لیکوال: عبدالحمید جوده السحار
ژباړن: شرر ساپی
بني المصطلق الله ناکام کړل، څه يې ووژل شول او بچي او مېرمنې او مالونه يې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته راوستل، کله چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په خپلو ملګرو وويشل، نو د حارث لور جويره د ثابت بن قيس په برخه ورسېده، هغې مريتوب ونه مانه، خوږه ښځه وه که به چا وليده نو ترې اغيزمن کېده به، هغه ورسره مکاتبه وکړه ، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته راغله چې په مکاتبه کې ورسره مرسته وکړي، په خدای چې کله عائشې د خپلې کوټې په دروازه وليده، نو خوښه يې نه شوه، ځکه چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ به پکې هغه څه وويني چې دې پکې وليدل، نو رسول الله_صلی الله عليه وسلم_ ته ورننوتله او ويې ويل:
– ای د الله رسوله زه د بني المصطلق د قوم د مشر حارث بن ابي ضرر لور يم، په کوم مصيبت کې چې لوېدلې يم تا خپله وليد، د ثابت بن قيس په برخه رسېدلې يم ما ورسره مکاتبه وکړه، تاته راغلم چې راسره مرسته وکړئ.
دا خو د بني المصطلق د مشر لور ده، په جګړه کې نيول شوی دی، نبي عليه السلام به کوښښ کاوه چې مريان ازاد کړي. که له جويرې سره واده وکړي، نو مسلمانان به د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ د عزت په خاطر ټول بنديان پرېږدي، جويرې ته يې وويل:
– له دې نه بله ښېګڼه در ونه ښايم؟
– ای د الله رسوله او څه ده؟
– ستا پيسې به زه ورکړم، او واده به درسره وکړم.
– ای د الله رسوله بيخې مې خوښه ده.
– سمه ده.
خلک خبر شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنی المصطلق د قوم د مشر د لور جويرې سره واده وکړ، خلکو وويل:
– د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خسرګنی شوه.
په دغه درناوی کې يې د بني المصطلق سل تنه نرينه او ښځينه خوشې کړل، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ډېر خوشاله شو، هغه ته خو تر ټولو خوښ کار د مريانو ازادول دي، نو د هغو ازادو په اړه څه فکر کوئ چې بېرته يې خپله ازدي تر لاسه کړه؟ جويره هم ډېره خوشاله شوه، په خپل قوم کې له هغې نه بله ستره ښځه نه وه، د دې په برکت يې ټول قوم د مريتوب نه خلاص شو.
کله چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ د بني المصطلق نه راستون شو او جويره بنت الحارث هم ورسره وه، جويرې په ذات جيش کې يوه تن انصاري ته يوه غوټه امانت ورکړه.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ مدينې ته راستون شو، حارث بن ابي ضرار د خپلې لور فديه راروانه کړې وه، چې عقيق ته ورسېد، نو خپلو اوښانو ته يې وکتل، دوه اوښان يې ډېر خوښ شول همدلته يې د عقيق په ناو کې پرېښودل. بيا نبي _صلی الله عليه وسلم_ ته راغی او ويې ويل:
– ای محمده زما لور مو نېولې او دا يې فديه ده.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:
– هغه دوه اوښان چې دې په عقيق کې پرېښودل څه شول؟
حارث رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته حيران وکتل، احساس يې کړه چې زړه يې په رڼاګانو کې لامبو وهي، نو ويې ويل:
– اشهد ان لا اله الا الله. واشهد ان محمدا رسول الله، په خدای چې له الله پرته بل چا نه دی خبر کړی.
حارث مسلمان شو، دوه زامن يې او د قوم څه کسان يې هم مسلمانان شول، دواړه اوښان يې راوستل او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته يې ورکړل. رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ اوښانو ته هيڅ اړتيا نه لرله، هغه خو په بيوزلانو ولجې ويشي، په انډيرې باندې اويازره درهمه ږدي، ټولې په بېوزلو او ملګرو ويشي، مياشتې تېريږي او په کور کې يې اور نه بليږي. په اوبو او کجورو بسنه کوي.