په (التاريخ السياسي للدولة العثمانية) اثر کې راغلي، چې عثمان خپل زوی ته په داسې ټکو وصیت كوي: ای زویه! د اسلام خپرول، دین ته خلک رابلل، د مسلمانانو د مال عزت او ابرو ساتل ستا په غاړه دي او د الله تعالى په وړاندې به يې ځواب وايې.
په (مأساة عثمان) اثر کې هم همدا وصیت په لږ تغیر سره راغلی، عثمان خپل زوی اورخان ته په وصيت کي وایي: ای زویه! زه د خپل رب درگاه ته ځم، زه په تا ویاړم چې له رعيت سره به عدل کوې او د خدای جل جلاله په لار کې به د اسلام د خپراوي لپاره جهاد کوې، ای زویه!
د امت د علماوو ډېر خیال ساته او د دوی په درناوي کې کمی مه کوه، د دوی په مشورو عمل کوه، علماء په خیرخواهی امر کوي، زویه! هغه کار مه کوه چې خدای جل جلاله په خفه کېږي، که له کومې ستونزې سره مخ شوې نو له علماوو پوښتنه کوه، موږ ځان او مال نه غواړو.
دا یو وصیت و چې وروسته پرې عمل وشو، هغوۍ په علم او ښوونيزو ادارو، لښكري او عسكري ادارو کې د علماوو د درناوي او د الله تعالی په لار کې د جهاد خیال ساته، اسلامي تمدن او کلتور یې تر لرې لرې سيمو ورساوه.
دا هغه ژوندی وصیت و، چې عثمانیانو پرې د خپل دور تر عروجه عمل کړی و، دوی پرې لویي غلبې او عزت ته رسېدلي و، کله چې لومړۍ عثمان وفات شو نو د عثماني امپراتورۍ د ځمکې پراختیا (١٦٠٠٠٠) مربع كيلو متره وه، هغه د خپلې امپراتورۍ لپاره د مرمره تر سمندره په لارو جوړولو برلاسی شوی و، د دې دور دوه مهم ښارونه ازنیق او بورصه چې په بیزنطیني امپراتورۍ کې يې ډېر اهمیت درلود، فتحه شول.
سلطان اور خان بن عثمان:
د عثمان له وفات وروسته د هغه زوی اورخان د هغه ځایناستی شو، په حکومت او فتوحاتو کې یې د خپل پلار تگلاره خپله کړه؛ په (۷۲۷هـ / (۱۳۲۷م) کې یې نيقوميديا فتحه کړه، دا استنبول ته نزدې د کوچنۍ اسیا په لوېديځ کې پروت یو ښار دی، چې اوسنی نوم یې ازمیت دی، اورخان دلته لومړنۍ پوهنتون جوړ کړ او داود قيصري یې د هغه مدیر وټاکه، چې په اسلامي عالمانو کې يې ډېر شهرت درلود؛ ده ټول علوم په مصر کې لوستي وه، د وخت له غوښتنو سره سم اورخان ځانگری او خاص لښکر جوړ کړ.
سلطان اورخان د رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه زېري پوره کول غوښتل چې د قسطنطنیې په اړه یې کړی و، هغه د يوه مهم حکمت د عملي کولو لاره چاره جوړه کړه چې په مټ يې د بيزنطينيې په پلازميني له ناڅاپي بريد سره د ختيځ او لوېديځ کلابند کول و؛ د دې پلان د عملي کولو لپاره اورخان خپل زوی او ولیعهد سليمان ولېږل چې د تنگ نايي يا د رود نیل له کابو کولو وروسته د ځينو لوېديځو څنډو په شاملو ځايونو قبضه وکړي.
به (۷۵۸هـ) کال (سليمان) د شپې په تیاره کې له څلوېښتو اس سپرو سره د (درد نيل) تنگی کابو کړه، لوېدیځو څنډو ته ورسېد او رومي زنځيري کښتۍ یې هم ونیولې، چې د دې امپراتورۍ لومړنۍ مرحلې وې؛ ختيځو پولو ته په رسېدو سره سلیمان خپل پوځ ته امر وکړ چې په کښتیو کې اروپايي پولو ته ځانونه ورسوي، مسلمانان چې څنگه اروپایی پولو ته ورسېدل نو د (ترنب) کلا بندر (گالیپولي) چېرته چې (جنا کلا، (ابسلا) او (رودستو) کلاووې پراتې وې؛ ونيوه.
دا ټولې کلاگانې په (دردنيل) تنگي کې پرتې وې او له جنوب څخه تر شماله غځېدلې وې، په همدې ډول سلطان په داسې لوی کار لاس پوری کړ چې ورسره هر هغه چا ته گټه ورسېده چې د «قسطنطنیې) په فتحې کې يې کوښښ کړی و.
د نوي لښکر یعني چري جوړول:
د سلطان اورخان د ژوند تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د اسلامي لښکر جوړول او د ځانگړي پوځي نظام لپاره د پلان جوړول و، دا لښکر په ډېرو ډلو ویشل شوی و، په هره ډله کې به لس سل او یا زر سرتېري وه، د مال او غنیمت پنځمه برخه به په لښکر مصرفیده، دا یوه منظمه او ځانگړې اردو وه؛ له دې مخکې به خلک په خپله خوښه را ټولېدل او کومه منظمه اردو نه وه، اورخان د دې اردو لپاره د ځانگري تمرین ځایونه جوړ کړل چې په دغو ځایونو کې به اردو ته ځانگړۍ تمرین ورکول کېده.
هغه يو بل لښکر هم زيات کړ، چې د( ینی چري) په ترکي ژبه کې ورته یکیچري وایي، ژباړن په نوم پېژندل کېده؛ په دې لښکر کې یې هغه نوي مسلمانان ځای پرځای کړي وه چې د امپراتورۍ د حدودو د پراخوالي له برکته امپراتورۍ ته ننوتي وه، د نامسلمانو او د اسلام له دښمنانو سره په جگړه کې د مسلمانانو په فتحه شوو سیمو کې د اوسېدونکیو خلکو لویه ډله مسلمانه شوه او د اسلامي خاوري لويه برخه پرې ودانه شوه، اورخان دوی ته اردو سره د یو ځای کېدو بلنه ورکړه او د اسلام په خپرولو کې يې له دوی مرسته واخیسته.
د اسلام له خپرولو وروسته نویو مسلمانانو ته تعليم ورکول کېده، کله چې به د دوی فکري جگړه ایز تعلیم او روزنه بشپره شوه نو دوی به یې بیلا بیلو جهادي مرکزونو ته استول، علماوو او فقهاوو به له اورخان سره یوځای دا هڅه کوله چې د دوی په زړونو کې د جهاد جذبه، د دين ساتنه، د فتوحاتو شوق او د الله تعالى په لار کې له جهاد سره مینه پیدا کړي، ځکه نو کله به چې دوی د جگړې ډګر ته ور ښکته شول، نو شعار به یې دا و: «يا غازي يا شهيد.»