سلطان محمد به د خپل پلار په ژوند کي یو شمېر دنيوي چاري سرته رسولې او کله ناکله به یې له بیزنطیني امپراتورۍ سره جګړې ګولې، هغه له هغو کوښښونو څخه خبر و کوم چې د قسطنطنيې د نيولو په لړی کې عثماني واکمنانو کړي وه، بلکې له هغو هڅو هم خبر و چې په بیلابیلو اسلامي دورو کې د قسطنطنیي د نيولو لپاره روان و، ځکه پر تخت د کیناستلو سره سم په (۸۵۵هـ) (۱۳۵۱م) کال کې د قسطنطنیې د نيولو په فکر کې شو.
د علماؤ روزنې په ده کې له اسلام او ايمان سره د مينې او په قرآن او سنت د عمل کولو جذبه پيدا کړې وه، له همدې امله هغه د اسلامي شريعت له عملي کولو سره مینه درلوده، پرهیزګارۍ، د علم او علماوو سره مینه او له داسې نورو صفتونو څخه برخمن و، د هغه لوړه ديني جذبه د هغه د روزنې او تربیت پایله وه او دا روزنه د ده د پلرونو د توجو او پاملرنې پايله وه، چې په کوچنیوالي کې يې ورته کړې وه، هغو علمي شخصيتونو چې د ده په ښوونې او روزنې کې يې ستر رول لوبولی و، اغېزې يې د ده په شخصیت هم لیدل کیږي.
سلطان محمد فاتح له كوچنيوالي له علماؤ او ربانینو څخه اغېزمن و، په ځانګړې توګه له مشهور رباني عالم احمد بن اسماعيل كوراني څخه چې د هغه علم او فضیلت ته به بشپړ ډول قایل و، احمد بن اسماعيل د دوهم مراد په دور کې د محمد فاتح استاد و، په دې ورځو کې دوهم محمد فاتح د مګنیزیا (مغنيسيا) ولایت امیر و، پلار یې دده د تعلیم لپاره یو شمېر استادان ور واستول، خو محمد فاتح د هیڅ امر نه مانه او له دې استادانو یې یو توری هم ونه لوست.
سلطان دویم مراد د یوه مدبر او سخت خویه ښوونکي اړتيا حس کړه، نو خلکو ورته د مولانا (كوراني) په اړه وویل، سلطان هغه د خپل زوی په ښوونه او تعلیم وگماره، یوه لښته یې هم ورکړه او ورته یې وویل که شهزاده دې امر و نه مني نو په دې لښته یې ووهه.
مولانا كوراني چې کله مگنزيا ته ورسید، نو د شهزاده خونې ته ورننوت، چې په دې وخت کې ورسره لښته هم وه شهزاده ته مخاطب شو او ورته يې وویل: زه ستا پلار تا ته د ښوونې لپاره را لیږلی یم او دا لښته یې راته هم ډالی کړې ده، چې د امر د نه منلو په وخت کې به دې په دې وهم د دې خبرې په اوریدو سلطان محمد خان وخندل، مولانا كوراني لښته راواخيسته او په هم هغه مجلس کې يې وواهه، په دې سره شهزاده وویریدی او په لږ وخت کې یې قرآن کریم ختم کړ.