د لومړي عثمان رهبرانه وړتياوې:
کله چې مونږ د لومړي عثمان سیرت لولو، نو د ده شخصیت به مونږ ته د یو سپه سالار، پوځي او سیاسي شخصیت په توگه تر سترگو شي، د هغه له لوړو صفتونو څو دلته را اخلو:
۱:- زړورتیا او حوصله
کله چې بيزنطينياتو بورصه، مادانو، ادره، نوس کته او د کستلې نصراني مشرانو په (۷۰۰هـ) (۱۳۰۱م) کال د عثماني دولت له بنسټ ایښودونکي عثمان بن ارطغرل سره د جگړې په نيت صليبي تړون وکړ، نو عثمان خپله اردو مخ په وړاندې یووړه، او په خپله یې هم په جگړو کې برخه واخیسته، د صليبي پوځونو په تار و مار کولو سره یې د شجاعت او زړورتيا داسې ښکارندويي وکړه چې په عثمانيانو کې د هغه زړورتیا یو مثل و گرځېد.
۲:- پوهه او ځیرکتیا
کله چې عثمان د خپل قوم مشر وټاکل شو، نو هغه په ډېرې ځیرکتیا له سلطان علاوالدین سره د نصرانيانو په وړاندې مرسته وکړه، ډېر داسي ښارونه یې ور سره فتحه کړل، چې د فتحه کولو فکر یې نه کېده؛ له همدې امله د روم د سلجوقي دولت حاكم سلطان علاوالدين سلجوقي هغه ته ډیر عزت ور کړ، عثمان ته یې په سيکه د خپل نوم د لگولو او د خپل تسلط په سیمو کې په خطبه کې د خپل نوم په لوستلو امر وکړ.
۳:- اخلاص
د عثمان د ولکې لاندې سيمو نږدې اوسېدونکو ته چې کله د دې خبرې درک وشو، چې عثمان د اسلام د دین مخلص سرتیری دی نو له هغه سره یې مرستې ته ملا وتړله او د داسې اسلامي امپراطورۍ ستنې يې ټينگې کړې، چې د نصراني امپراطورۍ په وړاندې یې د دېوال حیثیت درلود.
۴:- صبر او استقامت
کله چې عثمان د ښارونو او کلاگانو په فتحه کولو پیل وکړ، نو په (۷۰۷هـ) کال دا ځانګړنه په هغه کې ښکاره شوه چې په پرلپسې ډول یې کتا لفکه، آق حصار او د قوج حصار کلاوې فتحه کړې، په (۷۱۲هـ) کال کې یې کبوه، یکیجا، طراقلوا او تكرر بيكاري او نورې کلاگانې فتحه کړې، دې فتوحاتو په (۷۱۷ هـ / ۱۳۱۷م) کې د بورصې د ښار فتحه اسانه کړه، که څه هم دا یوه ستونزمنه جگړه وه خو د عثمان حوصلې او استقامت هغې ته د غلبې تاج ور په سر کړ.
ډېر کلونه د عثمان او امیر شهرا اقرینوس تر مینځ سختې جگړې وشوې، خو پای کې نصراني سپه سالارانو سرونه ښکته کړل او ښار یې عثمان ته وسپاره، د الله تعالی ارشاد مبارک دی:
يَأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ] ( آل عمران (۲۰۰)
ژباړه: «ای مؤمنانو! صبر کوئ او د صبر په کولو نصیحت کوئ، د دښمن په وړاندې مضبوط پاتې شئ، له الله تعالى و ویرېږئ! د دې لپاره چې بريالي شئ.»
۵:- ايماني جذبه
دا ځانگړڼه په ده کې هغه وخت را څرگنده شوه، کله چې د بورصې سپه سالار امیر شهرا اقرینوس د عثمان په اړه څیړنه وکړه او اسلام یی قبول کړ، سلطان ده ته د بیگ لقب ورکړ او وروسته بيا د عثماني دولت په پیژندل شوو سپه سالارانو کې و شمېرل شو، د بيزنطيني يو شمېر سپه سالاران د عثمان له شخصیت څخه اغېزمن شول، دده د جگړې او سیاست میتود یې خوښ شو، تر دې چې د عثمانيانو کتارونه له نویو سپه سالارانو ډک شول.
ډېرې اسلامي ډلې د سرشارې عثماني امپراتورۍ تر بیرغ لاندې راټولې شوې، لکه: د جماعت (غزياروم) يعني رومي غازي، دا هغه اسلامي ډله وه چې د روم په حدودو به یې نظر ساته، تل به يې په دې سرحدونو کې خيمې لګولې وې، دا ډله د عباسي خلافت په دور کې د رومي يرغلونو په وړاندې درېدلې وه، دا چې تل به په سرحدونو کې اوسېدل نو ځکه یې د روميانو په وړاندې د جهاد په لړۍ کې لويې تجربې حاصلې کړې وې او د نامسلمانو د بد اخلاقيو له امله یې له اسلام سره تړون او په اسلامي نظام یې یقین او باور پوخ شو.
