بــهـانـد:
دسهار نرمه اوتازه هوا وه، په ټول ښار کې ډاډ او اطمینان خپل وزر غوړولی و، د قرطبې په دنګو ماڼيو دلمر زرینې وړانګې ولګېدې، دښار ښکلا دوچنده شوه، د مسجدو له هسکو منارو څخه دخطیبانو د خُطبو او تکبیر اوازونه پورته شول، د قرطبې د لوی مسجد په لور ډلې ډلې خلک را مات او فضاء کې د مسلمانو له بدنونو د اندلسي عطرو خوشبو پورته شوه، لمونځ په ډاډ اوارامتیا سره پای ته ورسېد.
خطیبانو د خپل قوي اسلامي حکومت دبقاء او د خلیفه حاجب منصور (رحمه الله) لپاره رب ﷻ ته په داسي حال کې په زاریو شول، چي خلیفه له خپل فوځ سره په غزا وتلی و او مسلمانانو دعا په آمین ورسره بدرګه کړه.
خلک له مسجد نه راووتل، ګوري؛ ناڅاپه دآسونو د پښو ګردونه پورته او شڼهار یې تر غوږو شوو، آسونه راورسېدل، خلیفه منصور او ورسره په اسلامي اردو د غزا ګردونه پراته او ستړې ستومانه مالومیدل، منصور غوښتل، چې له آس څخه کښته شي، چې ناڅاپه يوه عمر خوړلي ښځه رامخته شوه، او منصور ته یې وویل:
ای منصوره!
خلک ټول داختر خوشحالي لمانځي او خوښ دي، خو زه بیا په خوشحالي نه پوهیږم او وینې مې چې ژاړم.
منصور ورته وویل: چې څه خبره ده؟
ښځې ورته وویل:
زوی مې د رباح په قلعه ( دطلیطله او قرطبه منځ کي یوه سیمه ده) کې دښمن بندي کړی.
منصور فوراً د اسلام په سر ښیندونکو عسکرو امر وکړ، چې له آسونو کښته نشــﺉ! مخ په رباح حرکت وکړﺉ!
منصور نوموړي سيمې ته ورسيد او له دښمن سره یې جکړه پیل کړه. اللهﷻ فتحه ورته نصیب کړه، مسلمان بندیان یې ازاد او دهغه بوډا ښځې زوی یې هم ورته جوړ او روغ راورسوی.
المصادر :
سیر اعلام النبلاء
تاریخ ابن خلدون