اورخان چي کله د نوي لښکر له جوړېدو فارغ شو:
اورخان چې کله د دې نوي لښکر له جوړېدو فارغ شو، سمدستي د يوه ديني عالم په خدمت کې حاضر شو چې ډیر پرهیزگاره، د یقین او تقوا څښتن و، له هغه یې د خير دعا وغوښته؛ دا رباني عالم الحجاج بکتاش و، چې له پاچا سره په لیدو ډېر خوښ شو، د يوه سرتېري په سر يې لاس کېښود او دعا یې وکړه، الله تعالی دوی عزتمند کړه او د دوی په نېزو او تورو کې تېزي پيدا کړه، دوی چې ستا د رضا لپاره کوم ډگر ته کوزېږي فتحه یې په برخه کړه.
بیا دا عالم اورخان ته ځیر شو او پوښتنه یې ترې وکړه په دې لښکر دی کوم نوم ایښی او که نه؟
هغه ځواب ورکړ: په دې اړه مې هیڅ فکر نه دی کړی، نو عالم وویل: د دې لښکر نوم (يني چري) شو چې مانا يې (نوی لښکر) دی، ددې نوي لښکر بیرغ سور رنگه ټوټه وه، چې د سپوږمۍ بڼه پرې هم کښل شوې وه؛ له سپوږمۍ لاندې د نېزې تورې تصویر و، چې د برکت او کامیابۍ لپاره یې د (ذوالفقار) نوم ورکړی و، ذوالفقار د امام علي رضي الله عنه د تورې نوم و.
د اورخان ورور علاوالدین د فکر خاوند و، د شریعت او علم پوهه یې درلوده، په زهد، تقوی، پرهیزگارۍ او تصوف کې یې نوم درلود؛ له بيزنطنیانو سره چې کله د مبارزې لړۍ وغځېده او جهادي مسوولیتونه په ډیرېدو شول، نو ده په نوي لښکر کې ډیروالی راوست، سلطان هغه ترکان او بيزنطيني ځوانان انتخاب کړل چې اسلام یی قبول کړی وو او ښه کارونه یې کول، په نوي لښکر کې یې ځای کړل، بیا یې په اسلامي اصولو د هغوی جهادي روزنه وکړه، په دې سره په نوي لښکر کې د مجاهدينو شمېر ډېر او (۱۰۰۰) ته پورته شو.
اورخان او علاو الدین په دې خبرې متفق وه، چې د نوي لښکر د جوړېدو موخه د بيزنطنيانو په وړاندې د جهاد د لړۍ ټينگول او د دین د خپرولو لپاره ددې سيمې څه ناڅه په خپل قلمرو کې شاملول، له بيزنطيني مسلمانانو څخه چې تازه یی اسلام قبول کړی و، د اسلام په خپرولو کې استفاده کول، نویو مسلمانانو ته د جهاد روزنه ورکول، په زړونو کې يې د اسلامي کلتور جذبه او د الله تعالى په لار کې د جهادي جذبي پیدا کول و.
لنډه دا چې: سلطان اورخان یو نصراني ماشوم هم د هغه له مور و پلار څخه نه دی لري کړی او نه یې د اسلام په منلو اړ کړی دی، بروکلمان او جیبونز چې کوم گومانونه کوي، درواغ او بیځايه تورونه دي، زموږ تاريخونه بايد له داسې بې بنیاده تورونو پاک وي.
د علمي امانتدارۍ او اسلامی ورورولۍ غوښتنه هم دا ده، چې هر مسلمان، په ځانگړي ډول علماء، مفکرین، تاريخ ليكونكي، محققین، استادان او اخباري نمایندگان بايد د دغو درواغو په اړه د خلکو غوږونه خلاص کړي، په عثمانیانو لگېدلي تورونه باید محوه کړي، دا پر دوی یو پور دی باید ادا يې کړي، مستشرقینو دا دروغجن تبلیغات په دومره زور سره خپاره کړي دي چې د حقيقت بڼه یې خپله کړې ده، لکه په دې کې چې د هیڅ اختلاف او مناقشې اړتيا نه وي.
د اورخان داخلي او خارجي سياست
د اورخان ټولې جگړې د روميانو په وړاندې وې، خو په (۷۳۶ هـ ١٣٣٦م) د قرسي د آمر د وفات پیښه مخې ته راغله، قرسي د هغو اماراتونو له ډلې و چې بنياد يې د سلجوقي روم د امپراتورۍ په کنډرونو ایښودل شوی و، او د پلار له مرگ وروسته یې د اولادونو تر مینځ د واک په سر شخړه را منځته شوه، اورخان له دې فرصت څخه گټه واخیسته او دا امارت یې ونیو.
