خدای جل جلاله پر مونږ یوه ستره لورینه کړې چې د اسلام په سپیڅلي دین او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم غوندې خوږ پیغمبر یې نازولي یو، ددې نعمتونو تر څنګ یې یو بل لوی اعزاز هم را کړی چې د جهاد سپیڅلې لاره او وجیبه ده.
جهاد د خدای جل جلاله له ټولو اوامرو خوږ امر دی، البته د هغه چا لپاره چې په رګونو کې یې د اسلام مبینه مینه او وینه دواړه ګډه وي، جهاد د شریعت د نفاذ تر ټولو ښه لار او د حق د پلي کولو ښه وسیله ده.
خو بلې خوا ته؛ د تاریخ په اوږدو کې، تل د حق او جهاد په وړاندې د بغاوت او سرکښۍ یوه ډله ددې لپاره چې د حق رڼا تیته او پر مرۍ یې پښه کښېږدي، را پورته شوې؛ دا ډلې کله د نورو له خوا و هڅول شي، کله د حق په نوم غولول کېږي او زیات کله د خپل جهالت له امله سر پورته کوي.
دا ډلې په لومړیو کې شفاهي افراط کوي، د خپلو مکارو ژبو په وسیله مسلمانان له حق څخه د باطل لورې ته اړوي، ځوانان د تباهۍ کندو ته ټېل وهي، انساني ارزښتونه او حقونه یې ور څخه سلبوي، لنډه دا چې د انسانیت او مسلمانیت نوم بدناموي او تحریفوي.
ددې ډلو له ډلې څخه یوه د خوارجو توره او لاره ورکې ډله ده، خوارج د افراطیت، تکفیر او وحشت غوښتونکې او منونکې ده، د خوارجو د لومړي پیل او ظهور په اړه بېلابېل روایتونه او نظرونه شته، خو د جمهورو علماؤ په نزد ددې ډلې لومړی څرک د نبي کریم صلی الله په زمانه کې ښکاره شو، لومړي تن یې په رسول الله صلی الله علیه وسلم نیوکه وکړه، د هغه رښتینی عدالت یې نیمګړی وباله، عبدالله ذو الخویصره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:
“اعدل یا محمد”
په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې له نبوته او وروسته تر نبوته؛ ددې امت عادل او امین شخص و، چې د هغه وخت کفار هم د ده صلی الله علیه وسلم په صداقت، عدالت او امانت دارۍ باندې قائلین و، خو دې د تیارو لارویانو د رسول الله علیه وسلم په پاک نیت او عدالت شک وکړ.
حضرت عمر رضی الله عنه غوښتل ذوالخویصره قتل کړي، خو نبي کریم صلی الله عنه منعه کړ او زیاته یې کړه؛ ددې سړي په نسل کې به داسې خلګ پیدا شي چې عبادت له یې ستاسې له عبادت څخه ډېر وي، خو د دین څخه به داسې وزي لکه غشی چې په ښکار پسې وزي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا مطابق د خوارجو شمېر زیاتېده، دا ناوړه نسل پر ډېرښت و، د اسلام د له منځه وړلو، د تکفیر کچې ته د پراختیا او د مسلمانانو تر منځ د شخړو او مشکلاتو زېږول یې موخه وګرځول، تر دې چې د اسلام دریم خلیفه، د حیاء او سخا نمونه حضرت عثمان رضی الله عنه یې د قران کریم د تلاوت پر مهال شهید کړ.
له دې ناوړې او نه بښونکې ګناه وروسته یې د حضرت علي کرم الله وجهه او حضرت معاویه رضی الله عنه تر منځ اختلافات را پیدا کړل، مسلمانې لښکرې یې د یو بل په وړاندې ودرولې، په اخره کې یې د اسلام څلورم خلیفه، د شجاعت او میړانې غر، حضرت علي کرم الله وجهه هم په داسې حال کې شهید کړ چې د سهار لمانځه ته یې اذان کاوه.
لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي وه، چې یوه ډله به وي چې ځانونه به تر ټولو مسلمانان ګڼي، خو له اسلامه به داسې وزي لکه غشی چې په ښکار پسې وزي؛ هم هغسې د خوارجو افراطیت لا زور اخیسته، وار په وار د جهالت او تاریکیو په لور تلل.
ادامه لري….