د ۱۹۶۹ مېبادي کال د اګست په ۲۱ نېټه یوه آسټرالیایي عیسایي ډینس مایکل په یروشلم کې د مسجد الاقصی ۸۰۰ کلن منبر ته اور واچوه، چې په پایله کې د مسجد اقصی چت هم وسوځېد، د دې پېښې وروسته په ټوله اسلامي نړۍ کې اندېښنه خپره شوه، هغه وخت د فلسطین مشر مفتی امین الحسیني سخت احتجاج وکړ او ټولې اسلامي نړۍ ته یې بلنه ورکړه چې ددې پېښې اړوند یو قاطع دریځ ونیسي.
د فلسطین د مشر مفتي د بلنې په ځواب کې سعودي عربستان او مراکش رامخکې شول، چې د دوی د هڅو په پایله کې په مراکش ښار رباط کې د اسلامي نړۍ مشران راټول شول، په ۱۹۶۹ کال کې د سپتمبر په ۲۵ نېټه د اسلامي سرپرستۍ کنفرانس رسمي بنسټ کېښودل شو، شپږ میاشتې وروسته، سعودي عربستان یو ځل بیا رامخکې شو او د اسلامي هېوادونو د ټولو خارجه وزیرانو لومړی کنفرانس په جده کې جوړ شو، په ۱۹۷۲ کال کې او آی سي ته رسمي بڼه ورکړل شوه او پرېکړه وشوه چې د خارجه وزیرانو غونډه به هر کال کېږي او سربراهي غونډه به هر درې کاله وروسته وي.
د او آی سي په منشور کې ویل شوي چې د دی تنظیم کار د اسلامي اقتصادي ارزښتونو ساتنه، د یووالي پراختیا، د ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري، ساینسي او سیاسي برخو کې همکاري پراخول، نړیوال امن او سوله ټینګول او د نوې زده کړې، په ځانګړې توګه د ساینس او ټکنالوجۍ پرمخ وړل دي.
خو بدبختانه، تنظیم د اسلام او مسلمانانو د حقونو لپاره هېڅ د پام وړ اقدامات نه دي کړي او د دوی ټوله کارکردګي تر یو څو غونډو محدوده ده، د فلسطین او مسجد اقصی پر وړاندې د یو اقدام په غبرګون کې رامنځته شوی تنظیم اوس د فلسطین په اړه روان ظلمونه نه ویني او نه یې د نسل وژنې په اړه څه وايي او نه یې په خلاف د کوم اقدام کولو جرئت لري، خو متاسفانه د اسلام او مسلمانانو ترمنځ د تفرقه جوړولو لپاره، اوس دې تنظیم ته په اسلامي هیوادونو کې د مداخلت لپاره کار اخیستل کیږي.
د دې تنظیم د بې پروايۍ او ضعیف رول یوه نښه دا ده چې اوس د ملالې یوسفزۍ غوندې متنازع کردار ته د دې پلیټ فارم د استعمالولو اجازه ورکول کیږي چې ښکاره د اسلام ضد څرګندونې کوي، په پاکستان کې د دې تنظیم په کنفرانس کې برخه اخیستونکې ملاله یوسفزۍ یوه داسې څوک ده چې خپل شهرت یې د لوېدیځو رسنیو له لارې ترلاسه کړی، هغې مخکې په اسلام او اسلامي ارزښتونو ضد داسې څرګندونې کړي دي چې نه یوازې مسلمانان بلکې هېڅ غیر مسلم هم داسې خبرې نه کوي، پرته له دې چې څو ځله فکر وکړي.
د هغې کردار او څرګندونې جوتوي چې ملاله یوازې د لوېدیځ د اجنډا ملاتړ کوونکې نه ده، بلکې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د نړیوالو سازشونو برخه هم ده، د هغې اړیکې د لوېدیځو بنسټونو او قدرتونو سره د هغې تفکر نور مشکوکه کوي او د هغې اسلام ضد څرګندونې د هغې د موقف حقیقت روښانه کوي.
