د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! اتمه برخه

حارث عبیده

د سلجوقی دولت پای:

د ملک شاه له وفات وروسته د ده درې زامن پاتې شول، برکیاق، محمد سنجر او محمود؛ محمود وروسته د ناصر الدین محمود په نامه و پیژندل شو، لا کوچنی و چې دده په لاس بیعت وشو، ځکه چې دده مور ترکان خاتون ته د ملک شاه د حکومت په دور کې لوی عزت او مقام په برخه شوی و، محمود کابو دوه کاله له ۴۸۵ څخه تر ۴۸۷هـ پوری (۱۰۹۲ – ۱۰۹۴م) پاچا و، د ده او مور له وفات وروسته رکن الدین ابوالمظفر برکیاق بن ملک شاه واک ته راغی او تر (۴۹۸هـ  (۱۱۰۵م) کال پورې پاچا و.

بیا د رکن الدین دویم ملک شاه په لاس بیعت وشو او په همدې کال واک د غیاث الدین ابو شجاع محمد لاس ته ورغی او ده تر (۵۱۱هـ (۱۱۲۸م) کال پورې پاچایي وکړه.

د لويې سلجوقی امپراتورۍ وروستی واکمن غياث الدين ابو شجاع محمد و، چې پلازمېنه يې د ماوراء النهر سيمه وه، د خراسان، ایران او عراق په سیمو هم دده واکمني وه، بلاخره په (۵۲۲هـ /۱۱۲۸م) کال کې سلجوقی امپراتورۍ د خوارزمي پاچاهانو په لاس له مینځه لاړه.

په ماوراء النهر كې د سلجوقيانو د دې لویې امپراتورۍ له ختمېدو سره سلجوقیان د بې اتفاقۍ ښکار شول، د دوی یووالی ټوټې ټوټې شو، د دوی قوت دومره کمزوری شو چې په څو ډلو وویشل شول او په خپلو منځو کې په متضادو لښكرو باندې بدل شول، د تاج و تخت د ترلاسه کولو لپاره به تل یو له بل سره لاس و گریوان و، دا لوی دولت په څو کوچنیو کوچنیو امارتونو ووېشل شو.

دا ټول امارتونه او حکومتونه د يو پاچا د واک او اقتدار منلو ته چمتو نه شول، د سلطان طغرل بیگ، سلطان الپ ارسلان او ملک شاه د واکمنۍ په څېر متحد نه و، بلکې هره سیمه خپلسرې وه، د هرې سيمې خپل پاچا و، دغو کوچنیو امارتونو په خپلو کې هم اتفاق نه لرلو.

ددې بې اتفاقۍ په نتيجه کې په ماوراء النهر كې يو بل قوت مینځته راغی، چې خوارزمي امپراتوري نومېده؛ دې امپراتورۍ تر یوې پېړۍ د منگولي بریدونو په وړاندې مقاومت وکړ، له خوارزمي امپراتورۍ سره سلجوقي امارت د عراق او شام په شمال کې تینګ شو، چې د (اتابک) په نامه پېژندل کېږي، په دې وخت کې سلاجقه روم امپراتورۍ منځتته راغله، دا هغه امپراتوري وه چې صليبي يرغلونه يې درولي وه او د اناتوليا شمال لوېديځ لوری یې د دښمنانو له منگولو ساتلی و، خو دې امپراتورۍ له منگولي بریدونو سره مقابله و نه کړه او په پای کې د لوټمار کوونکو له لورې تباه شول.

د سلجوقي امپراتورۍ په را پرځیدو کې ډېر لاملونه و، چې د عباسي خلافت را پرځیدو ته یې هم لاره هواره کړه، له دغو لاملونو څخه ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱:- د سلجوقي کورنۍ دننه د ورونو، ترونو زامنو او لمسیانو تر منځ د تاج و تخت په سر جګړې.

