سلطان خلکو ته دنده ورکړې وه چې په ښارونو کې د حکومتولۍ حالت وڅاري او راپورونه راټول کړي. دا کار یې د دې لپاره کاوه چې معلومه کړي په هېواد کې چارې څنګه جریان لري، او نصرانیانو ته په عدالت او انصاف کې تر کومه حده حق ورکول کېږي. دغو استازو ته اجازه ورکړل شوې وه چې پلټنې وکړي، هرڅه چې وویني ویې لیکي او د سلطان حضور ته یې وړاندې کړي.
د همدې نصراني استازو د راپورونو له امله د محاکمو نظام تر ډېره د ستاینې وړ و؛ د خلکو ستونزې پرته له کومې طرفدارۍ حل کېدې، او عدل او انصاف تأمینېده. سلطان به هرکله چې د جګړې لپاره روانېدو، کله ناکله به په لاره کې ایسار شو، خېمه به یې ووهله او د خلکو شکایتونه به یې اورېدل. په دې توګه خلکو له سلطان سره مخامخ لیدل او خپلې ستونزې به یې ورته وړاندې کولې.
سلطان ښه پوهېده چې فقهاء او مذهبي مشران د عدل او انصاف په حقیقت ډېر پوه دي، او د خپل علم له مخې د عدالت د ټینګښت وړتیا لري. هغه پوهېده چې علماء هېواد ته د انسان د روح په څېر ارزښت لري؛ که دوی سم وي، ټول هېواد رغېږي. له همدې امله به یې د علماوو ډېر عزت کاوه او زدهکوونکو ته به یې د علم د زدهکړې ټولې اسانتیاوې برابرولې، زدهکوونکي یې له مادي اړتياوو خلاص کړي وو، څو د آرام زړه سره دیني علوم زده کړي، سلطان د علماوو درناوی کاوه، د هغوی مرتبه یې لوړوله، او په قاضیانو یې ځانګړې پاملرنه لرله.
دا ځکه چې قاضیان د عدل او انصاف لپاره د سلطان تر ټولو مهم ملاتړي وو، او د خلکو د ستونزو د حل بنسټیز رول یې درلود. د دې لپاره یوازې په فقه او شریعت پوهېدل بسنه نه کوله؛ بلکې دا هم اړین وو چې په خلکو کې محبوبیت ولري. حکومت د دوی ټولې مادي اړتیاوې پوره کولې، تر څو د فساد او رشوت مخه ونیول شي. سلطان ورته درجې ورکړې وې، تر څو په خلکو کې عزت پیدا کړي.
د تاریخ په کتابونو کې راځي چې د محمد فاتح له زامنو څخه یو تن په ادرنه (إدریانوویل) کې په فساد اخته شوی و. قاضي خپل یو خدمتګار د هغه د منع کولو لپاره ور ولېږه، خو هغه ځان و نه ساته. قاضي پخپله اس ته وخوت او ورپسې ولاړ، خو شهزاده د هغه خبرې و نه منلې، جنګ یې ور سره وکړ او قاضي یې وواهه. بلاخره قضیه سلطان ته ورسېده، سلطان سخت غوسه شو او امر یې وکړ چې شهزاده دې سمدستي و وژل شي؛ ځکه ده د هغه چا سپکاوی کړی و چې شریعت نافذوي.
وزیرانو د سلطان د زوی د بخښنې هڅه وکړه، خو سلطان یې عذر و نه مانه. مولانا محیالدین محمدي ته وویل شول چې د سلطان حضور ته ورشي او دا موضوع حل کړي، خو محمد فاتح د هغه مشوره هم و نه منله او په خپل دریځ ټینګ ولاړ و.
مولانا محیالدین ورته وویل:
«قاضي د غوسې په حالت کې له خپلې عهده ساقط وي، او د هغه پرېکړه د منلو نه ده. کله چې قاضي له شهزاده سره په شخړه بوخت و، هغه په هغه حالت کې قاضي نه و، بلکې یو عادي انسان و، نو ځکه د شریعت سپکاوی نه دی شوی چې له امله یې دې هلک ته د قتل سزا ورکړل شي.»
د دې خبرو له اورېدو وروسته د سلطان غوسه کمه شوه او چوپ شو، وروسته شهزاده قسطنطنیې ته راوستل شو، وزیرانو هغه د سلطان حضور ته یووست، څو د بخښنې مننه وکړي. سلطان یوه لښته راواخیسته او هغه هلک یې دومره وواهه چې تر څلورو میاشتو پورې بستر شو، د ډاکترانو په ډېر علاج سره روغ شو او ودرېد. دا ماشوم وروسته د سلطان بایزید خان وزیر شو، د هغه نوم داود وو، هغه به تل دعاګانې کولې او ویل به یې چې زه د سلطان په وهلو اصلاح شوم، د سلطان په دولت کې کې نېک خوی او عدالت ډېر قدر درلود، او د رشوت اخیستونکي یوازینۍ سزا مرګ وه.
سلطان محمد فاتح که څه هم ډېر وخت په جهاد بوخت و، خو د هېواد ټول حالت یې څارلو. هغه په ډېر بصیرت, حکمت او پاملرنه ټولې چارې سنبالولې. د عدالت په چارو کې به یې قاضیانو سره مرسته کوله، ډېر کله به کليو او کوڅو ته تله، د خلکو ستونزې به یې له نېږدې کتلې او د هغوی غږ به یې اورېده.
په هېواد کې داسې اداره موجوده وه چې د امن او نظم په اړه به یې معلومات سلطان ته استول. دغې ادارې په پوره ازادۍ د خلکو ستونزې سلطان ته رسولې. د هېواد هرې سیمې ته د بیلابیلو چارو لپاره ځانګړي کسان ټاکل شوي وو. که په کوم ځای کې کومه ستونزه رامنځته شوې وای، هغوی به سلطان ته خبر ورکاوه.
سلطان محمد فاتح د قرآن کریم د دې آیت څخه استنباط کاوه: ﴿وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ﴾ (النمل/۲۰)؛ چې په هغه کې د سلیمان علیه السلام د څارنې او تفتیش د نظام یادونه شوې. همداسې، ده هم د خلکو د اړتیاوو په اساس د څارنې قوي اداره جوړه کړې وه، چې هر څوک یې د سلطان پام ځان ته اړولای شو. په ځانګړي ډول د غریب او کمزوري قشر لپاره دا اداره ډېرې ګټې لرلې.











































