د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د بدبختيو پيل!

ډاکټر اسد

#image_title

له نن څخه ۲۳ کاله وړاندې، د ۲۰۰۱ ميلادي کال د اکټوبر پر اوومه امريکا، ناټو او ملاتړو هېوادونو يې پر افغانستان يرغل وکړ، امريکا هغه وخت په دې بهانه پر افغانستان بريد وکړ؛ چې ګواکي دلته د ترهګرو مرکزونه دي او نړیوال امنیت ته له دې ځایه خطر متوجه دی.

د یاد یرغل په پايله کې، په افغانستان کې يو اسلامي نظام له منځه لاړ، د افغانستان ټول هوايي ميدانونه، عامه تاسيسات، ودانۍ، ملي شتمنۍ او نور هر څه چور او تالا شول، امريکا د افغانستان له اشغال سره سم د بشريت او انسانيت خلاف په سختو جنايتونو لاس پورې کړ.

لسګونه زره هېوادوال يې شهيدان کړل، په زرګونو هېوادوالو يې ګوانتانامو، بګرام او پلچرخي زندانونه ډک کړل؛ هر افغان به چې د دوی د اشغال خلاف اواز پورته کړ؛ یا به په شهادت رسېده او یا به هم د تورو پنجرو تر شا زنداني کېده.

دا د افغانستان په تاريخ کې يو توره دوره وه، چې افغانستان په کې نه استقلال درلود، نه عزت، نه يې ځمکه په لاس کې او نه هم فضا؛ امريکا، ناټو او داخلي متحدينو يې په دې توره دوره کې هغه وحشتونه وکړل، چې د افغانستان معاصر تاريخ کې یې کمې نمونې تر سترګو کېږي.

امريکا به د افغانانو په کورونو، د شپې پر مهال چاپې وهلې؛ افغانان به يې په ډېرۍ بې رحمۍ سره؛ شهيدان، ټپيان او زنداني کول.

د ارقامو له مخې، يوازې له ۲۰۰۹ ميلادي کال څخه تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې، د امريکا او متحدينو په بريدونو کې له سل زرو زیات عام افغانان شهيدان شوي و، امریکا همداسې په سلګونه نور د بشر ضد جنايتونه يې په افغانستان کې ترسره کړل.

خو د دې هېواد مېړنيو، رښتينو او ازادي غوښتونکو بچيانو د دوی پر خلاف مبارزه او جهاد پيل کړ، مجاهدينو د امريکا، ناټو او متحدينو پر خلاف د افغانستان په هر ولايت، ولسوالۍ او کلي کې بريدونه پيل کړل او دوی ته يې سخت مالي او ځاني تلفات ور واړول.

مجاهدينو په ډېره مېړانه د دوی پر خلاف جهاد وکړ، په هر ځای کې يې دوی هدف وګرځول او د افغانستان خاوره يې د اشغالګرو قوتونو لپاره په دوزخ بدله کړه.

بلاخره امريکا د ۲۰۲۰ ميلادي کال، د فبروي مياشتې، پر ۲۹ مه او د ۱۳۹۸ هـ ش کال، د حوت پر ۱۰ مه نېټه؛ د قطر پلازمېنه دوحه کې، د اسلامي امارت سره د خپلې ماتې تړون لاسليک کړ.

د یاد تړون له مخې امريکا او ناټو خپل ټول پوځونه له افغانستان ووېستل، د امريکا لخوا جوړه شوې د کابل ادارې سقوط وکړ او د ۱۴۰۰ هـ ش کال د اسد پر ۲۴مه اسلامي امارت ټول هېواد تر خپلې سلطې لاندې راوست.

د اسلامي امارت د مجاهدينو او افغانانو له شل کلن جهاد او مبارزې وروسته يو ځل بيا افغانستان خپله خپلواکي تر لاسه کړه، اسلامي نظام حاکم شو او په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت تامين شو.

عاصم جلال
Exit mobile version