له فتحې وروسته سلطان د ښار جوړولو په لړۍ کې ډېر کارونه وکړل، د ښار احاطې او کلاوې یې لا پسې کلکې کړې، له هغه یې خپله پلازمېنه جوړه کړه او نوی نوم اسلامبول (د اسلام ښار) یې ورکړ، دا نوم وروسته په استنبول بدل شو او تر یو وخته د ترکیې پلازمېنه پاتې شوه.
لوېديځې نصراني نړۍ د دې بری له خبر څخه سخت اغېزمنه شوه، په نصرانیت کې د وېرې او د ناکامۍ احساس خپور شو، د استنبول له فتحې وروسته هغوی له راتلونکو عثماني لښکرو وېره درلوده، عیسوي شاعرانو او اديبانو هڅه وکړه چې د نصرانیانو په زړونو کې د مسلمانانو پر وړاندې کینه او بغض پیدا کړي، د نصرانیانو مشران او پاچاهان څو ځلې پر له پسې غونډو کې سره جرګه شول او خپلو خلکو ته یې وویل چې د خپلو داخلي اختلافاتو او جګړو هېرولو ته اړ دي.
پاپ نیکولس پنځم د قسطنطنیې له فتحې ډېر اغېزمن شو، هغه خپل ټول وخت او هڅې د اروپايي هېوادونو د یووالي لپاره ولګولې، تر څو د مسلمانانو پر وړاندې جګړه وکړي، د هغه په مشرۍ په روم کې یو کانفرانس جوړ شو چې ګډونوالو هېوادونو په کې اعلان وکړ، چې دوی به په دې جګړه کې بشپړ ګډون کوي او خپل ټول امکانات به کاروي، نږدې وه چې دا پرېکړه پلې شي، خو ناڅاپه پاپ مړ شو، هغه د قسطنطنیې د سقوط درد ونه زغمه او دا پېښه د غمونو د غرونو په څېر پرې درنه تمامه شوه، په پای کې د ۱۴۵۵م کال د مارچ په ۲۵ مه نېټه مړ شو.
امیر فیلیپ (ډیوک آف برګندي) هم له دې پېښې ډېر سخت متاثره شو، هغه د غیرت او غصې له امله سوځېده او هڅه یې وکړه چې نصراني پاچاهان د مسلمانانو پر ضد جګړې ته چمتو کړي، یو شمېر نور جګړه مار، آس سپاره او د نصرانیت مینهوال هم ورسره یو ځای شول، دا جګړه د نصرانیانو په منځ کې د پاکې عقیدې جګړه وبلل شوه او ټوله اروپا د خپلو هېوادونو د ساتنې په نوم جګړې ته چمتو شوه.
د نصرانیانو د دې جګړو رهبري پاپ په لاس کې درلوده، سلطان محمد فاتح د هغوی له خوځښتونو باخبره وو، هغه د دوی په اړه هر اړخیز معلومات ټولول او د خپل دولت د ټینګښت او د دښمنانو د ماتولو لپاره په ډېر دقت پلان جوړاوه، هغه نصراني سیمې چې د عثماني امپراتورۍ ګاونډیانې وې لکه اماسیا، موره او طرابزون، د خپلې اصلي دښمنۍ پټولو لپاره د خوښۍ تمثیل یې وکړ او استازي یې استنبول ته ولېږل، تر څو د فتحې مبارکي ورکړي.
دوهم پاپ، پیوس دویم، له خپلو ژبني او سیاسي مهارتونو څخه کار واخیست او د نصراني مشرانو په زړونو کې یې د صلیبي کینې تخم بیا وکاره، یو شمېر هېوادونه د عثمانيانو د له منځه وړلو پلان ته چمتو شول، خو کله چې د لښکرکښې وخت راورسېد، ځینو هېوادونو د کورنیو ستونزو له امله بخښنه وغوښته.
انګلستان او فرانسه د سل کلنې جګړې له امله ستړي وو، نو جګړې ته چمتو نه شول، برتانیه په کورنیو شخړو کې ښکېله وه، هسپانیه د اندلس د مسلمانانو د له منځه وړلو په هڅو بوخته وه، د ایټالیا ځینې جمهوریتونه د خپلو واکمنیو د ګټې لپاره له عثمانیانو سره اړیکې ټینګې کړې، د دې صلیبي برید پروګرام د پاپ په مړینې سره پای ته ورسېد، یوازې هنګري د عثماني دولت پر وړاندې جګړه وکړه، خو ډېر ژر یې د دوستۍ تړون وکړ او د خپلو ګټو لپاره یې له عثمانیانو سره د ښې ګاونډیتوب اړیکو اعلان وکړ.
په لږ وخت کې د هنګري دولت د عثمانیانو له لوري مات شو. عثماني پوځ د سربیا، یونان، افلاق، قرم او د ارخبېل لوی ټاپوګان د خپلې امپراتورۍ برخه کړل، سلطان په ناڅاپي بریدونو سره هغوی سخت وځپل او درنه سزا یې ورکړه.