احمد الله سعد
والد صاحب مې قصه کوي وایي ”د زخمیانو د علاج مسؤلیت راسپارل شوی وو په دې وخت کې د لوی ملا صاحب رحمه الله څنګ ته ولاړم ملګرو ته مې وویل ملاقات به یې وکړم کله چې یې د ملاقات ځای ته ورنږدې شوم زړه کې مې درزا راغله چې څه به ورته وایم، مجلس ته ورننوتو سره سم مې سلام کلام او روغبړ وکړ، ښه په سړه سینه یې د صحت او عافیت پوښتنه وکړه بیا مې د بیعت لاس وراوږد کړ چې په همدې حالت کې مې دا خبره ورته وکړه؛ په اسلام درسره بیعت کوم که نوکی له اسلام اوښتی مې ولیدې د عاجز بنده بیعت درسره مات دی، ویل یې زړه ته یې نږدې کړم او په ډیر ډاډه زړه یې وویل: ماته خدای تعالی څومره ښه مخلص ملګري راکړي، بیا یې وویل زما همدا توصیه ده درته، په شریعت کې مې اطاعت او په غیر شریعت کې مې مخالفت وکړه، بیا تر وفاته مې له شریعته ټکی اوښتی ونه لید.
زه ډیر فخر کوم چې په زیارت یې مشرف شوی یم. په دې ویاړم چې د ښکلي تللي امیر د امارت او بیعت لاندې مو ژوند کړی او لا تراوسه په ښکلي امارت کی یو، په دې هم ویاړم چی داشغال خلاف جهاد مو د ده رحمه الله په قیادت کې پیل کړی وو اوبریا ته ورسیدو. الله دی ستر جنتونه ورکړي.”
خو زه بیا دا اشعار زمزمه کوم:
زما د عمر لوی ارمان وو ومې نه لیدلو
خدایه! دا څرنګه انسان وو ومې نه لیدلو
د مخلص امیرالمؤمنین رحمه الله د لاس یادګار راسره تراوسه شته او وخت ناوخت یې په سترګم ږدم ترڅو ارامتیا محسوسه کړم.
په اسلام د مینتوب یې دا حالت وو چې یوه ستره بادشاهي یې د یوه میلمه تر سر قربان کړه.