ملاله یوسفزۍ یو ځل حجاب او برقعې ته “د جاهليت د زمانې” نښه ویلې وه، چې دا یوه ډیر توهین امیزه خبره ده، په اسلامي ټولنه کې حجاب د عزت او حیاء نښه ګڼل کېږي، خو د ملالې دا څرګندونې نه یوازې د اسلامي ارزښتونو توهین دی، بلکې د مسلمانو ښځو عزت ته هم سپکاوی دی؛ سربېره پر دې، ملالې د ږیرې په اړه ویلي و چې دا د “فرعون” ده، نعوذ باالله؛ چې دا یو بل جدي توهین دی.
ږیره په اسلام کې سنت ده، حتي د وجوب خبره یې هم شته او د نارینه و لپاره د عزت نښه ده، خو د ملالې دا څرګندونې ښیي چې هغه اسلامي تعلیمات د یو پخواني او غیر پرمختللي تصور په توګه ګوري چې په حقیقت کې د هغې د لوېدیځي او لویدلي فکر څرګندونه کوي.
د ملالې د لوېدیځ اجنډا د دې څرګندويي کوي چې هغه د اسلام رښتینو اصولو او مسلمانانو د کامیابۍ لپاره نه، بلکې د لوېدیځ د ګټو استازیتوب کوي، د هغې کتاب “زه ملاله یم” د اسلام پر وړاندې مخالفت او توهین امیزه عبارتونو نه ډک دی، د بي بي سي په څېر ادارو سره د هغې نزدې اړیکې او هغه څرګندونې چې د اسلامي تعلیماتو بدنامونه کوي، ټولې دا ښیي چې ملاله یوه داسې شخصیت ده چې د مسلمانانو د مسایلو پر ځای د هغوی ضد د لوېدیځ پروپیګنډه خپروي.
د افغانستان ښځو د حقونو په اړه د هغې څرګندونې هم پوښتنې راپورته کوي، که ملالې په حقیقت کې د افغان ښځو حالت ته اندېښنه لرلای؛ نو هغې باید د اسلامي ارزښتونو او افغان کلتور درناوی کړی وای، چې هغه ترې په بشپړه توګه نا خبره ده.
د لوېدیځې نړۍ له خوا د افغان ښځو د “لوبو” په توګه وړاندې کول او بیا ملاله د هغوی د حقونو دفاع کونکې بلل، د افغان ښځو توهین دی، دا ټول د لوېدیځ اجنډا برخه ښکاري چې هدف یې د اسلامي کلتور او ارزښتونو محوه کول دي.
د ملاله یوسفزۍ په اړه دا هم څرګنده ده چې هغې د شهرت ترلاسه کولو نه وړاندې د CIA د ایجنټانو سره خفیه لیدنې کولې، چې عکسونه یې هم خپاره شوي، چې ددې لیدنو موخه د مسلمانانو او اسلام بدنامول و.
د او آی سي په څیر پلیټ فارم کې د ملالې یوسفزۍ ګډون د مسلمانانو د ګټو او د اسلامي نړۍ لپاره یو د نه منلو عمل دی، او آی سي باید داسې چا ته په خپلو غونډو کې بلنه ور نه کړي چې د اسلام د بنسټیزو اصولو او ارزښتونو توهین کوي، د هغې ملاتړ او پروپیګنډه د اسلام د رښتینو حقیقتونو نړۍ ته د وړاندې وړاندې کولو پر ځای؛ د لوېدیځ د ګټو پراختیا ده.
د ملالې یوسفزۍ حقیقت دا دی چې هغه د اسلام د توهین یوه لوېدیځه ګوډاګۍ ده، چې مسلمانانو لپاره هیڅ ګټه نه لري، د او آی سي دوه ګونی معیار د هغوی سیاسي منافقت او د مسلمانانو د حقونو لپاره د هغوۍ ضعیف کردار څرګندوي.
تر هغه چې او آی سي په خپل موقف کې تسلسل او همغږي نه راولي او د فلسطین په ګډون نورو مسایلو کې هم هغسې څرګندوی او غښتلی غبرګون نه ښکاره کوي لکه څنګه چی یې د نورو اسلامي هیوادونو په داخلي چارو کې د مداخلې لپاره کوي، نو تر هغې پورې به ددې تنظیم د نړیوالې کچې اغیزه ونه منل شي.
او آی سی باید یوازې په افغانستان کې نه؛ بلکې په فلسطین کې هم د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره مؤثره او یو شان پالیسي غوره کړي، تر څو د اسلامي نړۍ په وړاندې د هغوی صداقت او اهمیت ثابت پاتې شي.