داعش افراطي ډله د یوویشتمې پېړۍ د یوې تر ټولو شومې پدیدې په توګه د منځني ختیځ په تاریخي، سیاسي او مذهبي پېچلتیاوو کې ریښې لري، دا ډله یوه ناڅاپي پدیده نه، بلکې د څو لسیزو د بدلونونو محصول دی چې په ۲۰۰۳ کال کې د عراق له اشغال، د سیمې د دولتونو له ړنګېدو او له افراطي مذهبي خبرو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې یې وده کړې ده.
داعش ډله د سلفي جهادي ډلو له منځه راپورته شوه، خو د یوه ډېر بنسټپاله او له تاوتریخوالي ډک چلند په غوره کولو سره یې ځان د «اسلامي دولت» په توګه معرفي کړ، دا ادعا د ولسي مشروعیت پر بنسټ نه، بلکې د ترور، وحشت او د دیني مفاهیمو پر تحریف ولاړه وه، د داعش ظالمو مشرانو د «خلافت» او «جهاد» په څېر مفاهیمو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره، وتوانېدل چې د عراق او سوریې د سني ټولنو ناهیلي ځوانان جذب کړي او هغوی په جنګي ماشینونو بدل کړي ترڅو د خپلو شومو موخو په پلي کولو کې ترې کار واخلي.
د داعش د افراطي ډلې تکامل په دریو کلیدي مرحلو کې څېړل کېدای شي: لومړی، د عراق د جګړې په جریان کې د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ جوړېدل، چې پر شیعهګانو د فرقهیي تاوتریخوالي په ټینګار سره یې د دې ډلې لومړني بنسټونه کېښودل.
دوهم، په ۲۰۰۶ کال کې د الزرقاوي له مړینې وروسته «د عراق اسلامي دولت» ته بدلون، چې د ابوبکر البغدادي په مشرۍ خپل اوج ته ورسېد او دریم، د سوریې کورني بحران په پایله کې سوریې ته پراختیا، چې داعش ته یې اجازه ورکړه ترڅو یوه پراخه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي او ځان د یوه نړیوال ځواک په توګه معرفي کړي، دې ډلې د رواني تبلیغاتو او ټولنیزو رسنیو په کارولو سره، د ځواک او برم یو انځور نندارې ته وړاندې کړ، په داسې حال کې چې په حقیقت کې یې اقتصاد پر لوټ، قاچاق او غلامۍ ولاړ و.
د داعش یوه ځانګړې ځانګړتیا د آخرالزماني او مهدویت مفاهیمو حساب شوي استعمال وه، د القاعدې پر خلاف چې د دې موضوعاتو له څېړلو څخه یې ډډه کوله، داعش په فعاله توګه د آخرالزماني جګړو په اړه له اسلامي وړاندوینو څخه ناوړه ګټه پورته کړه ترڅو خپل پلویان تاوتریخوالي ته وهڅوي، دې ډلې حتی ادعا وکړه چې د موعود «مهدي» ظهور نږدې دی او جګړې یې د نړۍ د پای لپاره د الهي سناریو یوه برخه ده.
دې چلند نه یوازې د افراطیت منلو ته چمتو کسان جذب کړل، بلکې داعش ته یې اجازه ورکړه چې خپل تاوتریخوالی د یوې سپېڅلې دندې د یوې برخې په توګه توجیه کړي.
په هر صورت، په وروستیو کلونو کې د داعش سقوط په ښه توګه ثابته کړه چې دا ډله له دې څخه مخکې چې یو واقعي دولت وي، یو پروپاګند او یو بې بنسټه خیال وو، د واقعي ټولنیز بنسټ نشتوالی، پر وژنو او لوټ تکیه او د سیمهییزو ټولنو مقاومت په پای کې دا ډله ړنګه شوه، خو د داعش ډلې میراث، که هغه افراطي ایډیالوژي وي، که ځمکې لاندې شبکې او که د جنایتونو څخه پاتې رواني صدمه وي، لاهم یو ګواښ په توګه پاتې دی.
د دې ډلې د تاریخي ریښو او تکامل پېژندنه نه یوازې په تېر وخت د پوهېدو لپاره، بلکې په راتلونکي کې د دا ډول پدیدو له بیا تولید سره د مقابلې لپاره اړینه ده.