د بدخشان وروستيو بریدونو کې د داعشي خوارجو ښکېله مهمه شبکه وځپل شوه

بدخشان ولایت کې د داعشي خوارجو يوه مهمه شبکه له خپلو ټولو مهماتو سره یوځای نیول شوې ده

المرصاد ته امنیتي سرچینو ويلي چې په بدخشان ولایت کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعشي خوارجو د هغې شبکې ۱۲ کلیدي غړي نیول شوي چې په دې ولایت کې یې د اشغالګرو ځواکونو تر وتلو وروسته پر ملکي او دولتي اهدافو په ترسره شویو بریدونو کې لاس درلود.

د سرچينو په خبره، دا شبکه د خوارجو په امنیت / عملیاتي ادارې پورې تړلې وه او د شنډولو عملیاتو یې څلور ورځې دوام درلود. د عملیاتو په نتیجه کې یې ۱۲ کسان له ۲ میله کلاشینکوفونو، ۲۸۶۵ بېلابېل ډوله مرمیو، بمونو، چاودېدونکو توکو، کمپیوټرونو او تخنيکي وسایلو سره یوځای نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، د خراسان د خوارجو دې شبکې د هیواد په شمال ختیځ بدخشان ولايت کې تر فتحې وروسته په ټولو ترسره شویو بریدونو کې په لاس درلودو اعتراف کړی دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version