د سلجوقي حکومت تاسیس:
عرب په اسلامي ختيځ کې د را څرگندو شویو پېښو په مرحله کې، د سلجوقيانو د ظهور د هغو سیمو په سياسي بدلونونو ژور اغېز وکړ کومې سیمې چې له يو لوري عباسي خلفاوو په خپل قلمرو کې راوستلې وي او له بل پلوه د شیعه گانو فاطمي خلافت د خپل ځان اړخ ته راکشولې.
په دې حالاتو کې سلجوقيانو د یوې ډېرې لویې ترکي امپراتورۍ بنسټ کېښود، دا امپراتوري په پینځمې هجري پیړۍ چې د یوولسمې ميلادي پېړۍ سره سمون خوري منځته راغله، دا امپراتوري له خراسان، ماوراء النهر، عراق، ایران د شام او د اسيا له دوو ښارونو څخه جوړه وه، په لومړيو کې د دې امپراتورۍ د اوسېدلو ځای د ایران ښار و چې بیا وروسته په عراق کې د بغداد ښار ته یووړل شوه.
په دې دوره کې خراسان، ماوراء النهر (کرمان)، د شام سلاجقه (شام) او په کوچنۍ آسیا (سلاجقه روم) کې یو شمېر واړه واړه سلجوقي دولتونه منځته راغلل، چې دا ټول دولتونه په ایران او عراق کې د سلجوقي امپراتورۍ تابع و.
سلجوقیان په بغداد کې د عباسي خلافت او د هغوى له مذهب اهل السنة والجماعة سره ښه مرسته وکړه، دا امپراتوري له یوه اړخه به ایران او عراق کې د بویې (ال بويه ) او له بل لوري په شام او مصر کي د عبیدي (فاطمي) نفوذ تر منځ ژور زوال ته نزدې شوې وه، سلجوقيانو بويي اقتدار ته د پای ټکی کیښود او د عبيدي خلافت په وړاندې کلک ودرېدل.
سلجوقي سردار طغرل بیگ په (٤٤٧هـ) کال کې د بغداد دننه بويي پاچاهي د تل لپاره له مینځه يوړه، ټول شورشونه یې کابو کړل، د مسجدونو پر دروازو یې د صحابه کرامو رضی الله عنهم په شان کې ليکل شوي ناوړه او گستخانه لیکنې ټولي ړنگې کړې او د رافضيانو شیخ (ابو عبدالله الجلاب) یې په رافضیت کې د حده زياتي مبالغې کولو له امله وواژه.
بويي شيعه نفوذ په بغداد او عباسي خلافت کې خپور شوی و، کله چې سلجوقيانو بويي امپراتوري له منځه یووړه او سلطان طغرل بیگ د عباسي دولت پلازمینې ته ور ننوت، نو خلیفه قایم بامر الله د هغه تود هرکلی وکړ، قيمتي جامې یې ورته ډالۍ کړې، له ځان سره یې کېناوه او په معززو لقبونو يې ونازاوه، چې په دې لقبونو كې يو لقب سلطان رکن الدین طغرل بیگ دی.
له دې ورسته عباسي خلیفه حکم صادر کړ چې د سلطان طغرل بیگ نوم دې په سيكو وليکل شي، د بغداد په مسجدونو کې دې د ده په نوم خطبه ولوستل شي او د ده په حق کې دې د جمعې په لمونځونو او داسې نورو ځایونو کې دعاوې وشي، د خليفه د مهربانۍ له امله سلجوقيانو ته په ټوله اسلامي نړۍ کې عزت په برخه شو او هغوی په بغداد کې د بویانو په ځای د سرو او سپینو څښتنان شول، عباسي خلیفه به د ده هره مشوره د قدر له امله منله او د هغوی به یې ډېر قدر کاوه.
طغرل بیگ ډېر قوي شخصیت درلود، ډېر ذهین، شجاع، دینداره او عدل خپروونکی و، د نیکو خويونو له امله یې پلویان ورځ په ورځ ډېرېدل، ده قوي لښکر درلود، طغرل بیگ هڅه کوله تر څو ټول سلجوقي تركان متحد شي او د دین په خپرولو کې بشپره برخه واخلي.
خلیفه قایم بامر الله له سلجوقي امپراتورۍ سره د اړیکو د قوي کولو له امله د طغرل بیگ د مشر ورور جعفر بیگ له لور سره واده وکړ، دا واده په (۴۴۸هـ / (۱۰۵۹م کې وشو او په (١٠٦٢م) کال د طغرل بیگ واده د قایم بامر الله له لور سره وشو، خو له دې وروسته طغرل بیگ ډېر وخت ژوند و نه کړ.
د (۴۵۴هـ) کال د روژې د مياشتې په اتمه چې د (١٠٦٢م) کال سره سمون خوري، یعنې له واده يوه میاشت وروسته وفات شو، په دې وخت کې د طغرل بیگ عمر اویا (۷۰) کاله و؛ طغرل بیگ د خپل مرګ د مخه په خراسان او د عراق په شمال لویدېځو سیمو کي په خپلو لاسونو سلجوقي اقتدار او بریا چاره بشپړه کړې وه.