د سلطان الپ ارسلان اخلاق او کردار:
سلطان له خدایه وېرېده او غریب پاله سړی و، د الله تعالی په ورکړل شوو نعمتونو به یې شکر کاوه، په مروه کې يوه ورځ د خرانسينو په غریبانو تېرېده، د هغوی حال چې يې وليد نو په ژړا شو او د خدای جل جلاله دربار ته یې لاسونه لپه کړل؛ اى الله تعالى دا غریبان په خپل فضل او کرم سره بډایان کړه، هغه به ډېرې صدقې او خيراتونه کول، د روژې په مبارکه میاشت کې د (۱۵۰۰۰۰) اشرفو صدقه کول د هغه همیشنی عمل و.
د هېواد په پلنو او اوږدو کې يې د غریبانو او مسکینانو نومونه په کتاب کې ثبت کړي و، هغوی ته به یې معقولې دندې ورکولې، د هغوی ټول خرچ او پالنه حکومت کوله، په ټول هېواد کې جرم او زیاتی نه و، رعایت خوښ و او د خراج له عاید نه پرته نور له چا ټيکس نه اخیستل کېده، د کلني محصول یو ځل اخيستو په ځای یې نيمايي نيمايي، یعنې په کال کې دوه ځله اخیسته؛ تر څو خلک په اسانۍ سره خراج وکړي.
د صدقې د وصول كولو ځينو عميلينو هغه ته عریضه وليکله، چې په هغې کې د وزیر نظام الملک طوسي څخه شکایت شوی و چې له هغه سره ډیر مال او دولت دی، سلطان الپ ارسلان نظام الملک را وغوښت او ور ته و يې ویل؛ که دا نيوکه په ځای وي نو په وقار او عزت یې ومنه، خپل اخلاق سم او ځان اصلاح کړه، او که دا يو تور وي نو د شکایت کوونکو تېروتنه وبښه.
د ملت د مال د ساتنې جذبه:
یوه ورځ سلطان ته خبر راغی چې یو غلام د خپل ملگري لنگ پټ کړی، نو سلطان هغه غلام په دار و ځړاوه؛ غلامانو چې دا حالت ولید نو په هغوی کې وېره خپره شوه او له هغه وروسته بيا د غلا کومه پیښه و نه شوه.
هغه به د پاچاهانو د ژوند سوانح د هغوی د اخلاقو، کردارونو او په شرعي احکامو کې د مشتملو کتابونو له مطالعې سره ځانگړې مینه درلوده، کله چې سلطان الپ ارسلان ته د هغه د ښه خوی او فضیلت له برکته په اسلامي نړۍ کې شهرت ور په برخه شو، نو ډېرو پاچاهانو په خپله د هغه اطاعت قبول کړ؛ له هغه سره یې مخالفت پرېښود او ور سره همغږي شول، له ماوراء النهر څخه نیولې تر شام او تر لیرو سیمو پاچاهانو به د ده په خدمت کې حاضر بدل او له هغه سره به یو ځای شول.
ملک شاه او د امپراتورۍ په متحده ساتلو کې د هغه ناکامي
د الپ ارسلان له وفات وروسته د هغه زوی ملک شاه د هغه ځایناستی شو، د هغه تره قادر دین جعفري چې په کرمان کې د سلجوقيانو حاکم و، د ده په تخت له کېناستو څخه انکار وکړ او په خپله یې د تخت او تاج غوښتنه وکړه؛ د تره او وراره تر منځ خونړۍ جگړې وشوې، قادر ماتې وخوړه او د جگړې په ډگر کې پاتې راغی، ملک شاه کرمان ونیو او په ۴۶۵هـ /١٠٧٣م) کې سلطان ملک شاه بن ارسلان په دغو سیمو حاکم شو.
د سلطان ملک شاه سلجوقي په دوره کې سلجوقی امپراتورۍ ته پراختیا ور کړل شوه، د ختیځ په لور ددې امپراتورۍ پولې تر افغانستانه، د لوېدیځ په لور ترکوچنۍ آسیا (آناتولیا) او د جنوب په لور تر بلاد شام پورې پراختيا وموندله، د سلجوقي امپراتورۍ دا حدود د دمشق له څلورمې فتحې څخه تر را وروستيو دي، دمشق په (۴۶۸هـ / (۱۰۷۵م) کې د سلجوقي سپه سالار اتسز په لاسو فتحه شو او د عباسي خلافت په نامه خطبه پیل شوه.
