په ۸۵۷ هـ کال، د جمادي الاول د سهشنبې په ورځ، د میاشتې شلمه نېټه وه، چې د ۱۴۳۵م کال د مې میاشتې له ۲۹مې نېټې سره سمون خوري، د سهار په یوه بجه، پر ښار د عمومي برید امر وشو، مجاهدینو ته له مخکې اړین هدایات ورکړل شوي وو، د “الله اکبر” او “تکبیر” غږونه په هوا کې خپاره شول، او اسلامي پوځ د ښار د احاطو پر لور مخ په وړاندې حرکت پیل کړ.
په نصاراوو کې وېره خپره شوه، په کلیساوو کې یې پناه واخیسته، د کلیساوو زنګونه ووهل شول، او بېسارې اندېښنه خور شوه، د پلان له مخې، چې ډېر دقیق جوړ شوی و، برید باید هممهاله د ځمکې او اوبو له لارې ترسره شوی وای، مجاهدین چې د شهادت په مینه مست وو، له بشپړې مېړانې سره د دښمن پر لور روان وو. ځینې نېکبخته داسې وو چې د برید له پیل سره سم په شوق جنګېدل او د شهادت تاجونه یې پر سر کړل.
برید له څو لارو پیل شوی و، خو د “نیکوس” دروازې ته یې خاص تمرکز کړی وو، سلطان محمد پخپله د خپلې ډلې مشري کوله، د عثمانیانو د لښکر مخکینۍ برخې پر نصرانیانو او د ښار پر دېوالونو مرمۍ او غشي ورول، په نصرانیانو کې هېڅ جرأت نه وو، چې سرونه پورته کړي، بیزنطینیانو ځانونه تر مرګ تېر ګڼل، دواړه لوري داسې سرښندونکي وو، چې پر یې سرونو کفنونه تړلي وو، له همدې امله د جسدونو ډېرۍ جوړې شوې.
کله چې د برید کوونکو لومړۍ ډله ستړې شوه، سلطان بلې ډلې ته د برید امر وکړ. لومړۍ ډلې شاتګ وکړه، خو د ښار مدافع پوځونه هم سخت ستړي شوي وو، د سلطان نویو ځواکونو لکه پياوړی باد، پر دښمن ور واوښتل، او د احاطو پر لور ورسېدل، مسلمانانو له مخکې لا سلګونه زینې جوړې کړې وې او احاطو ته یې ودرولې. خو نصرانیانو پرته له ځنډه دا زینې وغورځولې.
د دواړو خواوو ترمنځ سختې او خونړۍ جګړې روانې وې، نصرانیانو خپل کمیتونه نیولي وو، او هڅه یې کوله چې د مسلمانانو د احاطو ته د ختلو هڅې شنډې کړي، له دوو ساعتونو پرلهپسې جګړې وروسته، سلطان محمد فاتح اسلامي لښکرو ته د دمې امر وکړ، او بلې دمې ډلې ته یې د برید امر صادر کړ.
بیزنطینیانو فکر وکړ چې اسلامي لښکر د شاتګ په حالت کې دی، خو ناڅاپه له بلې جبهې دمه تیار لښکر سره مخامخ شول، د نصرانیانو ستړی پوځ له سره وارخطا شو، وېره یې زړونو ته ننوتله، مسلمانان چې په مينه او جذبه جنګېدل، له زړونو ډک او همت یې لوړ و.
په بحري برخه کې هم جګړه روانه وه، چې ډېر ژر سخته شوه، نصراني پوځونه وېشل شول، او په یو وخت په بېلابېلو سنګرونو کې له جګړې سره مخ شول، کله چې د سهار رڼا خپره شوه، فضا دومره روښانه وه چې مسلمانانو وکولای شي د دښمن سنګرونه په واضحه توګه وویني، بریدونه یې چټک شول، او په زړونو کې د بریا نښې ځلیدې.
بیا هم سلطان پوځ ته د لنډ شاتګ امر وکړ، تر څو توپچيانو ته فرصت ورکړي چې خپل کار ته دوام ورکړي، توپونه یو ځل بیا د ښار پر احاطو د مرمیو باران پیل کړ، عثماني پوځ ټوله شپه ویښ پاتې شوی وو، د دوی مېړانه او استقامت د ستاینې وړ وو، لږ وروسته توپچيانو ته د اوربند امر وشو.
بیا مېړني پوځ، چې مشري یې سلطان محمد پخپله کوله، پر ښار ورننوت، او داسې باراني غشي یې ورول، چې نصرانیان یې سر هم نشوای پورته کولای. د جګړې أه دې ورځ، عثماني لښکر بېساري شجاعت وښود، درې تنه سرتېري د دښمن له شدیدو بریدونو سره سره وتوانېدل چې پر دېوالونو وخېږي، که څه هم یو شمېر سرتېري، چې مشر یې هم په کې و شهیدان شول، خو بیا هم د “طوب قابي” دروازې ته نېږدې، ښار ته د ننوتلو لار پرانېستل شوه.
د عثماني بیرغ له رپېدو سره، د پوځ په منځ کې نوې جذبه پیدا شوه، او هر سرتېری د ښار د نیولو هیلهمند شو. له زورور برید سره د دښمن قوت مات شو، او سخت ځواب ورکړل شو.