د عثماني پوځونو ناڅاپي بريد
عثمانیانو ښار ته د ننوتلو لپاره یوه کړنلاره غوره کړه، هغه دا چې د لرګيو له تختو يې يوه غټه او لوړه حرکت کوونکې کلا جوړه کړه، دې خوځنده کلا درې پوړه لرل، دا مصنوعي كلا د ښار له احاطو لوړه وه، له لمدې ټوټې جوړ لباس یې وراغوستی و، تر څو اور ور باندې تاثير ونه کړي، په هر پوړ کې يې کسان کښېنول، په وروستي پوړ کې يې غشي ویشتونکي کښېنول او هر هغه تن د دوی نښانه وه، چې له احاطې څخه به یې سر پورته کاوه.
عثمانیان چې کله له دې کلا سره مخ په وړاندې لاړل، نو د ښار د دفاع کوونکو په زړونو وېره خپره شوه، مسلمانانو دا خوځنده کلا د رومانوس تر دروازې (باب رومانوس) احاطې ته نږدې راوسته، قسطنطین پاچا له خپلو سپه سالارانو سره په خپل سر مخ په وړاندې راغی، تر څو ددې خوځنده کلا مخه ډب کړي او له احاطې څخه یې شاته وغورځوي، په کلا کې د موجودو کسانو او له احاطې د بهر ځواکونو تر مینځ جگړه پیل شوه، ښه پسې توده شوه، هغه مسلمانان چې تر دې دمه په احاطو کې بنديان وو، په احاطو راواوښتل او له بند څخه ازاد شول.
قسطنطين په دې يقيني شو چې ماتې به خوري، خو کلابند شویو په کلا ډېر بریدونه وکړل، چې اغېزې يې په کلا څرګنده شوې، خوځندي کلا اور واخیست، و سوځېده او نږدې په بيزنطيني برجونو وروغورځېده، په دې کلا کې چې کوم دفاع كوونكي سرتېري ووژل شول، کنده یې ورپسې د کاڼو او خاورو ډکه کړه، عثمانیان ناهيلي نه شول، خپلې هڅې یې جاري وساتلې، محمد فاتح چې دا پيښې په خپلو سترګو ليدلې ویې ویل: موږ به سبا داسي څلور نور خوځنده کلاوې جوړوو.
کلابندي اوږده او سخته شوه، تر دې چې بيزنطنیانو ماتې وخوړه، د مي د مياشتې په (۲۴) مه نېټه د ښار سردارانو په شاهي ماڼۍ کې ناسته وکړه چې قسطنطین هم په دې ناسته کې و، په دې ناستې کې ټولو ګډونوالو د آسمان په غاړو د ناهیلۍ خبرې وریځې ليدلې، له همدې امله ځینو کسانو پاچا ته دا رایه ورکړه چې د ښار له نیولو وړاندې دې دا ښار پرېږدي او ودې وزي، خو پاچا بیا دا رایه رد کړه او په ښار کې د اوسېدلو د ارادې اظهار یې وکړ، ويې ویل تر مرګه به له خپل رعیت سره وي، ناسته پای ته ورسیده، پاچا له ماڼۍ د باندې راووت د احاطو او کلاوو مشاهده یې کوله.
یو شمېر افواهات په ښار کې خپاره شول او د ښار د دفاع کوونکيو حوصلي هم ورو – ورو په ماتېدو وې، په دې افواهاتو کې تر ټولو مهمه په (١٦) مه د جمادي الاول چې د مۍ د مياشتې له (۲۵) مې نیټې سره سمون خوري راڅرگنده شوه چې دوی د بي بي مريم رضی الله تعالى عنها) بت راخیستی و، په ښار کې گرځېدل، دعا یې کوله او د مسلمانانو په وړاندې یې د مرستې غوښتنه کوله، په ناڅاپي ډول دا بت د دوی له لاسو وغور ځېد او ټوټې – ټوټې شو، د بت ماتېدل عیسویانو ته کومه کوچنۍ پېښه نه وه، په راتلونکي کې د کوم خطرناک امر په لوري اشاره وه، نو د ښار خلک له دې پېښې ډېر اغېزمن شول په ځانگړي ډول د ښار دفاعي ځواکونه اندیښمن شول.
بیا په بله ورځ یعنی د مۍ په (٢٦) مه نېټه یوه بله پېښه و شوه، تیز باران و شو. برېښنا وشوه او د آسماني اور یوه شغله راغله ښکاره د آيا صوفيا په بام پرېوته، بیشپ د کرجې لوی پادري دا کار د ښار لپاره بد پال وګاڼه، هغه د پاچا دربار ته ورغی او ورته يې وويل: چې الله تعالی د پاچا مرسته پرې ایښې او دا ښار به ډېر ژر د عثماني پوځ لاسونو ته پرېوځي، د بیشپ ددې خبرې په اوريدو پاچا ډېر اندیښمن شو او بیهوشه شو.
عثماني توپخونو پر له پسې د مرمیو یاران جوړ کړ، احاطې او کلاگانې يې ويشتلې، احاطې ځاى -ځای درز شوي، عثماني لښکر له كلا چاپېره له خندق څخه پورې وتل او دا امکانات هم و، چې ښار ته ننوځي خو دا چې له کومي لاري به ننوځي هیڅوک به د برید په کولو سره نه پوهېدل.
محمد فاتح بشير باوري و چې ښار به نیسي، خو د وینې تویېدو پلوی نه وو، هڅه یې دا وه چې ښار له جگړې پرته ونيسي او ښار ته ننوځي، د پاچا په نوم يې ليک ولیکه او هغه یې وهڅاوه چې ښار له وينو تویولو پرته عثمانیانو ته وسپاري، هغه او ملګرو ته یې ډاډ ورکړ چي ده او دده ملګرو ته هیڅ نه وایي او په هره خوا چې ځي له ستونزې پرته تللای شي، په دې ښار کې به هیڅ وینه تویه نه شي، هيچا ته به تکلیف نه ورکول کېږي، دا اختیار به خلکو ته ورکړل شي چې په ښار کې استوګنه کوي او که ترې وځي.
پاچا ته چې دا ليک ورسېده نو د شورا مجلس یې راوغوښت او معامله يې د خلکو په وړاندې کېښوده، ځینو خلکو ښار عثمانیانو ته د سپارلو مشوره ورکړه او ځینو تر مرګه پورې په دفاع ټینگار کاوه، پاچا د جګړې په رايه اتفاق وکړ او محمد فاتح ته یې په ځواب کې وليکل: «زه د خدای شکر کوم چې سلطان سوله غواړي، زه سلطان ته په خوشالۍ مالیه ورکوم او پاتې شوه قسطنطنیه، نو زه قسم خورم چې تر مرګه به ترې دفاع کوم یا خو به د پلازمېنې په ساتنه کې بریالی شم او يا به يې تر احاطو لاندې خښ شم.» سلطان محمد فاتح ته چې دا لیک ورسید نو ویې ویل: « ډېر ژر به د قسطنطنیه تخت زما ملکيت وي او يا به دا ښار زما مدفن وي.»