د سلطان ملک شاه په شام کې نیول شوي سيمې تاج الدوله تتمش ته د دې لپاره وسپارلې، چې د فتحو دا لړی مخ په وړاندې ولاړه شي، دا پېښه د (۴۷۰ هـ / ۱۰۷۷م) کال ده، د تاج الدوله په لاسونو په شام کې د سلجوقي دولت بنياد کېښودل شو؛ په همدې ترتیب سلطان ملک شاه خپل نږدې خېښ سلیمان بن قتلمش بن اسرايل د اناتوليا والي وټاکه، په حقیقت کې سلطان ملک شاه د جهادي لړۍ مخ په وړاندې تگ غوښت، د اناتولیا سیمې په لومړیو کې د رومیانو تر څار لاندې وي.
په (۴۷۰ هـ / ۱۰۷۷م) کې سليمان د دې سيمو والي وټاكل شو او په همدې ترتيب د ده په لاسو په روم کې د سلجوقي امپراتورۍ بنسټ کېښودل شو، تر دې چې دا امپراتوري تر (۲۲۴) کلونو په ځای پاتې وه او د ابو الفوارس قتلمش بن اسرایل په نسل کې څوارلسو پاچاهانو حکومت وکړ، په دوی کې لومړی حاکم سلیمان بن قتلمش و چې د دې امپراتوری بنسټ ایښودونکی پیژندل کېده.
سلیمان په (۴۷۷هـ / ۱۰۸۴م) کال کې انطاکیه فتحه کړه او په ( ۴۸۰ هـ / ۱۰۸۷م) کال کې د ده زوی داود، قونیه فتحه کړه او هغه یې خپله پلازمینه و ټاكله، قونیه د اناتوليا ښایسته او شتمن ښار و، سلجوقيانو له دې بيزنطيني عيسوي ښار څخه اسلامي سلجوقي ښار جوړ کړ؛ په (۷۰۰ هـ / ۱۳۰۰م) کې، دا امپراتورۍ د منگولو په لاسو فتحه شوه او له هغې وروسته د عثماني دولت په قلمرو کې داخله شوه، د روم سلجوقيانو له اناتوليا څخه د يو تركي او سني دولت د جوړولو هیله درلوده، په دې سيمو کې د اسلام خپرول د دوی په لاسونو ممکن شو، ده د اجنبیتوب هغه دیوال ړنگ او له خاورو سره خاورې کړ کوم چې په اروپا کې د اسلام په خپرولو کې خنډ جوړ شوی و.
که څه هم د ملک شاه د حکومت په دور کې دې امپراتوری ته بشپړ قوت حاصل شوی و، خو په هغې سربېره سلجوقي سپه سالار اتسز د شام او مصر د سیمو په متحده کولو کې ناکام شو، په داسې حال کې چې هغه له دې مخکې په عملي ډول د مصر په داخل کې فاطمي امپراتوری ننگولي وه، اتسز چې کله په مصر برید وکړ نو لوى مصري لښکر چې مشري یې بدر الجمالي کوله، په لومړيو کې د عربو یو کوچني لښکر ته ماتې ورکړه، دا پېښه په (٤٦٩ هـ / ١٠٧٦م) کې پېښه شوې وه؛ اتسز د دې ماتې په پايله کې د سلجوقي امپراتورۍ له لومړیو څخه ډېره د جدایی او بد نظمی ښکار شوه، سياسي اختلافات منځته راغلل، خونړي تعرضونه وشول او په پای کې په (۵۷۱ هـ / ۱۰۷۸م) کال کې په یو برید کې اتسز ووژل شو.
همدارنگه ملک شاه عباسی خلافت په خپلې خانداني سلجوقی امپراتورۍ بدل نه کړ، که څه هم هغه خپله لور په (۱۰۸۷م) کال عباسي خليفه مقتدی بامر الله ته په نکاح کړه، له دې مېرمن څخه د عباسي خلیفه زوی پیدا شو، ملک شاه خپله دویمه لور عباسي خليفه المستظهر با الله ته په نکاح ورکړه خو له خپل لمسي څخه یې خلافت و نه نیوه.
د ملک شاه وفات
سلطان ملک شاه وفات شو او د هغه له وفات سره د ځواک د عظمت او لویۍ دوره پای ته ورسیده، هغه دور چې له درېيو سلجوقی پاچاهانو طغرل بیگ الپ ارسلان او ملک شاه څخه روان و، یعنې د (۴۴۷) څخه تر (۴۸۵هـ) پورې / ۱۰۵۵ – ۱۰۹۲م)
له دې وروسته د جگړې زوال او گډوډۍ دور پیل شو، د الپ ارسلان او ملک شاه په دور کې یو بل شخصیت چې نظام الملک طوسي نومېده د یادونې وړ دی، نوموړی د وزارت په چوکۍ ټاکل شوی و، د دې لویې مرتبې درلودونکي شخصیت د سیرت او کارونو په اره مطالعه ډیره اړینه ده ځکه د هغه د حکومت او ځیرکتیا په برکت سلجوقی امپراتوری ته قوت ور په برخه شو.