حضرت علي کرم الله وجهه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ملاتړي تره ابوطالب زوی، مور يې فاطمه بنت اسد نومېده، نوموړی د فيل له پېښې؛ يو دېرش کاله وروسته او له بعثته ۱۰ کاله وړاندې په مکه مکرمه کې پيدا شوی دی او له هغو ماشومانو څخه دی چې تر ټولو وړاندې يې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې اېمان راوړی.
حضرت علي کرم الله وجهه هغه شخص دی چې د مکې په درو کې يې له مشرکانو پټ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لمونځ ادا کړی دی. کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت کولو نو علي رضی الله عنه ته يې وويل: ته زما په بستره کې ويده شه او له ما سره چې د چا امانتونه دي، هغه خپلو خاوندانو ته ور وسپاره او بيا مخ په مدينه منوره راځه، نو ده همداسې وکړل.
رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرته وروسته د مهاجرينو او انصارو ترمنځ د ورورولۍ تړون وکړ، نو علي کرم الله وجهه وويل: يا رسول الله! د اصحابو کرامو رضی الله عنهم ترمنځ دې د ورورولي او مؤاخاة تړون وکړ او زه دې له هيچا سره ورور نه کړم، هغه ورته وويل: ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې!
حضرت علي رضی الله عنه په ټولو غزاګانو کې ګډون کړی، يوازې د تبوک غزا کې يې ځکه نه و کړی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مدينې منورې امير ټاکلی و، هغه مهال هم ده ويلي و: يا رسول الله! زه دې له زړو او ماشومانو سره پرېښودلم. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «انت مني بمنزلة هارون من موسی الا انه لا نبي بعدي». ته زما داسې يې لکه هارون عليه السلام چې د موسی و، خو له ما وروسته نبي نشته (نه راځي). متفق عليه
د خيبر غزا کې يوه ډېره کلکه کلا وه او نه فتح کېده، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: «سبا ته به دا بيرغ خامخا هغه چا ته ورکوم چې له الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مينه لري، الله جل جلاله به د هغه په لاسونو فتح راولي…» (هر چا هيله درلوده، کاش دا کس زه شم).
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم علي کرم الله وجهه را وغوښت، ورته ويې ويل: «دا بيرغ واخله او وړه يې، څو الله جل جلاله هغه ځايونه درباندې فتح کړي». نو الله جل جلاله هغه کلا د ده په لاسونو فتح کړه.
حضرت علي کرم الله وجهه د خيبر په څېر په ټولو غزاګانو کې خپله توره ځلولې وه، کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له نړۍ کوچ وکړ نو له راشدو خليفه ګانو سره يې هر ډول مرسته کوله، يو ځل عمر رضی الله عنه وويل: لو لا علي لهلک عمر. که علي رضی الله عنه نه وای، عمر رضی الله عنه به هلاک شوی و.
او همدا لامل و چې عمر رضی الله عنه له ټپي کېدو وروسته شپږ کسيزه شوری وټاکله نو دی (علي رضی الله عنه) يې غړی و. او کوم وخت چې باغيانو د مظلوم خلیفه (حضرت عثمان رضی الله عنه) کور کلابند کړ نو ده خپل زامن حسن او حسين رضی الله عنهما د پيره دارۍ لپاره ور واستول، څو د هغه حفاظت او څارنه وکړي، ولې متأسفانه ظالمانو د شا له خوا د کور دېوال سوری کړ او مظلوم خليفه يې په ظالمانه ډول په شهادت ورسولو.
د حضرت عثمان رضی الله عنه له شهادته وروسته لويو اصحابو کرامو رضی الله عنهم له حضرت علي کرم الله وجهه سره بيعت وکړ او د مسلمانانو خليفه شو، د هغوی چارې يې سمبال کړې، ولې په شام کې حضرت معاويه رضی الله عنه والي و او هلته يې د خلافت اعلان وکړ. او همداراز د عثمان رضی الله عنه د قاتلانو د قصاصولو غوښتنه يې هم وکړه. حضرت عايشې، زبیر بن عوام او طلحه بن عبيدالله رضی الله عنهم هم له اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه څخه وغوښتل څو د مظلوم خليفه عثمان رضی الله عنه قاتلين قصاص او کسات ترې واخلي، خو مدينه منوره د باغيانو له خوا کلابنده او هر صحابي د مرګ تر ګواښ لاندې و، حالات قصاص اخيستلو ته نه و مساعد. نو په دې اساس قصاص اخيستل لږ وځڼدېدل چې په پای کې د صفين او جمل جګړې پېښې شوې او په زرګونو صحابه کرام په کې شهيدان شول.
د دې دوو جګړو په پايله کې د خوارجو په نوم يوه ډله راپيدا شوله، چې د حضرت علي کرم الله وجهه د پلويانو له خوا په نهروان کې خورا ډېر ووژل شول. د خوارجو د يوه تن عبدالرحمن بن ملجم له خوا څلورم خليفه علي رضی الله عنه د ۴۰ هـ د رمضان په (۱۸) نېټه په توره ووهل شو او درې ورځې وروسته په شهادت ورسېده، څلور کاله، نهه مياشتې او څو ورځې د مسلمانانو خليفه و، د کورني اخ و ډب له امله د ده د خلافت پرمهال فتوحات ونشول.
ليکنه: عبدالرحمن عباس