دویمه برخه
محب الرحمن مخلص
۱- خليفه او خلافت خپل شرطونه، واجبات او طريقې لري، چې هغه په بغدادي (تش په نامه خليفه ګانو) کې هېڅ شتون نلري، او نه هم دوی ته شرعي خليفه ويل کيدلای شي؛ ځکه د دوی موخې، هڅې، بيعت په خپل منځ کې او تګلاره د صحابه کرامو (رضوان الله عليهم اجمعين) له نظريې نه مخالف دي، حال دا چې (صحابه کرام) د مُسلمة اُمت لپاره د حق معيارونه دی، د خلافت په اړه د صحابه کرامو نظر په درې مذاهبو کې را منحصر دی، مګر د دوی خلافت په همدې درې مذاهبو کې د يوه مذهب سره سمون نه لري.
د لومړي مذهب بيان په لومړۍ برخه کې تېر شو، دغه برخه پر دويم مذهب بحث کوي
دویم مذهب: د خلافت د انعقاد لپاره د ځينې صحابه کرامو مذهب دا دی، چې اتفاق د ټول اهل الحل و العقد شرط دی، یعنې په هر ښار کې چې څومره اهل الحل والعقد وي، نو هغه به ټول پرې متفق وي، لکه د مقدمه ابن خلدون کې چې راځي: فلما استشهد عثمان كان الناس متفرقين بالآفاق لم يشهدوا بيعة علي، و اما الذين شهدوها فقد بايع بعضهم وتوقف الآخرون قائلين: لا نبايع حتى يجتمع الناس على امام واحد ، كما قدمنا آنفا ورأى الاخرون ان بيعته لم تنعقد لافتراق الصحابة اهل الحل يحضر الا القليل ولا تكون البيعة الا باتفاق اهل الحل والعقد ولا تلزم بعقد من تولاها من غيرهم او من القليل منهم
ژباړه: چې کله عثمان (رضی الله عنه) شهید شو، نو خلک په ښارونو کې خپاره وو، د علي (رضي الله عنه) بیعت ته حاضر نه و، او کوم کسان چې حاضر وو، نو په هغوی کې ځینو صحابه کرامو بعیت وکړ او ځینو نورو صحابه وو توقف اختيار کړ، او ويې ويل: چې ترڅو خلک په يو امام نه وي متفق شوي تر هغې پورې مونږ بيعت نه کوو، لکه مخکې چې بيان شو.
او د نورو صحابه کرامو دا دریځ و چې د علي (کرم الله وجهه) خلافت لا تر اوسه ندی منعقد شوی، ځکه چې اهل الحل والعقد يوې او بلې خواته خپاره دي، له ډېرو کمو کسانو پرته نور نه دي حاضر، او د اهل الحل والعقد له توافق پرته د خلافت بيعت نه تر سره کیږي، حال دا چې خلافت د اهل الحل والعقد له موافقې پرته د بل چا په بيعت نه قائميږي او نه د هغه چا په بیعت سره قایمیدای شي چې هغه اهل الحل والعقد وی؛ خو لږ وي.
و ذهب الى هذا معاوية وعمرو بن العاص و أم المؤمنين عائشة رضى الله عنها والزبير وابنه عبد الله وطلحه وابنه محمد وسعد وسعيد والنعمان بن بشير و معاويه بن خديج ومن كان على رأيهم من الصحابة الذين تخلفوا عن بيعة على رضی الله عنهم بالمدينه
او دا مذهب د حضرت معاويه، حضرت عمرو بن العاص، أم المؤمنين عائشة (رضى الله عنها)، حضرت زبیر او د ده د زوی حضرت عبدالله، حضرت طلحه او د ده د زوی حضرت محمد، حضرت سعد، حضرت سعید، حضرت نعمان بن بشير او حضرت معاوية بن خدیج او د هغو نورو صحابه کرامو (رضوان الله تعالی عليهم اجمعين) وو، چې په مدينه منوره کې د حضرت علي (کرم الله وجهه) له بيعت نه وروسته شوي وو.