همدا لامل و چې عثماني مشرانو د امپراتورۍ په لر او بر کې د دیني او عصري علومو لپاره پوهنتونونه جوړ کړي وو، تر څو ترې د لښکرو سپهسالاران او نور داسې غړي وروزل شي چې زړه او مغز یې په اسلامي رنګ رنګ وي. د مشرتوب د چمتووالي لپاره یې یو ځانګړی تربیوي نصاب جوړ کړی و، او په ځانګړي ډول یې د عسکرو پر اخلاقي تربيې ډېر ټینګار کاوه، تر څو امانتدار او لایق پوځي ترې جوړ شي، داسې کسان چې له عقل سره سره تقوا او عاجزي خپل اصل وبولي.
همدا ډول کسان به یې د لښکرو سپهسالاران ټاکل، او د عدالت منصبونه به یې هم داسې خلکو ته سپارل. هغه کسان چې د دیني اوامرو رعایت به يې نه کاوه، مشرانو به له ځانونو ليرې ساتل او خپله به یې هم له ګناهونو ځان ژغوره.. همدا د عثماني دولت د لومړنیو مشرانو ځانګړنه وه.
دوی به له بدعتونو ځان ساته، او له هغو خلکو به لېرې اوسېدل چې نور یې هم په ګناه اخته کول. لومړني عثماني مشران د اهل سنت والجماعت پر عقیده ټینګ ولاړ وو، او ښه پوهېدل چې بدعت کول او د بدعت لور ته تګ څومره زیانونه لري. د هغوی لپاره قرآن، سنت، د امت اجماع او د علماوو اجتهاد بنسټیز مراجع وو.
د جهاد له لارې د امپراتورۍ د پولو پراخول
لومړني عثماني مشران د جهاد له لارې د امپراتورۍ د پولو د پراخولو هڅې کولې. امن به یې ټینګاوه، او د هغو خطرونو مخه به یې نیوله چې د دولت لپاره به ګواښ کېدل. د دوی جګړهییز ځواک او دفاعي سیستم دومره پیاوړی شوی و چې د پولو په اوږدو کې د دښمن د برید هېڅ جدي خطر نه و.
سلطان محمد فاتح رحمهالله او د هغه وروسته مشران به د جهاد في سبيلالله لپاره بشپړ چمتووالی نیوه. ټول به د دښمن پر وړاندې جګړې ته اماده وو. دوی د نامسلمانو پر وړاندې د جهاد فریضه په داسې بڼه ترسره کوله چې نامسلمانانو ته به یوازې دوه لارې پاتې وې، یا به یې اسلام قبوله کاوه، او یا به یې د اسلامي حکومت تر سیوري لاندې جزیه ورکوله.
عثماني ټولنه په بشپړ ډول په اسلامي، جهادي او دعوتي رنګونو رنګ وه. د جګړې اړوند غړي به له ماشومتوبه د سخت جهادي ژوند لپاره روزل کېدل، او پر دې چمتووالي به ډېر ټینګار کېده، تر څو له هر اړخه بشپړ وي. همدې چمتووالي عثماني لښکرو ته دا توان ورکړی و چې په اروپا کې سترې بریاوې تر لاسه کړي.
د سلطان سلیمان قانوني تر واکمنۍ پورې عثماني دولت هغه ټولې سترې هیلې پوره کړې چې له نهو پېړیو راهیسې د مسلمانانو په زړونو کې وې. محمدي بیرغ یې د اروپا پر لویو لویو حکومتونو ورپاوه. ډېرو هېوادونو او امارتونو د اسلامي حکومت پر وړاندې سر ټیټ کړ. د اسلام سیوری په پراخېدو شو، او نږدې وه چې د مسلمانانو لښکرې د اروپا ختیځ او لوېدیځ ته ځان ورسوي او پر یوې لویې سیمې بشپړه ولکه ټینګه کړي.











































