د بدعتي ډلو په لړ کي قدریه ډله هم په دوولسو څانګو وېشل شوې ده:
هغه څانګې په لاندې ډول دي:
لومړی احمريه فرقه، چي وایې: په الله تعالی عدل جاري کول فرض دي اود الله تعالی په عدل کولوکي شرط دادی، چي بندګان به په خپلوکارو کي مختار وي اود هغوی اوګناهونوپه منځ کي به نه حائل کيږي اومخه به یې نيسي.
دوهمه ثنويه فرقه وایې: نيکي د الله تعالی اوبدي د ابليس له لوري پيدا کيږي.
دريمه معتزله فرقه وایې: دا قرآن کريم پيداکړی شوی اوپه آخرت کي دالله تعالی ليده کاته ناشوني دي، (ټولي بدعتي ګمراه ډلي د الله تعالی له ديدار څخه منکر اوهغه ناشونی ګڼي، په دې کي خوارج، روافض اونوري ډلي ټپلي يوبرابر دي).
څلورمه کيسانيه ډله وایې: موږته نه ده څرګنده، چي دا افعال دالله تعالی له لوري پيداکيږي اوکه دبندګانوله لوري پيداشوي، همداراز په دې هم نه پوهيږو، چي بنده ته دمرګ وروسته ثواب ورکول کيږي اوکه به له عذاب سره مخ کيږي .
پنځمه فرقه شيطانيه وایې: الله تعالی شيطان نه دی پيداکړی.
شپږمه ډله شريکيه وایې: له کفر پرته نوري ټولي بديوي مقدوري دي.
اوومه فرقه وهميه وایې: دمخلوق دافعالوذات نشته اونه دنيکي اوبدي ذات شته.
اتمه فرقه ربويه (راونديه) وایې: دالله تعالی له لوري چي څومره کتابونه راليږل شوي، په هغوی عمل کول که ناسخ وي اوکه منسوخ وي فرض دي.
ددې نفس لمانځونکې فرقې مطلب دادی، چي که د آدم عليه السلام په زمانه کي د ورور اوخور نکاح له دوو ګيډوجائز وه، اوس هم داخلک په هغو عمل کوي، همداراز دحضرت يعقوب عليه السلام په زمانه کي د دوو خوېندويوځای په نکاح راوستل، وروسته شراب څښل اوداسي نور عملونه چي کيدل، اوس هم کيدلی شي چي عمل پرې وکړو.
نهمه ډله بزيه وايې: څوک چي له ګناه کولو وروسته توبه وکړي، توبه یې نه قبليږي.
لسمه ناکثيه فرقه وایې: څوک چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره کړی بيعت وشلوي، ګناه پرې نشته.
یوولسمه قاسطيه ډله وایې: په دنياکي له زهدڅخه داغوره ده، چي د دنياپه لټه کي کوښښ وايستل شي.
دوولسمه نظاميه فرقه چي دابراهیم نظام پيروي کوي، وایې : الله تعالی ته که څوک شی (څيز)ووایې، هغه کافر دی.
دافرقه دمعتزله ووداعتقادپه درلودلوګمراه ده اودايوه خبره يې ګمراهي نوره زياتوي، همداراز داټولي فرقې په خپل منځ کي اوټولي درسالت له طريقې څخه مخالفي دي.
ژباړن: موسی مهاجر