د ‌بغدادي خليفه ګانو د جعلي خلافت د بطلان دلايل

درېیمه برخه

محب الرحمن مخلص

 

خليفه او خلافت خپل شرطونه، واجبات او طريقې لري، چې هغه په بغدادي (تش په نامه خليفه ګانو) کې هيڅ شتون نلري، او نه هم دوی ته شرعي خليفه ويل کيدلاي شي؛ ځکه د دوی موخې، هڅې، بيعت په خپل منځ کې او تګلاره د صحابه کرامو (رضوان الله عليهم اجمعين) له نظريي نه مخالف دي، حال دا چې (صحابه کرام) د مُسلمة اُمت لپاره د حق معيارونه دي، د خلافت په اړه د صحابه کرامو نظر په درې مذاهبو کې را منحصر دی، مګر د دوی خلافت په همدې درې مذاهبو کې د يوه مذهب سره سمون نه لري.

 

درېیم مذهب:

د ځينې صحابه کرامو مذهب دا دی، چې د جمهورو اهل الحل والعقد اتفاق شرط دی. او د همدې درېیم قول مطابق د علي (کرم الله وجهه) خلافت قائم شوی وو، ځکه جمهورو اهل الحل والعقد بیعت ورسره کړی وو.

کله چې د اسلام درېيم خليفه حضرت عثمان غني (رضی الله عنه) شهید کړای شو، نو اهل الحل والعقد يوې او بلې خوا ته خپاره وو، ټول بیعت ته حاضر نه وو؛ مګر زیاتره حاضر و، او زیاترو بیعت وکړ. لکه ابن خلدون په خپله مقدمه کې وايي:

( فاما واقعة على رضى الله عنه فان الناس كانوا عند مقتل عثمان متفرقين في الأمصار فلم يشهدوا بيعة على رضى الله عنه و الذين شهدوا فمنهم من بايع ).

ژباړه: کومه واقعه چې د حضرت علي (رضی الله عنه) د بیعت ده، نو د عثمان (رضی الله عنه) د شهادت په وخت کې خلک په ښارونو کې خپاره وو، ټول په بيعت کې حاضر وو، کوم خلك چې حاضر وو، په هغوی کې هم ځینو بیعت وکړ او ځينو توقف غوره کړ.

خو د اهل الحل والعقد موجودو کسانو په غوڅ اکثریت سره بیعت کړی وو، لکه صاحب د (الانتصار في الرد على المعتزله القدريه ۳ جلد ص ۹۰۰ ) کې وايي: (قد ثبتت بيعة على و امامته ببيعة الجمهور من الصحابه قبل ذلك وانقادوا له وصارت له الشوكة بطاعتهم له).

ژباړه: له ابتداء څخه له علي (رضی الله عنه سره بیعت او د هغه امامت د جمهورو صحابه کرامو (رضي الله عنهم) په بیعت سره ثابت وو، خو کله چې نورو صحابه کرامو د هغه امامت ته غاړه کېښوده نو د هغوی په اطاعت باندې نور قوت هم ورته حاصل شو.

 

او په الشبهات حول الصحابة ۱۱صفحه کې ابن تیمیه (رحمه الله) وايي: و علي بايعه اهل الشوكة و ان كانوا لم يجتمعوا عليه كما اجتمعوا على من قبل لكن لا ريب انه كان له سلطان وقوة بموافقة اهل الشوكة

ژباړه: د علي (رضى الله عنه) خلافت د اهل الشوكة په بیعت سره قایم شوی وو، که څه هم د مخکینيو خلفاوو راشدینو په څېر ټول خلک پرې متفق نه و؛ مګر په دې کې هېڅ شک نشته چې د اهل الشوكة په بيعت قوت او واک ورته حاصل شوی وو. د همدې (د ‌بغدادي خليفه ګانو د جعلي خلافت د بطلان دلايل) عنوان تر بحث لاندې بیان څخه دا معلوميږي، چې د خلافت د قیام په اړه د صحابه کرامو (رضی الله عنهم) دريځ په درې مذهبونو کې منحصر وو.

 

لومړی: د ټول اُمت اتفاق.

دوهم: د ټول اهل الحل والعقد اتفاق.

دریم: د جمهورو اهل الحل والعقد اتفاق.

 

نو په دې اساس د بغدادي تش په نوم خلافت نه د ټول اُمت په اتفاق سره قایم شوی، نه د ټول اهل الحل والعقد په اتفاق سره او نه هم د جمهورو اهل الحل والعقد په موافقې سره؛ ځکه اهل الحل والعقد چې تفصيل به يې وروسته راشي د اُمت له مخورو علماؤ او د اسلامي ګوندونو له مشرانو څخه عبارت دى. له بغدادي سره د اسلامي اُمت په رهبرانو، نړیوالو جهادي علماء کرامو، مخورو او معتمدو شيوخ کرامو کې هیچا هم بيعت نه دی کړی.

د بغدادي خليفه ګانو د بیعت پریکړه، يوازې د دوی خپلې شوری ورکړې ده، چې هېڅ شهرت، اعتماد او رهبري د اُمت نه لري.

د بغدادي خليفه ګانو (خوارج داعشيان) خلافت ځکه باطل دی؛ چې موقف او مسير يې د صحابه کرامو (رضوان الله عليهم اجمعين) له مسير څخه بدل دي؛ ځکه زموږ لپاره صحابه کرام د حق معيارونه دي، د صحابه کرامو په اړه رسول (اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم) داسې ويلي (اصحابی کالنجوم بایھم اقتدیتم اھتدیتم) زما صحابه (ملګري) د ستورو په شان دي، چې څوک هم د دوی پيروي وکړي هدايت به ومومي، مګر د بغدادي داړه مارانو خو يې ښکاره مخالفت کړی دی.

وما علينا الا البلاغ المبين.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version