۲:- د ځینو امیرانو، وزیرانو او استادانو له خوا د سلجوقي واکمنانو تر منځ د فساد اور لگېدنه.

۳:- په حکومتي کارونو کې د ښځو مداخله.

۴:- د عباسي خلفاؤ د سلجوقی پوځي قوتونو په وړاندې کمزورتیا او د سلجوقی امپراتورۍ هر قوي پاچا ته حکومت پرېښودل، په خطبه کې د هغه د نوم د شریکولو اجازه ورکول او په دې لړۍ کې له احتیاط څخه کار نه اخیستل.

۵:- سلجوقي امپراتوري د شام، مصر او عراق د عباسي خلافت د بیرغ لاندې په متحد کولو کې ناكامي.

۶:- د سلجوقيانو په بیلا بیلو ډلو وېشل کېدل او تر مینځ یې جگړې، د دوی د قوت د له مینځه تللو سبب شو، تر دې چې په عراق کې هم د دوی امپراتوري له مینځه لاړه.

د سلجوقي امپراتورۍ په وړاندې د باطنیانو ناوړه توطيې، له بحر څخه د راپورې وتونكو صليبي جگړه مارانو او له اروپا راتلونکو وحشي جگړه مارانو له لښکرو سره جگړه ددې امپراتورۍ د ماتېدو لاملونه و.

له دې خبرې هم مخ نه شي اړولای چې سلجوقيانو د خپل حکومت په دور کې ډېرې لويې کارنامې ترسره کړي دي چې له ډلې يې ځينې په لاندې ډول دي:

۱:- د سلجوقي دولت له بركته د عباسي دولت زوال کابو دوه پیړۍ وروسته شو، که چېرې سلجوقیان نه وای نو د شیعه گانو او روافضو له لاسه به عباسي دولت ډېر مخکې له مینځه تللی وای.

۲:- په مصر کې عبيدي (فاطمي) امپراتورۍ د سلجوقيانو د قوت له امله، د ختيځ عرب مسلمانان د خارجي عبيدي رافضي امپراتورۍ د بیرغ لاندې راټول نه کړل او په همدې ډول د دوی شومې موخې بشپړې نه شوې.

۳:- د سلجوقی دولت هڅې او کوښښونه د ختيځي اسلامي نړۍ د اتحاد لپاره پیلامه وه او همدا اتحاد او يووالي د سني عباسي سلطنت تر بيرغ لاندې د صلاح الدين ايوبي لخوا بشپړ شو.

۴:-سلجوقيانو د هغو سیمو په کرښو کې چې د دوی تر ولکې لاندې وې، د نظامي پرمختگ له اړخه مهم رول ولوباوه او په دې سیمو کې یې امن تینگ کړ.

۵:- د بيزنطيني امپراتورۍ له لوري د صليبي بريدونو په وړاندې يې سخته مقابله وکړه او تر كافي اندازې یې د منگولي خطرونو د له مینځه وړلو کوښښ وکړ.

۶:- په دغو سیمو کې يې د سني مذهب لپاره د دعوت هڅې وکړې او د دیني عالمانو مرتبه يې لوړه کړه.

دا د سني سلجوقيانو په اړه لنډه معلومات او اسلام ته د خدمت کولو په برخه کې چې دوی کوم رول لوبولی د هغې لنډه یادونه وه، دا به له شک پرته تور ظلم او دروغ وي که موږ د هغو يو شمېر کسانو خبرو ته غوږ ونیسو چې د دغو زړورو مجاهدينو په اړه بې اساسه او نا سمې خبرې کوي، لکه په جنرل اینسایکلوپيډيا کې د پروفيسور نجیب زیب د تاريخ (المغرب والأندلس) عنوان لاندې د هغه له ځانه جوړې شوې خبرې، چې هغوی پورې يې تړي او د هغوی په سیرت یې د تورونو د لگولو بدرنگه هڅه کړې.

Exit mobile version