د ازموینې دا قانون په هېوادونو، ډلو، ملتونو، انساني عقایدو او ټولنو کې روان دی، په همدې ډول عثماني دولت هم تر دې لارې تیر شو، له خپلمنځي اختلافاتو پرته عثمانیان انقرې ته د رسېدلو ستونزو په وړاندې ودرېدل، تر دې چې په (۱۴۱۳م) کې له لومړي محمد پرته له غير عثماني امپراتورۍ پاچا شو او هغه لویې سيمې چې د ده د امپراتورۍ تر ولکې لاندې وې ورو – ورو د عثماني امپراتورۍ له ولكې ووتې.
د انقرې له پېښې د عثماني دولت له مينځه ويستل د دې رباني منهج له امله دي، په کوم چې دا لوی دولت چلېده، ولې چې الله تعالى عثمانيانو ته عقیده، مذهب، اخلاق، عادات او د الله تعالى په لار کې په جهاد کولو په ټولو مسلمانانو لوړ گڼلي و، عثمانیانو هم خپله ديني او اخلاقي جذبه تر پايه لوړه وساتله، اور خان او د هغه ورور علاء الدین په خاصه وړتیا حکومت کړی و، د هغوی قوت د وخت په عدلي او قضايي ادارو د عثماني ماشومانو او تنکي ځوانانو په روزونه او نورو دېته ورته کارونو کې و.
د انقرې له پېښې وروسته دومره وخت لا نه و تېر چې د تېر وخت پاتې ورانۍ، ویجاړې او کنډرونه د امپراتورۍ لپاره بیا تیار شول، له لاسه تللی قوت یې بیا ترلاسه کړ؛ په رگونو کې يې بيا د شرعي ژوند وينې وگرځېدې، په قوت عزم او ارادې سره یې اقتدار او اختيار په لاس کې واخيست، همدا وجه وه چې دوستان او دښمنان ورته حیران وه.
لومړی سلطان محمد
لومړی سلطان محمد په (۷۸۱هـ / (۱۳۷۹م) کې زېږېدلی و، د خپل پلار بایزید له وفات وروسته د عثمانیانو واکمن شو، چې په تاریخ کې د محمد چلبي په نوم هم شهرت لري، منځنۍ ونه، گرد مخ، نرۍ وریځې، سپین رنگ، ښایسته رخسار، پراخه سینه او قوي بدن يې درلود، الله تعالى ورته نااشنا میړانه او شجاعت ورکړی و، غیږه نیول یې ښه زده و، د خپل حکومت په (۲۴) جگړو کې یې برخه اخیستې وه، څلوېښت ځلې ټپي شوی و.
د احتیاط، پوهې او ژورې وړتيا په بنسټ یې کورنۍ جگړه کابو کړه او په پرلپسې ډول بریالی شو تر دې چې ښار يې په نويو ستنو ودراوه او د دې ستنو د ټینګښت لپاره یې هره ممکنه هڅه وکړه، دده د حکومت دا آوږده موده په همدې کار تېره شوه، ځینې مؤرخین هغه د عثماني دولت دوهم مؤسس بولي.
کوم څه چې سلطان محمد له نورو سلطانانو څخه جلا کاوه، هغه د ده احتياط، نرمي، صبر او زغم و، کوم چا به چې د قانون د ماتولو او له امپراتورۍ سرغړونه وکړه سلطان به له هغه سره په معامله کې له صبر او زغم څخه کار اخیست، د قرمان د سیمې مشر خپلسري اعلان کړه، کله چې سلطان ته راوستل شو نو د قرآن کریم په قسم سلطان هغه و باښه، بیا یې د قسم په ماتولو بغاوت وکړ او یو وار بیا سلطان ته راوستل شو، سلطان بیا هم وباښه، د سلطان موخه همدا وه چې د نوې جوړې شوې امپراتورۍ بنیاد قوي کړي.
له همدې کبله کله چې یې کلیتبولي سره په جګړه کې ماته وخوړه، نو د تور سمندر (بحر الأسود) غاړه او د نساليانيز صالح بندقيې ځينې ښارونه یې د قسطنطنیې مشر ته وسپارل، له هغه سره یې هوکړه وکړه او په دې ډول یې فتنې راکمې کړې؛ د اروپا بغاوتونه یې له مینځه یوړل او د اسيا ځينې امارتونه چې ګوډ تیمور د دوی په وړاندې پارولي و، د خپلې نوې امپراتورۍ پیروۍ ته اړ کړل.
دا امارتونه یو ځل بیا د عثمانی امپراتورۍ برخې شوې، د سلطان په زمانه کې د بدرالدین په نامه یو څوک د مسلمان عالم په بڼه پیدا شو، دا کس د سلطان د ورور موسی په لښکرو او د هغه وخت د عثماني دولت تر ټولو لوی منصب د قاضي العسكر ځاى ونيو، موسی بن یزید هغه خپل ځانګړی او نزدې ملګری کړ، همدارنگه د خلکو د عقيدو مرکز جوړ شو.
د الشقائق النعمانيه اثر ليكوال وايي: شیخ بدرالدین محمود بن اسرائیل چې د ابن سیماونه په نوم مشهور و، د روم په ښار کې د سیماونه په کلا کې زېږېدلی و، چې د ایدریانوپل یوه برخه ده او د ترکیې په هغه سیمه کې پرته ده چې په اروپا کې ده، د ده پلار دلته قاضي او د اردو مشري یې هم کوله، دا کلا هم د ده د پلار په لاس نیول شوې وه.
بدرالدین د سلطان غازي خداوندکار (لومړي مراد) په وخت کې زېږېدلی و، په کوچنیوالي کې يې له خپل پلار څخه حساب یا اکتساب زده کړ، قرآن کریم یې حفظ کړ او بیا یې لومړني کتابونه له پېژندل شوي عالم مولانا شاهدي څخه ولوستل.