دوهم مقاومت: ۱۹۵۸
د پاکستان له جوړېدو تر ۱۹۵۸ پورې د پاکستان سیاسي اوضاع بېثباته او ژر ژر بدلېدونکې وه. ملکي حکومتونه کمزوري او د پوځ تر اغېز لاندې وو. د ملکي مشرانو ترمنځ سخته بېباوري او کرکه موجوده وه. په ۱۹۵۸ کې ایوب خان ملکي حکومت ړنګ کړ او قدرت یې ټول مستقیم پوځ ته انتقال کړ.
د بلوچستان تر الحاق وروسته هم پوځ په بلوچستان کې عملي کنټرول او لازم نفوذ نه درلود. پاکستان د واحد لوېدیځ پاکستان یا One Unit لپاره په ۱۹۵۵ کې پوځي عملیات وکړل. پوځ په لومړي سر کې له بلوڅانو سره د جګړې له وېرې او په بلوچستان کې د پښو ټینګولو لپاره له احتیاط او نرمۍ څخه کار اخیست. بلوڅ قبایلي مشرانو ته یې د پوره سیاسي واک، د خپلو حقوقو په فدرالي نظام کې د برابرې استازولۍ او په بلوچستان کې د پوځ د نهلاسوهني وعدې ورکولې. همدا لامل و چې د درې کلونو په ترڅ کې له کوم وسلهوال مقاومت سره مخ نه شول.
پوځ په بلوچستان کې تر ځای پر ځای کېدو وروسته بلوڅ قبایلي نظام ختم کړ. قبایلي مشران یې بندیان او بېعزته کړل، کلي محاصره، بمبار او وسوځول شول او د بلوڅ قوم د خلع سلاح کولو او وژلو کرغېړنه دوره پيل شوه.
د پوځ ظلم د بلوڅ قوم د صبر کاسه ډکه کړه او په ۱۹۵۸ کې یې د نواب نوروز خان بلوڅ په مشرۍ پاڅون وکړ. نواب نوروز خان بلوڅ یو د ویښ احساس، قوي ایمان او غیرت څښتن وو. له سلګونو جنګیالیو سره غرونو ته پورته شو او د پاکستاني پوځ پر وړاندې یې د بلوڅ غیور قوم د عزت او ناموس د دفاع خونړۍ مبارزه پيل کړه. دغه مقاومت شاوخوا یو کال دوام وکړ او پاکستان ته سم سرخوږی وګرځېد، خو دا چې کافي اندازه وسلې او د نورو قبایلي مشرانو ملاتړ یې نه درلود او د پوځ له خوا تر سخت کنټرول لاندې ونیول شو، کومه ښه پایله یې ونه لرله.
پوځ بالاخره نواب نوروز خان ته په قرآن کریم سره ژمنه ورکړه چې تسلیم شي او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي. نوروز خان له خپلو زامنو او ملګرو سره تسلیم شو او جګړه ودرېده، خو پوځ په قرآن کریم کړی قسم مات کړ. د نواب نوروز خان زامن او ملګري یې اعدام او خان یې زندان ته واچاو.
د پوځ دغه غیر اسلامي او غیر انساني عمل پر پوځ د بلوڅانو باور ختم کړ او د ټولو بلوڅانو په زړونو کې یې د پوځ پر وړاندې کرکه او بېباوري لا ژوره کړه او بلوڅان یې نه پخلا کېدونکې مبارزې ته وهڅول. تر نن پورې چې هر بلوڅ د پاکستان پر وړاندې د مبارزې ډګر ته راوزي، د نواب نوروز خان بلوڅ سره له شوي ظلم څخه الهام اخلي.
دریم مقاومت: ۱۹۶۲
په بلوچستان کې د One Unit غملړلې تګلارې، چې د نواب نوروز خان بلوڅ د غورځنګ تر ځپلو وروسته یې د بلوڅانو سیاسي، اداري او قبایلي نظام ختم کړ، دوام درلود. بلوڅان یې له امنیت، هوسا ژوند او له ټولو حقوقو بېبرخې او د غم پر ټغر کېنول.
پاکستان د خپلې نامشروع سلطې د ټینګولو او په بلوڅانو کې د ازادۍ روح د وژلو لپاره یو ځل بیا په ۱۹۶۲ کې د بلوچستان په ځینو سیمو کې د پاتې مبارزینو بلوڅانو د تصفیې لپاره هوايي او ځمکني چټک ځپونکي عملیات ترسره کړل. د بلوڅو مبارزینو مشر خیربخش مری و. له سختو جګړو وروسته خیربخش مری او ځینې ملګري ونیول شول، سلګونه بلوڅان ووژل شول او ډېر نور غرونو ته په شا شول او خیربخش مری زندان ته ولېږدول شو. په دې توګه ظاهري امن راغی، جګړه ودرېده، خو سیاسي ستونزه پر خپل حال نوره هم پېچلې شوه او د ۱۹۷۳ خونړي جنګ ته یې لاره هواره کړه.









