دا خبره د نوي عثماني دولت په موخو کې شامله وه چې په کوچنۍ اسیا کې باید د سلجوقي روم د امپراتورۍ وراثت حاصل شي او کومې سیمې چې د دوی تر ولکې لاندې پاتې وې، په دغو سیمو باید برلاسيتوب حاصل شي، له همدې امله د محمد فاتح د واکمنۍ په دور کې د دې او نورو امارتونو تر مینځ خپلمنځي جگړې روانې وې، تر دې چې عثماني امپراتورۍ ټوله کوچنی آسیا و نیوله.
د امپراتورۍ د ټینگښت لپاره اورخان بیارغونې او سموني ته ور پام شو، د امپراتورۍ په نویو کرښو یې پوځي زور ډېر کړ، مسجدونه او علمي ځايونه يې جوړ کړل او تکړه ښوونکي يې ور ولېږل، ټولو هېوادونو به دغو علماوو ته په درنه سترگه کتل؛ په هره سیمه کې مدرسه او په هر ښار کې ښوونځي جوړ شول، چې په کې به علم النحو، تراكيب اللغويه، منطق فزیک، فقه لغت، علم البديع، علم البلاغت، د هندسې علم، ستوري پېژندنه او له نورو نویو علمونو سره – سره د قرآن کریم حفظ، تفسیر، سنت، د فقې علم او علم العقايد لوستل كېدل.
د قرسي امارت له نيولو وروسته اورخان د نورو سیمو د نیولو نيت ونه کړ، دا شل کلونه یې د هېواد او ښارونو په منظمولو او په نویو کرښو د پوځ په برابرولو تیر کړل، په دې وخت کې اورخان د هېواد په گوټ گوټ کې د امن فضا خپره کړه، مسجدونه یې جوړ کړل او د هغو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې خلک وگمارل؛ داسې پراخه او لویې ادارې یې جوړې کړې چې د اورخان به عظمت، تقوا او هوښیارۍ دلالت کوي.
هغه د امپراتورۍ د پراخوالي لپاره د پر له پسې جگړو تگلاره غوره نه کړه، بلکې تر ولکې لاندې سيمو په ساتلو يې ټينګار وکړ او هره سيمه چې به يې نيولې وه هلته به يې د ښاري، پوځي، روزنيزو او نورو غوښتنو د پوره کولو کوښښ کاوه، له همدې امله هره نوې نيول شوې خاوره دده د امپراتورۍ نه جلا کېدونکې برخه وگرځېده، د دوی تر مینځ د همغږۍ له امله عثماني امپراتوري په کوچنۍ اسيا کې یوه بیلگه شوه.
د اورخان هوښیاري او د هرې برخې بیارغونه د امپراتورۍ په پرمختگ کې رغنده بلل کېږي او د کلتور قیام او د ټولنې د ژوندي کولو دلیل دی، اورخان چې د کورني امن له ټینگېدو وزگار شوی و، په بیزنطیني حکومت کې جگړې پيل شوې او امپراتور کونتا کوزینوس د خپل مخالف په وړاندې له اورخان څخه مرسته وغوښته، همدا سلطان ته طلايي موقع په لاس ورکړه، هغه په اروپا کې د عثماني نفوذ د ټينگښت لپاره خپل پوځونه واستول.
په (۱۳۵۸م) کال د تراقيا په ښار کې زلزله وشوه او دې زلزلې د گالیپولي ښار دېوالونه ولړځول، چې له امله یی د یادو سیمو په پرېښودلو اړ شول، د عثمانیانو لپاره ښار ته ننوتل اوس ډېر اسان شوي و، بیزنطیني امپراتور ډېر احتجاج وکړ خو هیڅ گټه یې ونه وکړه، اورخان ورته ځواب ورکړ چې په عنایت رباني د ښار دروازې دده د پوځ لپاره خلاصي دي او په لږ وخت کې د گالیپولي ښار په اروپا کې د مسلمانانو په لاس ونیول شو.
هغه لومړني بريدونه چې د بالکان د نيولو سبب شول له دې ښار څخه شوي وه، کله چې حنا پنجم باليولو د بيزنطيني يوازينۍ حاکم شو نو اروپا يې ټوله سلطان ته تسلیم کړه، خو شرط یې دا و چې سلطان به قسطنطنیې ته د غلو دانو رسېدنه اسانوي، اورخان د مسلمانانو ډېرې قبيلې په دې موخه دغو سیمو ته واستولې، چې د اسلام تبلیغ وکړي او په اروپا کې د نصرانیانو لپاره د عثمانیانو شړل ناممکنه کړي.