرچمیان به په مجالسو کې انسان د يو شنه بوټي په توګه تعبیراوه او د انسان له مرګه وروسته به يې د هغه لپاره د آخرت ورځ نه منله.
خو بلاخره د افغانانو جهاد او سرښندنې وې، چې د دوی د پليت فکر پر وړاندې ودرېدل او د دوی د مظلومو سره د حساب دفترونه يې پرانیستل او د عملي جهاد ډګر ته يې را ودانګل. مجاهدینو د سختو چيلنجونو باوجود د خپلو سینو تڼۍ وشکولې او په څيرې ګریوانونو يې د دې خرمست او بې دينه لښکر پر وړاندې په زرګونه سرونه نذرانه کړل او د وخت د کفري استبداد ملا يې ور ماته کړله.
الحمدلله ثم الحمدلله د همدې جهادونو له برکته او د زلمیو د قربانیو د ثمرې نتېجه ده، چې يو ځل بيا په افغانستان کې د باتورو افغانانو په لاس اسلامي نظام قائم دی او ورورسته له ډېرو کشمکشونو افغانستان يو ځل بيا د میړنیو افغانانو لاس ته لویدلی دی.