سلطان چې کله په دې باوري شو چې بیزنطینیان ښار نه ور سپاري، نو د درنو بريدونو امر یې ورکړ او په ځانګړي ډول يې توپچي ځواکونو ته وویل چې خپل عمليات دې تېز کړي، مسلمانانو بريدونو ته زور ورکړ او توپچیانو زورور گوزارونه وکړل، لوی شاهي توپ د ډېر استعمال له امله و چاود، خو چا چې له دې توپ څخه گټه اخيسته توپ ویشتونکی داسي پیژندل شوی او ماهر اهنګر و چې سمدلاسه یې بېرته جوړ کړ.
سلطان د اور غور ځوونکو توپونو د سړولو لپاره د تېلو د استعمالولو امر ورکړ، چې گټور ثابت شو او يو ځل بیا په ښار د مرمیو باران پیل شو، مسلمانو توپچیانو په داسې مهارت سره مرمۍ و اورولې چې مرمۍ به له احاطو او کلاوو تېرېدلې او د ښار په مینځ به لگېدې.
د سلطان محمد فاتح د شورا مجلس جوړول:
سلطان محمد فاتح یوه شورا جوړه کړه، چې پکې سلاکارانو سپه سالارانو پوځیانو، عالمانو او صوفیانو برخه اخيستې وه، سلطان له حاضر مجلس څخه غوښتنه وکړه چې ټول دې له شک پرته د خپلې رايي اظهار وکړي او مشورې دې راکړي چې په دې حالاتو کې موږ ته څه کول په کار دي، ځينو خلکو د کلابندی د ختمولو مشوره ورکړه، په دې خلکو کې د سلطان د وزیر خلیل پاشا نوم په سر کې وو، پاشا وویل: موږ باید کلابندي ختمه کړو او که مسلمانان په ښار برید وکړي او ښار ونيول شي، نو د وينې له تویولو دې ډډه وکړي او عيسوي اروپا باید خفه نه شي، له دې پرته یې نورې خبرې هم وکړې.
ويل کېږي چې خلیل پاشا په پټه د بیزنطینیانو سره مل شوی وو او د هغوی ژغورل یې غوښتل په ناستو خلکو کې ځينو تر بري د بريد د جاري ساتلو رايه وړاندې کړه او و يې ويل چې موږ باید د اروپا او اروپايي پوځونو د کم ښودلو لپاره هر ډول ممکنه هڅه وکړو، هغوی ددې خبرې لوري ته هم اشاره وکړه، چې د فتحي د لاسته راوړلو لپاره په زړونو کې جوش او ولوله پیدا کول پکار دي او د داسې خبرو کول نه دي پکار چې په هغو سره دې دا جهادي جذبه ماته شي.
دا رايه د يو مېړني سپه سالار وه، چې تر شا یې د نورو خلکو ملاتړ درلود د دې مېړني سپه سالار نوم زوغنوش (پاشا) وو، چې د البانيې له نسله وو، په لومړيو کې نصراني و، خو وروسته یې اسلام قبول کړی وو، هغوی د سلطان په وړاندې د اروپایي پوځونو د کمزورتيا اړخونه و ښودل او دا رایه یې هم ورکړه چې سلطان باید کلابندي په هیڅ وجه ختمه نه کړي.
د تاریخ کتابونو د زوغنوش پاشا موقف په داسې ډول ذکر کړی دی: «سلطان محمد فاتح چې کله له زوغنوش پاشا څخه د هغه نظر و پوښت نو هغه داسې کېناست لکه اوس چې د پورته کېدو لپاره چمتو وي او په ترکي ژبه کې يې په چيغو وویل: (حاشا وکلا! اې سلطانه هیڅ چیرې هم نه خلیل پاشا چې په کومه رایه نظر ورکړ، زه به هغه قبوله نه کړم، موږ دلته يوازې ددې لپاره راغلي يو، چې د الله تعالى په لاره کې خپل سرونه و بایلو، د دې لپاره نه يوو راغلي چې بېرته وګرځو.
دده دې غږ ټول ناست خلک اغیزمن کړل او تر څو شیبو ټول مجلس چوپ وو، زوغنوش پاشا دا چوپتیا ماته کړه او د خپلو خبرو لړۍ ته يې دوام ورک: خلیل پاشا په خپلو خبرو ستا د غيرت هغه اور وژني چې ستا په بدن کې دی، هغه د شجاعت او مېړانې د مرۍ غوڅول غواړي، د ده له لاسه به د ناکامۍ او ناهیلۍ پرته نور هیڅ هم ورنه شي.
د لوی سکندر لښکر چې کله له یونان څخه را پورته شو، هندوستان ته ورسېد، د آسيا په لویه او پراخه سیمه یې قبضه وکړه، هغه لښکر زموږ له دې لښکر څخه لوی نه و، د سکندر لښکر چې په داسې پراخو سیمو قبضه کولای شي نو زموږ لښکر د تېرو په دې ډبرو ولې نه شي بريالي کېدای.
خلیل پاشا وايي چې لویديځ حکومتونه به په موږ غالب شي او له موږ څخه به د قسطنطنيي بدل واخلي، دا لوېديځ هېوادونه څه دي؟ هغه لاتيني هېوادونه چې یو له بل سره خلاف دي، يو د بل په بې ارزښته ښودلو بوخت دي، که نه د مدیترانې سیند هېوادونه چې پرته له غلا او شوكو نور هیڅ هم نه شي کولای.
که دا خلک چیرې له بیزنطینیانو سره مرستې کولای، پخوا به د جګړې ډګر ته راغلی وای او لښکرو به یې له موږ سره جګړه کړی وای، د دوی کښتیو به د سمندر د څپو په څيرلو زموږ له کښتیو سره ټکر کړی وای، فرض کړه که چیرته د قسطنطنیې له پرځیدو وروسته ټوله اروپا په موږ برید وکړي، نو ولې موږ به ورته بې لاس او پښو ولاړ یو؟ ولې زموږ لاسونه به تړل شوي وي، آيا له موږ سره داسې لښکر نشته چې زموږ د عزت او کرامت ساتنه وکړي؟