د القدس یو بل دنګ قامت را ونړېد! 

حارث هشام

#image_title

د حماس اسلامي او جهادي غورځنګ مشر، یحیی ابراهيم حسن السنوار تېره ورځ د اسرائيلي اشغالګرو پوځونو سره په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

شهيد حسن السنوار د شهيد اسمعيل هنيه له شهادت وروسته، د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي دفتر مشر ټاکل شوی و.

شهيد سنوار يو مدبر، ځیرک، نظامي او سياسي مشر و، ټول ژوند يې د اسرائيلي پوځونو سره په مخامخ جګړه، د خپلې خاورې د ازادۍ په مقدسه مبارزه کې تېر کړ او خپل لوی ارمان ته، چې شهادت و؛ ورسېد.

شهيد يحيی ابراهيم حسن السنوار د ۱۹۶۲ میلادي کال، د اکتوبر په ۱۹ مه نېټه، د غزې جنوب لور ته، د خان يونس په نامه د بې ځايه شويو په يوه پنډغالي کې زېږېدلی و؛ لومړنۍ زده کړې يې د همدې پنډغالي د هلکانو په ښوونځي کې کړي او وروسته يې د غزې په اسلامي پوهنتون کې په عربي ژبه کې د لیسانس تر کچې زده کړې وکړې.

شهيد سنوار د خپلې مبارزې په وخت کې څو ځلې زنداني شو، له دوو لسيزو ډېر عمر يې په زندان کې تېر کړ؛ يو ځل په عمري بند محکوم شو، چې وروسته د تبادلې په ترڅ کې له زندان څخه ازاد شو.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه، د اسرائيلي مېشتو سيمو دننه حماس خورا بريالي عمليات ترسره کړل، چې په پايله کې يې زیات شمېر اسرائيلي ځواکونه ووژل شول او يو لوی شمېر نور بنديان شول؛ له هغې را وروسته شهيد سنوار اسرائيلو ته لومړنی مطلوب شخص و، چې ور څخه د ځان خلاصول یې خپل يوه اهمه ستراتيژيکه موخه بلله.

هغه داسې يو رهبر و، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د خپلو پوځونو سره يو ځای په لومړي صف کې د اشغالګرو ځواکونو په مقابل کې وجنګيد؛ مبارزه يې وکړه، تسليم نه شو، د يوه رښتيني او قهرمان اتل یاد يې يو ځل بيا را ژوندی کړ.

شهيد سنوار خپلې موخې ته ورسېد، هغه په يوه پخوانۍ وېډيو کې وايي؛ چې تر ټولو لوی ارمان مې دا دی، چې د اسرائيلو په لاس ووژل شم او سره له دې چې د هغه دښمنانو نوموړی د بنديانو ترمنځ په پټېدو تورناوه؛ خو سنوار په ډېره مېړانه دښمن سره په مخامخ جګړه کې شهيد شو او خپل هدف ته ورسېد.

شهيد سنوار د اسلامي تاريخ يو ځلانده ستوری و؛ چې ټول عمر يې په مقدسه مبارزه او جهاد کې تېر کړ، دښمن ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، پر دښمن يې خوبونه حرام کړل، دښمن يې له نوم څخه په وېره او ډار کې و او ټول شوم پلانونه يې ورته په نطفه کې شنډ کړې وه.

هرماس الافغاني
Exit mobile version