کله به چې سلطان محمد فاتح د خپلو لښکرو له یوې ډلې سره تېرېده، هغوی ته به یې د غیرت خبرې کولې او ویل به یې: د قسطنطنیې په فتحه سره به تاسې ته ستر عزت، تلپاتې عظمت او ډېر اجر او ثواب درکړل شي، دا ښار به د هغو ټولو سازشونو او دسیسو څخه خلاص شي، چې بېلابېلو امیرانو او ظالمانو د انسانیت پر وړاندې تر سره کړي دي، کوم سرتېری چې د ټولو نه وړاندې د قسطنطنیې پر دیوالونو اسلامي بیرغ ورپاوه، هغه ته به پوره بدله ورکړل شي، پراخ جاګیر به ور کړل شي، او د امت په تاریخ کې به نوم پیدا کړي.
عالمان او مشايخ به د پوځ په منځ کې ګرځېدل، او د الله تعالی په لاره کې د جهاد د فضیلت په اړه به یې د قرآن کریم آیتونه تلاوت کول، دوی به سرتېرو ته یادونه کوله چې د الله تعالی په لاره کې وژل کېدونکو ته ستر بدلون او لوی اجر ور رسېږي، د هغو شهیدانو یادونه به یې تازه ساتله چې له دوی وړاندې یې د قسطنطنیې د نیولو په لار کې خپل ځانونه قربان کړي وو.
هغوی به د ابو ایوب انصاري رضی الله عنه یادونه هم کوله او سرتېرو ته به یې ویل:
«سیدنا محمد صلی الله علیه وسلم د هجرت پر مهال د ابو ایوب انصاري کور ته کوز شو، او دا ستر صحابي وروسته د همدې سیمې اراده وکړه، تر سپین ږیرتوبه پورې یې د الله تعالی رضا لپاره جهاد کاوه، څو دا ښار د اسلام د سیورې لاندې راولي.»
په همدې توګه د اسلامي پوځ په جوړښت کې بدلون راغی، او د مجاهدینو زړونه د جذبو له طوفانونو ډک شول.
کله چې سلطان فاتح خپلې خېمې ته راستون شو، د لښکر مشران یې راوغوښتل او هغوی ته یې وروستۍ لارښوونې وکړې، بیا یې هغوی ته مخاطب شو او و یې ویل:
«قسطنطنیه چې کله زموږ لاس ته ولوېږي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث به زموږ په حق کې پوره شي، موږ به د هغه معجزې ترسره کوونکي یو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې وړاندوینه کړې، دا بریا به زموږ برخه وي، خپلو اولادونو ته دا خبره ورسوی چې دا بریا، چې نزدې ده، زموږ برخلیک دی.
د دې بریا په وسیله به د اسلام عزت، قوت او شوکت لوړیږي، هر سرتېری دې د شریعت تعلیمات د خپل ژوند اصل وګرځوي، او له هغه څه څخه دې ځان وساتي چې د دین سره په ټکر کې وي. واورئ! د کلیساوو سپکاوی مه کوئ، د عبادت ځایونو پاکي ته ضرر مه رسوئ، بېګناه خلک مه ازاروی، کمزوري ماشومان، ښځې او هغه کسان چې په جګړه کې برخه نه لري، پرېږدئ.»
له بلې خوا، د قسطنطنیې بیزنطيني پاچا هم د ښار خلک راټول کړي وو، او ورته یې وویل:
«خدای ته وژاړئ، دعاوې وکړئ، کېدای شي الله مو له دې محاصرې وژغوري!»
ښځې، ماشومان او نارینه کلیسا ته راټول شوي وو، دوی به ژړل، فریادونه یې کول، او دعاوې یې کولې.
پاچا یوه اوږده او فصیحه وینا وکړه، چې د هغه وروستۍ وینا هم وه، خلکو ته یې تاکید وکړ:
«که زه په جګړه کې مړ شوم، نو تر مرګه پورې جګړه وکړئ، د نصرانیت دفاع وکړئ، او له خپلو ځانونو تېر شئ!»
تاریخلیکونکي وایي چې د قسطنطنیې د پاچا دا وینا ډېره مؤثره وه، مجلس ته ناستو خلکو په چغو چغو وژړل، له وینا وروسته پاچا د آيا صوفيا کلیسا ته لاړ، هلته یې وروستی عبادت وکړ، وروسته بیرته خپل مجلس ته راغی، ټولو ته یې وروستی سلام وکړ، د هر سړي څېره یې په غور وکتله او ټولو ته یې لاس ورکړ.
د پاچا مېرمنې، ماشومانو او خدمتګارانو ټولو ژړل، او پاچا ته یې وروستی وداع ور کوله، نصراني تاریخ لیکونکو دا منظره په ډېرو تأثیرناکو ټکو بیان کړې ده. چا به چې دا صحنه لېدله، ویل به یې:
«که د چا ترڅنګ یوه تیږه پرته وای، او دا منظر یې لیدلی وای، نو له سترګو به یې د باران په څېر اوښکې تویې شوې وای.»
قسطنطین خپل کورنۍ ته د خدای په اماني وکړه، بیا یې د عیسی علیه السلام له خيالي انځور سره، چې په دېوال ځوړند و، د خاموشۍ دعا وکړه. وروسته یې د جګړې جامې واغوستې او د نیمې شپې په مهال له خپل باوري ملګري فرانتزتس سره له ماڼۍ ووت، یو ځل بیا یې د ښار د مدافعینو حالت وارزاوه.
هغه د عثماني پوځ حرکتونه هم ولیدل. عثماني پوځ په وچه او لمده دواړو سیمو کې د حملې تابیا نیولې وه، سلطان محمد فاتح هم له خپلې خېمې راووته، آسمان ته یې وکتل او ویې ویل:
«یا الله! زموږ پرې مهرباني وکړه، او پر موږ د رحم باران راولېږه!»
په هماغه شېبه د باران څاڅکي وریږېدل، ګرد او دوړې کښېناستل، او لښکر ته په پرمختګ کې آسانتیا پیدا شوه.