د تیراہ درې پوځي عملیات – د زور، ظلم او جبر سیاست!

اکبر جمال

د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت د تیراه درې په سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم په غوښتنه د ځایي اوسېدونکو جبري بې ‌ځایه کېدل یوازې یو امنیتي عملیات نه دي، بلکې دا په پاکستان کې د ځواک اصلي مرکزونو، د ګټو سیاست، او مخالفینو د ځپلو یوه څرګنده بېلګه ګرځېدلې ده. څو اونۍ وړاندې، د پاکستان پوځي رژیم په تیراه درې کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون په پلمه د پوځي عملیاتو اعلان وکړ او ځایي خلکو ته د ګواښونکو پیغامونو له لارې وویل شول چې د جنورۍ میاشت تر پای پورې باید سیمه پرېږدي.

د دې ګواښونو په پایله کې، زرګونه کسان اړ شول چې د سختې یخنۍ په موسم کې خپل کورونه او شتمنۍ پرېږدي. هم مهاله واوره اُورېده، لارې وتړل شوې، موټرونه بند پاتې شول، او د باوري ویډیويي راپورونو له مخې، د یخنۍ، لوږې او د بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله یو شمېر معصومو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا ناورین دومره دروند و چې د الجزیرې په ګډون نړیوالو رسنیو هم دا پېښه راپور کړه. په ټوله نړۍ کې د پاکستان پر پوځي رژیم دا پوښتنه راپورته شوه چې ایا د ترهګرۍ تر نوم لاندې یوې بشپړې ولسي ټولنې ته ډله‌ ییزه سزا ورکول د کوم مسلکي پوځ کړنه بلل کېدای شي؟
کله چې نړیوالې نیوکې زیاتې شوې، د پاکستان پوځي رژیم یو ناڅاپي شاتګ وکړ او دا دریځ یې خپل کړ چې د سیمې اوسېدونکو ته د بې‌ ځایه کېدو هېڅ رسمي امر نه و ورکړل شوی.

خو د پوځي رژیم خپل پخواني څرګندونې، د DGISPR ثبت شوې مطبوعاتي غونډې، د رسنیو راپورونه او رسمي دولتي اسناد د پوځ دا ادعا ردوي، ځکه په ټولو کې د عملیاتو ښکاره اعلانونه موجود دي. په همدې پړاو کې، د پاکستان په کچه جدي او باخبره کړیو، او همدارنګه د خیبر پښتونخوا ولایتي حکومت، په ځانګړي ډول وزیر اعلیٰ سهیل آفریدي، د دې عملیاتو مخالفت کړی دی. د ولایتي حکومت دریځ نه یوازې انساني دی، بلکې پر عیني او واقعي شرایطو ولاړ هم دی.

سهیل آفریدي وایي چې له ۲۰۰۷م کال وروسته، د پاکستان پوځي رژیم لسګونه پوځي عملیات ترسره کړي، خو نه سوله راغله او نه هم تش په نوم ترهګري ختمه شوه. اوس د تیراه درې اعلان شوي پوځي عملیات به یو ځل بیا هماغه پالیسي او هماغه پایلې ولري چې پاکستان مخکې هم لیدلې دي. دا ځل بیا، په سخته یخنۍ کې د سلګونو زرو خلکو بې‌ کوره کېدل د یوه ستر بشري ناورین د رامنځته کېدو جدي ګواښ زېږوي.

کله چې ولایتي حکومت د پاکستان پوځي رژیم پر غیر جدي دریځ منطقي پوښتنې راپورته کړې او پر پوځي رژیم یې دا تور ولګاوه چې له خپل پخواني بیان څخه اوښتی دی، نو د پوځ پلوه ځواکمنو کړیو، د پوځ په ملاتړ د خېبر پښتونخوا د حکومت پر ضد مخ پرانست، پوځ پلوه رسنیو، فدرالي ادارو او د ځانګړي روایت جوړونکو عناصرو په یوه غږ دا ادعا پیل کړې ده چې «ولایتي حکومت دولتي ادارې (یعنې پوځ) بدناموي». په همدې لړ کې، ناڅاپه د اسلام ‌آباد د یوې محکمې له لارې د وزیر اعلیٰ سهیل آفریدي پر ضد د سایبري جرم په تور د نه ‌ضمانت وړ د نیولو حکم صادر کړل شو.

دا یوازې تصادف نه دی، د چارو له حاله خبرو کسانو په وینا، دا اقدام د هماغې پالیسۍ تسلسل دی چې له مخې یې د پاکستان پوځي رژیم د خپلو ګټو، اقتصادي فعالیتونو او بدنامو سوداګریزو پروژو په وړاندې هر ډول خنډ له منځه وړل غواړي. د دې پالیسۍ زیان یوازې پاکستان ته نه، بلکې پخپله د پوځ اعتبار او ارزښت ته هم رسېږي. خو پوځي رژیم خپله دا توره تېروتنه په دې وینا سپینوي چې «موږ دا هر څه د ولس د ګټې لپاره کوو». په داسې حال کې چې د تیراه درې ولس د سختې یخنۍ او واورې په منځ کې له سختو کړاوونو سره مخ دی، دې ناورین په پاکستان کې د غزې په څېر یوه تراژیدي زېږولې ده.

د پاکستان پر پوځي رژیم لګېدونکی دا تور پخوا هم د بېلابېلو کړیو له خوا مطرح شوی چې پوځي عملیات په ځینو سیمو کې یوازې تر امنیتي چارو پورې نه محدودېږي، بلکې تر شا یې اقتصادي او معدني ګټې هم پرتې وي. دا هم ویل کېږي چې د تیراه درې سیمه له معدني شتمنیو بډایه ده، او د ځایي خلکو په لېرې کولو سره هڅه کېږي چې دا سرچینې د ولس له سترګو پټې وساتل شي او د استخراج لاره ورته هواره شي.

په داسې حالاتو کې، ولایتي حکومت چې پخپله د همدې سیمې استازیتوب کوي، په طبیعي ډول د دې عملیاتو مخالفت کوي. له همدې امله، د پاکستان د سنجیده کړیو په اند، د سهیل آفریدي د نیولو هڅه په اصل کې یو څرګند پیغام دی چې: «هر څوک چې د پوځي پالیسۍ، ګټو، سوداګرۍ، کانونو یا رسمي روایت په وړاندې ودرېږي، هغه به د محکمو، قضیو او زور له لارې چوپ کړل شي».
په پاکستان کې د پوځي رژیم د رول موضوع اوس یوازې د تیراه درې یا د یوه وزیر اعلیٰ تر بریده محدوده نه ده پاتې، بلکې دا په ټوله نړۍ کې یو انګازېدونکې پوښتنه ګرځېدلې ده: «ایا په پاکستان کې ټاکل شوي ولایتي حکومتونه تر دې بریده بې ‌واکه دي چې د یوه بشري ناورین پر وړاندې د غږ پورته کولو بیه هم پرې کړي؟»

د تیراه درې په واورو پوښلو لارو کې بند پاتې ماشومان، بې‌ کوره شوې کورنۍ، او اوس د یوه ټاکل شوي وزیر اعلیٰ پر ضد د نیولو هڅه؛ دا ټول د یو تسلسل بېلابېل پړاوونه دي.
یوه داسې کیسه چې پکې د پوځي ځواک غږ تر حقیقت لوړ دی، او عسکري ګټه د انسان له ارزښت څخه هم قیمتي بلل کېږي.

Exit mobile version