نن یکشنبه (۶ جمادی الثاني / ۱۸ قوس) د هیئة تحریر الشام په مشرۍ د سوریې جهادي ډلو، د پراخو بریالیو عملیاتو په نتیجه کې، په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم رانسکورول اعلان کړل او دمشق یې په خپل کنټرول کې راوست.
د سوریې د جهادي ډلو بریا د نړۍ په لر و بر کې مسلمانانو لمانځلې او په خوښيو یې بدرګه کړې ده. د کابل او خوست ترڅنګ د افغانستان په یو شمېر نورو ښارونو کې هم عام خلک د سوریې د جهاد د بریا لمانځلو لپاره راوتلي وو او د تکبیر نعرې یې وهلې.
سره له دې چې د شام د انقلاب بریا د نړۍ د زیاتره مسلمانانو لپاره د خوښۍ زېری دی، خو مسلمان نما داعشي خوارج د بشار د ملاتړو په څنګ کې درېدلي او د فتحې د عملیاتو له لومړۍ ورځې یې خپله انرژي د سوریې د جهادي ډلو په بدنامولو مصرف کړې ده.
داعشي خوارج د خپل همېشني عادت له مخې د سوریې په جهادي ډلو بېلابېل تورونه لګوي، کله یې د شرق غلامان بولي او کله یې د غرب، او په عین حال کې یې له وضعیته په استفادې هڅه کړې چې په سوریه کې بیا د خپلې فتنې اور ژبغړانده کړي. تازه راپورونه وايي چې داعشي خوارجو په تېرو درو ورځو کې د شام په کرد-مېشتو سیمو کې، چې دوی یې په صحراوو کې پټنځایونه لري، شاوخوا لس بریدونه کړي دي.
د سوریې جهادي ډلې د خپل انقلاب د ثمرې څکلو لپاره لا هم ډېرو هڅو او کار ته اړتیا لري، خو ښکاري چې د داعش په څېر د مسلمانانو دښمنې ډلې به یې د آزادۍ او اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ارام ژوند د هیلو وژلو لپاره له تخریب او فساده لاس وانخلي.