له دې وروسته په کوچنۍ اسیا کې یو شمېر حکومتونو سر پورته کړ چې د هغو له ډلې سلجوقي حکومت د یادونې وړ دی چي دا امپراتورۍ تر کوچنی آسیا خپره شوه او ددې واکمن په ( ۴۵۵ – ۴۶۵ هـ /١٠٦٣ – ١٠٧٢م کال سلطان الپ ارسلان و چې ډېر میړنی سالار و.
په ٣٦٤هـ / ١٠٧١م) کال د (ملا ذكرت) په جګړه کې د روم پاچا (دیمونوس) ته د ماتې په ورکولو سره یې قسطنطنیه ولرځوله، په دې جګړه کې د روم باچا ځان په خپله بندي کړ او څه موده وروسته په دې شرط پرېښودل شو چې سلجوقي سلطان ته به کلنۍ مالیه ورکوي او دا خبره د دې حقيقت انځورګري کوي، چې د روم ډېرو سيمو د اسلامي سلجوقي حکومت په وړاندې سرونه ټیټ کړي دي.
د لویي سلجوقی امپراتورۍ له کمزورۍ وروسته یو شمېر سلجوقي حکومتونه مخې ته راغلل چې په هم هغه محال کي سلجوقيه روم ډیر مشهور و، د دوی حکومت د کوچنی آسیا په سیمو کي و، دوی خپل حدود په لوېديځ کې د (ريجه) د بحر تر غاړو پراخه کړی و چې په وړاندې یې د رومانیې حکومت هم بې وسه وو.
په اتمې هجري پیړۍ کې چې له څلوارلسمې ميلادي پېړۍ سره سمون خوري د روم سلجوقيانو ځای عثمانيانو ونيوی، او يو ځل بيا يې د قسطنطنې د نيولو هڅې پيل کړې، د دې پيل هغه وخت وشو كله چې بایزید چې د الصاعقه په نوم هم پیژندل کېده، ده د قسطنطنیې د نيولو هڅې وکړې او په (٧٩٦هـ) ١٣٩٣م) کال یی قسطنطنیه کلکه کلابنده کړه.
سلطان بنار یې دومره سخت کلابند کړی و، چې له بيزنطيني امپراتورۍ څخه یې د مذاکراتو په دوران کې غوښته وکړه چې ښار باید مسلمانانو ته وسپاري خو هغوی به له ډول ډول بهانو څخه کار اخیستی او د مذاکراتو په غځولو به یې د اسلامي پوځونو د ویستلو لپاره له اروپا څخه د مرستې هيله کوله.
نږدې وه چې قسطنطنیه د بايزيد په لاس ونیول شي خو په دې وخت کې خبر ور ورسېد چې مغولو د ګوډ تیمور په مشرۍ په عثماني سيمو يرغل کړی دی او په دې سیمو کې د فساد او فتنې بازار گرم دی، سلطان کلابندی ماتولو ته اړ شو او خپل پوځونه يې له مغولو سره د جگړې لپاره روان کړل، په دې وخت کې چې بايزيد په خپله د پوځ مشري کوله د انقرې په مقام کې د دواړو اسلامي پوځونو تر مینځ خونړۍ جگړه وشوه.
په پایله کې د بایزید پوځونه مات شول او د ګوډ تیمور له خوا بندي شو چې په بندي حالت کې په (۱۴۰۲م) کال وفات شو، په پایله کې عثماني دولت د بې اتفاقۍ او گډوډۍ ښکار شو او د قسطنطنې د نیولو فکر تر یو وخته وځنډیدی، بيا چې کله عثماني دولت پښې کلکې شوې نو په جهاد یې پیل وکړ او د دویم سلطان مراد د واکمنی په دور کې (۸۲۴ – ٨٦٣هـ / ۱۳۲۱ – (۱۳۵۱م) بیا د قسطنطنیې د نيولو لپاره هڅې پيل شوې.
په دې دور کې عثمانيانو څو ځله قسطنطنیه کلابنده کړه په دې هڅو کې بيزنطيني پاچا د عثمانيانو په کتارونو کې د فتنې او فساد د پيدا کولو او له بهرني پوځونو د سلطان په وړاندې د مرستو د غوښتلو په کولو کې بوخت وو او په همدې ډول نصراني پاچا سلطان له خپلې موخې په غافلولو بریالی شو، عثمانيانو خپلې ارادې پوره نه کړې تر دې چې د بايزيد د زوی محمد فاتح د واکمنۍ په دوره کې د دوی دا هیله پوره شوه.