سلطان محمد فاتح په لویو مسجدونو او مدرسو کې امامان په دندو ګومارل، له پخوانیو بستونو سره یې نور نوي بستونه هم ور زیات کړل. د لویو مسجدونو په بستونو کې به امام، خطیب، مؤذن او ساتونکی په ځانګړي ډول یادېدل. د دې بستونو کاندیدان به له هغو لویو مدرسو فارغ شوي وو، چې د مشرانو او وزیرانو په مالي لګښتونو به روان وو. دې مشرانو او وزیرانو به په دې کار کې یو له بله مخکېوالی کاوه. دا خلک به مخامخ د سلطنت د مفتي تر څارنې لاندې وو. په لویو ولایتونو کې د پوځ قاضي د دې څارنه کوله. پاتې شول کوچني ولایتونه، نو هلته به د مسجدونو امامانو د ټولو دیني امورو څارنه مخته وړله. په ځانګړي ډول په کلیو کې به امام ټوله دنده په غاړه اخیستله.
هغه مدرسې چې حکومتي مامورین یې روزل، د درس درې درجې یې لرلې. یوه درجه د صوفتا وه، چې وړه درجه وه. دوهمه درجه د هغه خلکو وه، چې له فراغت وروسته ورته د دانشور لقب ورکول کېده. دریمه او وروستی درجه کې مدرسین راتلل. د دویم سلطان مراد په دور کې د صوفتا شمیر (۹۰) زره تنه وو، د پاچاهي په ټولو کارونو کې د دې خلکو نظرونه اخیستل کېدل.
په مال، دولت او پوځ تېر نه وځي؛ اهل شریعت له خپلې خوا مه شړه! د شرعي احکامو خلاف کار مه کوه، دین زموږ موخه ده، هدایت زموږ منهج دی او همدې دواړو کې زموږ بریا ده. سلطان محمد فاتح خپل وارث ته نصیحت کوي چې په دولت یا د لښکر په زیاتوالي تېر نه وځي او هغه ته نه ښایي چې علماء له ځانه لرې کړي. سلطان دی پوهوي چې د شریعت خلاف کار ونه کړي، ځکه د شریعت خلاف کار په دنیا کې زوال لامل ګرځي او په آخرت کې د ناکامي. د الله تعالى له شریعت څخه د لېرې کېدو اغېز په ديني، ټولنيز، سیاسي او اقتصادي ټولو برخو کې شته.
د عثمانیانو قوت، عزت او شرف د الله تعالی په اطاعت پورې تړلی وو. هغوی د الله تعالی له خوا نازل شوی شریعت نافذ کړ، د الله تعالی په لار کې یې جهاد وکړ او خلک یې د سپېڅلي دین لوري ته راوبلل. له همدې کبله هغوی ته الله تعالی د ژوند تر پایه عزت او عظمت ورکړ، له دې امله محمد فاتح خپل زوی ته په نصیحت کې وايي: دین زموږ موخه ده او هدایت زموږ لاره ده. د بریا او کامیابۍ لامل همدا دی.
له بدیو او ګناهونو څخه د خپل روح پاک ساتل او د نېکیو لوري ته د نفس تیارول د ديني خدمت پایله ده. له دې امله ديني مشران پیدا کېدل د دې دین د خدمت ثمره ده. دا عمل انسان د جرمونو له کولو څخه ساتي او خپل ځان سره په فکر کولو یې اړ باسي. کله چې د دین حکمونه په انسان مخکې او مقدم وي، نو د هغه په زړه کې د الله تعالی د وېرې او تقوی ځانګړنې پیدا کېږي. هغه د تل لپاره له ګناهونو څخه ژغورل کیږی. په دې ډول د دین خدمت کول او د شریعت خیال ساتل په خلکو کې اتفاق پیدا کوي او د یو اسلامي هیواد ټول وګړي له عدل او انصاف څخه ګټه اخیستلاي شي.
له دې سره سره د دین ټینګول د برکتونو د نازلېدو او د پر له پسې نعمتونو د ترلاسه کولو لامل ګرځي. ځکه داسې نه ده چې په آخرت کې دې د غوره جزا لاره یوه وي او په دنیا کې د بریا بله. الله تعالی د دنیا او آخرت د کامیابۍ لپاره یوه لاره جوړه کړې او هغه د اسلام لاره ده.
د اسلامي احکامو د پلي کېدو له امله په زړونو کې برکتونه پیدا کېږي. له همدې سره په دنیا کې برکتونه او د آخرت بریا ترلاسه کېږي. او په ډېرو لږو شیانو کې الله تعالی برکت اچوي، تر څو ترې په سمه توګه ګټه وکړای شي. د شریعت د خپرولو په پای کې داسې اسلامي ټولنه مینځته راځي چې د خپل دین او نظریې په ساتلو کې سخت وي، قرآن او سنت داسې یو مصدر دی، چې په هغه کې د یو مسلمان شخص ټولنې او ټول اسلامي امت د سلطنت د ودانۍ لپاره ټول شیان شته. په قرآن او سنت عمل کولو سره به د ټول قوم حوصله لوړه وي او خلک به د پرمختګ اخلاقو او پرمختګ په کارونو کې مصروف وي. ځکه شریعت په ځان کې د پرمختګ د هر ډول ټولنې د اخلاقي ژوند د ساتلو ټول شیان لري.










































