اسلام تر بل هر دین او مذهب د فتنې د ختمولو، د اسلام خپریدلو او د اعلاء کلمة الله لپاره، په نظامي قوت ټینګار کوي، اسلام وایي چې په هر حالت کې وسایل جوړ کړئ، اعداد وکړئ او ځانونه اماده کړئ تر څو دښمن مو در باندې غالبه نه شي.
د دې تر څنګ کفار هم هڅه کوي، چې تر هر څه وړاندې نظامي قدرت ته اولیت ورکړي، د لیبرالیزم په نوم تیوري؛ چې اوس په نړیوال نظام کې حاکمه تیوري ګڼل کیږي او ټول هیوادونه د هغې تیوري د اصولو په اساس مخته ځي؛ وایي چې که قدرت دې درلود؛ ژوند کولی شې، که نه ټولنه د يو ځنګل مثال لري، چې د زورورو له خوا به وخوړل شې، د یادې تیورۍ ټول ټینګار د قدرت په لاسته راوړلو، ساتلو او د قدرت په پراختیا ده.
په همدې اساس، لکه څنګه چې قدرت د بریا او فتحې لامل ګرځي؛ هم دومره د قدرت نشتون د زوال او له منځه تللو لامل ګرځي، یعنې د دښمن د نظامي قدرت په ختمولو سره د هغه علمي، فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او نورې بېلابیلې وړتیاوې هم له منځه ځي.
د نورو هیوادونو، قومونو او مذهبي ډلو په نسبت، موږ ډېر عالي فوځ لرو، په ډېره لوړه روحیه او سختې قربانۍ جنګیږي، په جنګ کې مرګ او ژوند دواړه افتخار ګڼي، له همدې امله، نړیوال هڅه کوي، چې زمونږ د نظامي قدرت د خرابولو لپاره، مونږ په څو ډلو وویشي، ځوانان مو ضایع کړي او د مهمو مشرانو او نظامي قومندانانو په وژلو سره موږ ته زیان ورسوي.
د دوی دا پروژې په نوم اسلامي نهضتونه مخته وړي، مثلاً:
د حزب التحریر ټوله هڅه دا ده، چې د نظامي قدرت او جګړې په ځای د دعوت څخه کار واخیستل شي، چې دلته هم ځوانان ضایع کیږي او هم د جهاد څخه ډارنو خلګو ته یوه بهانه او حیله په لاس ورځي، که د حزب التحریر په واسطه و نه شوه؛ نو دښمن د داعش په نوم نیابتي، ترهګریزې ډلې څخه کار اخلي، چې د اُمت د نظامي قوت په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.
داعش د مهمو مشرانو شهیدانول، د جهاد په نوم قتل عام کول، د اُمت په منځ کې جهاد بې ارزښته کول، بلاخره د کور دننه جنګ باندې، د اُمت په خپلو کې سره اخته کولو سره؛ زمونږ قدرت له منځه وړي، د دوی په همدې فعالیت به اُمت هیڅکله قوي څه؛ چې د ځان د دفاع وړ به هم نه شي او موجوده واړه نهضتونه به هم د دوی له امله کمزوري شي.
داعش به هیڅکله دا جهادي نهضتونه مات نه کړي، خو د کم وخت لپاره به یې عبث مشغول کړي او دښمن به مزې کوي، داعش که په هر قیمت وي له منځه وړل کیږي، خو موقت د جنګیالیو مصروفول، د ځوانانو ضایع کول او د جهاد بدنامول یې ناوړه کار دی.