په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو وزیرانو په اووم کنفرانس کې مجاهد (پروفیسر انجینر نجمالدین اربکان) د اسلامي تاریخ ماضي بیان کړ، د چا استازیتوب چې عثماني دولت کاوه، هغه وویل: دا ځای چېرته چې د الله تعالی په فضل او کرم سره دا لويه اسلامي غونډه کېږي، د چا په دروازه چې د اسلام کلمه لیکل شوې ده، کومه چې د مسلمانانو راټولوونکې ده، یعنې (لا اله الا الله)، دا هغه ځای دی کوم چې د استانبول له نیولو وروسته محمد فاتح جوړ کړی وو، دا ځای به ولې تاریخي نه وي.
په دې ځای کې به یو وخت د اسلام د ټولو کارونو په اړه مشورې کېدې، دا ځای به ولې تاریخي نه وي چې له دې ځایه به د اسلام لښکرې د نړۍ هر کونج ته ورتلې او د الله تعالی په لاره کې به یې جهاد کاوه. هر ځای ته به چې تلل، رڼا، هدایت او عدل به یې خپراوه. دا ځای به تاریخي ولې نه وي؟ دا ډبره چې اوس پرې مایکروفون ایښی، په دې به د اسلامي لښکرو بیرغونه لګېدلي وو، چې ټول اسلامي هېوادونه به یې له دښمنه ساتل. زه د بېلګې په ډول یو څو پېښې یادوم: یو وخت د اسلام د بحري قوې د روانېدو پرېکړه وشوه، چې اندونیزیا او فلپین د هالېنډ د استعماري پنجې له شره وژغوري. له همدې ځایه د شمالي افریقا د ملاتړ لپاره لښکر او بحري قوه د لېږلو قرارداد وشو، چې هغوی د هوس تابع جګړهمارو څخه وژغوري.
تر ټولو لويه خبره، دا هغه تاریخي ودانۍ ده چې په دېوالونو کې یې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم یادګاري نښې ساتل شوې، چې هغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم بیرغ، خادمه، توره مبارکه او نور شیان دي. په هر حال، عثماني دولت د جهاد اصولو ته ډېر ارزښت ورکاوه او د الله تعالی د رضا لپاره یې لښکرې برابرولې، چې اسلام او مسلمانانو ته یې ډېره ګټه رسېدله.
بیتالمال یې له ضایع کېدو ساته. د عثماني مشرانو په اند امپراتوري یوه داسې اداره وه، چې د شرعي احکامو خپرول یې خپله فریضه ګڼله، د ټول ملت د رایې ترجماني کول او په سم ډول د ملي شتمنیو ساتنه کول وو. د امپراتورۍ دنده یوازې د امن راوستل او دفاع نه وه، بلکې د هغې دنده د ټولنې اصلاح ته پاملرنه هم وه، د بیتالمال د بېځایه لګښتونو مخنیوی او د هغې د لاسته راوړنو او صادراتو ساتنه وه.
یوازې هغه وخت به په رعیت لاس پورته کېده چې اسلام اجازه ورکړې وای. د حکومت کار د شرعي احکامو نافذول دي او شریعت د دې خبرې غوښتنه کوي چې د خلکو د مالونو ساتنه وشي. اسلام په ناحقه د چا د مال اخیستلو ټولې لارې بندې کړې دي. د وخت پر مشر دا فرض ده چې د خلکو مال له غلا او لوټتالان څخه وساتي، داسې نه چې خپله د ملت مال لوټ کړي او پر ملت ظلم پیل کړي.
له اړو خلکو سره د خوراک، جامو او ځای مرسته وکړه او د نېکو خلکو درناوی کوه. عثماني مشرانو له فقیرانو او مسکینانو سره په ښه رویه کې یو له بل څخه زیاته برخه اخیسته. هر څوک چې به د نېکۍ او احسان وړ و، له هغوی سره په مرسته کې به یو له بل څخه مخکې کېدل. په دې برخه کې عثماني دولت لوی ـ لوی کارونه کړي دي. د زدهکوونکو، مسکینانو او کونډو لپاره یې ادارې جوړې کړې وې، زکات د امپراتورۍ د یو اساسي رکن په توګه ګڼل کېده.
پروفیسر محمد حرب لیکلي دي:
د استانبول په پوهنتونونو کې علمي خوځښت ښه په جوش کې وو، د صوقللي محمد پاشا په نوم عالم په دې اړه ډېر زیار ایستلی و، چې په استانبول کې یې د علمي خوځښت لپاره په (چک او سلواکیا) کې شته د (۲۰۰۰) عثماني کلیو عاید مصرفاوه (چک او سلواکیا د عثماني دولت برخه وه). همدا ډول اسعدي افندي، چې د بالکان د پوځ قاضي و، د یتیمو ماشومانو د لاسنیوي لپاره یې دوه لوی مرکزونه پرانیستي وو. هغه ماشومان چې به د واده عمر ته رسېدل، په عزت به یې د هغوی ودونه کول.
په عثماني خلافت کې د زکات د ورکړې مرکزونه ډېر زیات وو. ځینې مرکزونه داسې وو چې د هغوی له عاید څخه به اړو کورنیو ته میاشتنی تنخوا ورکول کېده، دا تنخوا له خوراک او څښاک پرته وه، ځکه د خوراک او څښاک لپاره یې نور مرکزونه لرل. د خوراک ورکولو لپاره جلا ودانۍ جوړې شوې وې، چې اړو او غریبو خلکو ته به په کې وړیا خوراک ورکول کېده. دې ودانیو کې به په یو وخت کې نږدې (۲۰) زره تنو خوراک کولی شو. دا ډول تیارۍ په ټولو ولایتونو کې وې.
دا ډول یوه خیریه لنگرخانه په سلیمانیه مسجد کې هم موجوده وه. په (۱۵۸۶م) کال کې د دې لنگر ټول لګښت له لس میلیونه ډالرو لږ څه کم وو، د مشرانو، امیرانو او وزیرانو په کچه د هېواد داسې تګلاره وه، چې د اړو خلکو د خوراک، څښاک او سرپناه ضمانت به یې کاوه.
علما د جسم په بدن کې د روح په څېر دي، د هغوی عزت کوه او حوصلې یې لوړې وساته. که چېرې دې په بل ښار کې د کوم عالم په اړه څه واورېدل، نو ځان ته یې وغواړه او ټولې اړتیاوې یې پوره کړه.









