همدارنگه یوه بله ډله چې د نېکانو وه، ډېر شهرت یې درلود چې نوم یې (الأخيان) يعني (الاخوان) د، دې ډلې به له مسلمانانو سره مالي مرستې کولې، د هغوی د مېلمستيا فرايض به یې سرته رسول او د اسلام د غازيانو د چوپړ لپاره به له لښکرو سره یو ځای کېدل، د دې ډلې ډېرو غړو به له لويو لویو تاجرانو سره اړیکه لرله؛ هغه چا چې خپل مالونه یې د اسلام لپاره وقف کړي وه، ټولنيز کارونه لکه د مسجدونو، درگاوو، دوکانونو او هوټلونو جوړول یې له عاداتو وه.
امپراتورۍ کې به د دې خلکو ډېر درناوی کېده، په دې ډله کې ممتاز علي هم شامل و چې د اسلامي کلتور د خپرولو غریضه یې ادا کوله، د خلکو په زړونو کې يې په دین د منگولو د لگولو جذبه پیدا کوله، يوه ډله یې حاجیان وه چې د (حاجيات روم) یعنې د حجاج عرض روم په نامه یادېده، د دې ډلې دنده د اسلامي شعور بیداري، د اسلامي علمونو خپرول او په اسلامي شریعت او قوانینو د پوهې پیدا کول وه، له دې پرته نورې ډلې هم وې چې موخه یې په عام ډول د مسلمانانو او په خاص ډول له مجاهدینو سره مرسته وه.
۶:- عدل او انصاف
ډير ترکي مراجع چا چې عثماني تاريخ ليکلی بیانوي، چې ارطغرل خپل زوی د عثماني دولت بنسټگر په قره جه حصار کې ټاکلی و، دا د هغه دور خبره ده کله چې په (٦٨۴ هـ / ۱۲۸۵م) کې په دې ښار د مسلمانانو قبضه وه، عثمان په یوه جگړه کې د مسلمان په وړاندې او د بيزنطيني نصراني په حق کې پریکړه وکړه، بیزنطینی په دې کار حیران شو او له عثمان یې وپوښتل؛ ته څنگه زما په حق کې پرېکړه کولای شې، زه خو ستا په دین نه یم؟ نو عثمان هغه ته ځواب ورکړ، زه څنگه ستا په حق کې پرېکړه ونه کړم، هغه الله تعالى چې موږ يې بنده گي کوو، فرمايي: إِنَّ اللَّهَ يَا مَرُكُمْ أَن تُؤدُّوا الأملتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَينَ النَّاسِ أَنْ تَعْلَمُوا بالعدل ] ( النساء /٥٨)
ژباړه: مسلمانانو! الله تاسي ته امر کوي، چې امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ او کله چي د خلګو په مینځ کي فیصله کوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ.
د عثمان د دې عدل او انصاف له بركته دې سړي او قوم ته یې هدایت وشو او ايمان يې راور، لومړي عثمان د خپل رعايت او د هغو سيمو له خلکو سره چې فتحه کړې يې وې عدل او انصاف کاوه، له فتحه شوو قبيلو سره به یې د زور او زياتي سرکشي او لوټمارۍ په څیر سلوک نه کاوه، بلکې له دوی سره به يې د دې رباني حکم مطابق سلوک کاوه.
أَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبَهُ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَى رَبِّهِ فَيُعَذِّبُهُ عَذَابًا تُكْرًا وَأَمَّا مَنْ أَمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُ جَزَاء الْحُسْنَى وَسَتَقُوْلُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًا ] ( الكهف / ۸۷ – (۸۸)
ژباړه! هغه وویل: «څوک چې له دوی نه ظلم وکړي، موږ به هغه ته سزا ورکړو، بیا به هغه د خپل رب لوري ته وگرځول شي او هغه به ورته لا سخته سزا ورکړي او له دوی نه چې څوک ايمان راوړي او ښه عمل وکړي، د هغه لپاره غوره مکافات دي او موږ به ورته اسانه حکمونه ورکړو.»
۷:- په ژمنې وفا
هغه به د ژمنې ځانگړی خیال ساته، ژمنه چې به یې وکړه نو سرته به یې رسوله، د کلا اولوباد بيزنطيني آمر چې کله عثماني حاکم ته د کلا کیلۍ گانې ورکولې، نو له هغه سره یې ژمنه وکړه چې هیڅ عثماني به په پل د تېرېدو په صورت کې کلا ته نه وردننه کېږي، عثمان دا وعده پوره کړه او د هغه ولي عهدو هم په دې ژمنې وفا وکړه.