د ترکیې په کوربهتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي مذاکرات د سیمې د سولې او متقابل اعتماد د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېده، خو د ناستې پایله د معتبرو سرچينو په وينا، د تمې خلاف بېنتیجې پای ته ورسېده. د دې ناکامۍ تر شا د پاکستاني پلاوي سپک چلند، نابلدتیا، د سیاست د دوهمخۍ طبیعت او غير استقلاليت اصلي عوامل ګڼل کېږي.
د پاکستاني پلاوي چلند د دې خبرې څرګند ثبوت و، چې هغوی د دیپلوماتیکو مذاکراتو له اصولو، ادب او د خبرو له فن سره نااشنا دي. هغوی د منطق پر ځای احساساتو ته پناه یوړه، سپکې خبرې یې وکړې او حتی د منځګړو هیوادونو (قطر او ترکیې) استازي یې حیران کړل. دا چلند نه یوازې د دوی د کمزورې روزنې او سیاسي بېتجربګۍ نښه وه، بلکې ويې ښودله چې پاکستان تر اوسه هم د منفي او زاړه نظامي ذهنیت له سیوري نه دی وتلی.
افغان پلاوی د متوازنې او متقابل احترام پر بنسټ خبرې کول غوښتل. هغوی وویل چې نه غواړي د دوی له خاورې د بل پر ضد کار واخیستل شي، خو په مقابل کې یې غوښتنه وکړه چې پاکستان هم د افغانستان پر حریم برید ونه کړي او د امریکايي ډرون الوتکو د استعمال مخه ونیسي، پاکستاني لوري دا غوښتنه په لومړي سر کې ومنله، خو وروسته له خپلې ژمنې پر شا شول. دا چاره څرګندوي چې د پاکستان مذاکراتي ټيم خپلواک نه و، بلکې د نورو قوتونو تر فشار لاندې و.
کله چې یو پلاوی د منطق پر ځای سپکو خبرو ته لاس وړي، دا د کمزورۍ او ماتې نښه ده. د پاکستاني پلاوي بېادبانه چلند ښيي چې هغوی د موضوع د ماهیت په درک کې پاتې راغلي او هڅه یې کوله د فشار او توهین له لارې امتیاز تر لاسه کړي. خو افغان پلاوي په زغم او منطق سره ځواب ورکړ، چې دا د دیپلوماتیک مهارت ښکارندوی و.
هغه لحظه چې د پاکستان پلاوي ته ټلیفون راغی او له خپلې پخوانۍ موافقې واوښتل، دا د یوې پټې لاسوهنې نښه وه. پاکستان تر اوسه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې له امریکا پرته مستقل نه دی او د ډرون الوتکو د نه کنټرول اعتراف یې دا خبره نوره هم څرګنده کړه چې پاکستان د امریکا د نظامي تګلارې برخه ګرځېدلی.
د مذاکراتو د ناکامۍ اصلي لامل دا و چې پاکستان د مذاکراتو میز ته د حل لارې موندلو لپاره نه، بلکې د تورونو، فشارونو او د ځان د توجیې لپاره راغلی و. هغوی غوښتل افغان لوری داسې منلو ته اړ کړي چې د پاکستان د داخلي ستونزو (لکه د TTP بریدونو) مسوولیت پر افغانستان ور واچوي. دا ناسم او غیرواقعي دریځ د مذاکراتو پر فضا مستقیم منفي اغېز وکړ.
د قطر او ترکیې استازي د پاکستاني پلاوي له چلنده حیران پاتې شول. هغوی ته دا واضح شوه چې افغان لوری په منطق، ادب او وضاحت خبرې کوي، خو پاکستاني ټیم یوازې د فشار او سپکاوي ژبه کاروي. دا حالت د منځګړو پر باور هم اغېز وکړ او د پاکستان د سیاست غیرمعتبره څېره یې نوره هم روښانه کړه.
افغان لوري د ملي حاکمیت او د خاورې د نهاستفادې پر اصل ټینګار وکړ. هغوی څرګنده کړه چې د پاکستان اتباع (TTP غړي) د افغانستان تابع نه دي، نو کنټرول یې د افغانستان مسوولیت نه شي کېدای. دا د نړیوالو حقوقو له مخې هم یو عادلانه دریځ دی، چې د یو خپلواک دولت د اصولي سیاست استازیتوب کوي.
په ټوله کې، د ترکیې مذاکراتو یوه مهمه نتیجه دا درلوده چې نړیوالو ته یو ځل بیا څرګنده شوه چې د افغانستان اسلامي امارت دریځ د منطق او اصولو پر بنسټ ولاړ دی، خو د پاکستان سیاست لا هم د دوکې، فشار او دوهمخۍ پر بنسټ ولاړ دی.
پاکستاني پلاوي په نابلدتیا، بېادبي او د بهرنیو فشارونو له امله خپل دريځ له منځه یووړ او یو ځل بیا یې وښوده چې د سولې پر ځای شخړه او د ګاونډيانو د ګرمولو تګلاره غوره بولي. خو پاکستان باید درک کړي چې د زور، سپکاوي او دوکې له لارې نه شي کولای د افغانستان عزتمن ملت څخه امتیاز واخلي. د خبرو یوازینۍ لار احترام، صداقت او متقابل اعتماد دی.










































