دویم سلطان محمد چې د سلطان محمد فاتح په نامه هم مشهور دی، په (۸۳۳هـ / ۱۴۲۹م) کال کې زېږېدلی وو او په (٨٨٦هـ / (۱۴۸۱م) کال يې له فاني نړۍ سترگې پټې کړې، نوموړی د عثماني سلطانانو په لړۍ کې اووم سلطان دی چې د فاتح او ابوالخيرات لقبونه ورکړل شوي دي، ده كابو دېرش کاله حکومت وکړ.
دده واکمني د مسلمانانو لپاره د خیر، بریا او عزت باعث شوه، د خپل پلار له وفات وروسته د محرم په شپږمه په ۸۵۵هـ / ۱۸ فبروري (۱۴۵۱م) کال کې په تخت کېناست، دا مهال د نوموړي عمر (۲۲) کاله وو، سلطان محمد ښه شخصیت درلود.
د قوت او عدل دواړه ځانګړې یې لرلې، همدا راز د بیلا بیلو علمونو په زده کړه کې د عمر د لږوالي له پلوه په خپلو هم عصرو فوقیت درلود، دا علوم ده له مدرسة الامراء څخه ترلاسه کړي وه، د نورو ژبو د زده کړې له کبله هم له نورو څخه مخکې وو، د تاريخ له مطالعې سره یې ډېره مینه درلوده، همدا کار له ده سره وروسته په کارونو او جګړه ایزو ډگرونو کې مرسته وکړه، تر دې چې تاريخ کې د سلطان محمد فاتح په نوم مشهور شو او په قسطنطنیې یې د بري ویاړ په برخه شو.
سلطان محمد فاتح هم هغه کړنلاره خپله کړه، چې پلرونو او نيکونو يې خپله کړې وه، په تخت له کېناستلو وروسته یې تر ټولو وړاندې بېلا بېلې ادارې جوړې کړې او د مالي کارونو غوراوي ته يې ځانګړی پام واړاوه، کرنه یې تر ولکې لاندې راوسته او د عيش عشرت بېځایه لګښتونو مخه یې ونيوله.
پوځي جوړښتونه يې هم نوي کړل، د بېلا بېلو څانگو پیدا کېدونکیو نيمگړتياوو ته يې ځانگړې پاملرنه وکړه او له مینځه يې يووړې، د پوځ لپاره یې ځانګړي حاضرۍ جوړي کړې او د پوځ تنخواوې يې لوړې کړي، شاهي دربار ته یې هم پاملرنه وکړه، غوره با تجربه پوځي مشران د ده په مرسته وټاکل شول، چې د امپراتوۍ په ټينگښت کې یې بشپره برخه واخيسته، له داخلي کارونو چې کله په بشپړ ډول باوري شو، نو عيسوي سیمو ته یې مخه کړه.
د هغو د نیولو او هلته د اسلام د خپرولو په فکر کې شو، ددې موخو د پوره کولو لړۍ کې یو شمیر عوامل له ده سره مرسته کوونکي ثابت شول، یو خو بیزنطیني امپراتورۍ د اروپا له نورو امپراتوریو سره د فساد له امله کمزورې شوې وه او په داخل کې هم له اختلافاتو سره لاس و گریوان وه.