د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! نهه څلوېښتمه برخه

حارث عبیده

د مصر سلطان ته د سلطان محمد فاتح لیک

دلته د سلطان محمد فاتح له لیک څخه اخیستل شوې برخه راوړل شوې ده چې د مصر سلطان «اینال» ته یې لیکلې وه، دا لیک احمد کوراني ترتیب کړی وو: زموږ د نیکونو طریقه دا وه چې هغوی تل د خدای په لار کې جنګېدلي دي او د ملامتوونکي د ملامتيا پروا یې نه کوله، موږ هم په همدې طریقه ولاړ یوو او د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره به هڅه کوو، موږ د الله تعالی په دې ارشاد عمل کوو:
﴿قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بالله﴾ (التوبه: ۲۹)
یعنې: له هغه کسانو سره جګړه وکړئ چې په الله ایمان نه لري.

همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث عمل کوو:
«من اغبرت قدماه في سبيل الله حرمه الله على النار»
(د چا پښې چې د خدای په لار کې په دوړو ککړې شوې، الله تعالی به پر هغه اور حرام کړي.)

په همدې کال الله تعالی موږ په خپلو برکتونو ونازولو او په موږ یې انعام وکړ، موږ د الله تعالی د لارې رسی کلکه نیولې ده، د الله تعالی په مهرباني مو د دې ديني فريضې په ادا کولو کې د هغه په دې ارشاد عمل وکړ:
﴿قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ﴾ (التوبه: ۱۲۳)

موږ د وچې او بحري لښکر په چمتو کولو هغه ښار فتحه کړ چې له کفر او ګناهونو ډک و او د اسلامي هېوادونو تر منځ تر اوسه نه و نیول شوی، دا ښار په خپل کفر ناز کاوه، د دې ښار یوه برخه په وچه او بله په بحر کې وه، خو موږ د خدای په فرمان:
﴿وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ﴾ (الأنفال: ۶۰)

تر خپل وس پورې د جګړې وسایل برابر کړل؛ لکه مرمۍ، بارود، توپونه، د تونلونو د کیندلو سامان، کاڼي او نور هغه څه چې په وچه کې په کار راتلل. همدارنګه له سامانونو ډکې بحري کښتۍ او په بحر کې د غرونو په څېر لوړې جنګي کښتۍ مو برابرې کړې چې د بحري برید لپاره ډېر ګټورې وې.

موږ په (۸۵۷ هـ) کال د ربیع الاول د میاشتې په (۲۶) نېټه د دې ښار څنډو ته ورسېدو. ما له خپل زړه سره وویل: اوس د هڅې او کوښښ وخت دی، مرسته وکړه، ځکه د همدې لپاره خو مې هیله په زړه کې ځای کړې وه. خو دا کافران چې کله هم د حق لوري ته بلل شوي، په کفر ټینګار کوي، تکبر کوي او له حقه انکار کوي.

موږ دا ښار کلابند کړ، له دوی سره مو جګړه وکړه او هغوی له موږ سره جګړه وکړه. دا جګړه څو ورځې روانه وه، کله چې د الله مرسته راورسېده، نو هغه کارونه چې بنده ته ستونزمن ښکاري، اسان شول، په جمادي الاول میاشت کې د سه شنبې په ورځ د سهار وختي مو داسې برید وکړ لکه ستوري چې پر شیطانانو وغورځېږي. د فاروقي عدل او حیدري ګوزار په برکت د ټولو عثمانیانو لپاره دا ښار تابع شو، مخکې له دې چې لمر د ختیځ نه تر لویدیځه ورسېږي، د قرآن کریم دا آیت زموږ د سترګو مخې ته عملي شو:

﴿سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ﴾ (القمر: ۴۵ ـ ۴۶)
یعنې ډېر ژر به دا ډله ماتې وخوري او شا ته به تښتېږي. د دوی د فیصلې لپاره اصلي وعده قیامت دی او هغه لوی افت او ډېر سخت ساعت دی.

موږ په خپلو سترګو ولیدل چې د دوی پاچا ووژل شو او سر یې له تنه جلا شو، دوی د عاد او ثمود په څېر هلاک شول، ځینې یې ووژل شول، ځینې یې بنديان شول او هغه چې پاتې شول، د مسلمانانو په لاس اسیر شول، مسلمانانو د هغوی ډېرې خزانې ولوټلې، تر دې چې د یادولو توان نه و.

په همدې ورځ مؤمنان ځکه خوشحاله وو چې خدای ورسره مرسته کړې وه، کله چې موږ پر دې ناپاکو او لالچیانو برلاسي شو، نو موږ درګاوې له پادریانو پاکې کړې، صلیبیان مو ترې وشړل او بتخانې مو په مسجدونو بدلې کړې، دا خاوره مو د اسلامي سکې او خطبې په برکت عزتمنده کړه، د هغوی ټول کارونه باطل شول او د الله امر بشپړ شو.

سلطان محمد فاتح مکې مکرمې ته هم یو لیک واستاوه، دا لیک د مصر د سلطان په وسیله مکې مکرمې ته ورسېد، د مصر سلطان په ځواب کې محمد فاتح ته بل لیک واستاوه او ځینې ډالۍ یې هم ورولېږلې، دا لیک د لوړ ادبي او هنري نثر یوه بېلګه ده چې غوره شعرونه هم په کې ځای لري.

Exit mobile version