په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځي رژیم مستبدو چارواکو د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وژل شوو پاکستاني سرتېرو ځینې وارثان یوه محفل ته ور غوښتي وو او په ترڅ کې یې د یوه هلاک شوي پوځي پلار ته له تسلیت وروسته په ښېښه يي او لوکس صندوق کې د هغه د زوی پوځي درېشي او د رتبې نشان ډالۍ کړ.
بېوزلي او مجبور پلار د پوځي رژیم دغه ډالۍ ته له کتلو وروسته په تندي لاس کېښود او ځای پر ځای پرېوت، پوځیان ورڅخه را تاو شول او هغه ته یې په ډاډ ورکولو پیل وکړ، خو د هغه بېچاره سلګۍ نه درېدې. ښايي وجدان به یې نه پرېښوده چې دا ډالۍ ومني، د هغه زوی په یوه داسې جګړه کې د یو داسې چا په قومانده هلاک شو چې هم د دې دنیا شرم او عار ور په غاړه دی او هم د پاکستاني پوځ تر شعارونو لاندې په یوه داسې ماموریت کې ومړ چې د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې یې افغان ښځې، ماشومان او سپین ږیري په شهادت ورسول.
دا کوچنۍ بېلګه د پاکستاني ټولنیزو رسنیو او اکونټونو له لارې خپره شوې، خو رسمي او د پوځي رژيم تر سانسور او څار لاندې مغرضې رسنۍ دا حالت د یوه پاکستاني د ایثار او وطني احساس په توګه تعبیروي. له هغې ورځې راهیسې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پاکستاني تعرضي او د افغانستان انتقامي جګړه پیل شوې، تر شا یې د پاکستان د ملي یا رسمي ټلویزیونونو او نورو رسنیو پراخه تبلیغات هم پیل شوي دي.
د ورته او نورو پاکستاني رسنیو تبلیغاتي ژبه د پوځي رژیم د عامه اړیکو دفتر (ISPR) تر کنټرول لاندې هغه په اصطلاحات خبریالان او د دوی په اصطلاح انلستان کاروي چې د پاکستاني پوځ د پیسو په بدل کې تور په سپین او سپین په تور اړوي.
دوی ۲۴ ساعته لګیا دي د خپل ولس په سترګو کې خاوري شیندي او غواړي دا ورته ښکاره کړي چې ګني پوځي رژیم پر افغان خاوره برید کې برحق دی، د دوی بریدونو هلته ټي ټي پي، د اسلامي امارت مشران، پوځي مرکزونه او پوځي مهمات په نښه کړي او په دقت سره یې له منځه وړي دي، خو برعکس متجاوز پاکستاني پوځ د خپلو ړندو بمباریو، ډزو او بریدونو پر مهال نه یوازې خپلې موخې نه دي ویشتلې، بلکې ملکي وګړي یې په نښه کړي چې د ننګرهار بهسودو کې د یوې کورنۍ او کونړ کې لګسونه د ویر په ټغر ناستې کورنۍ یادولی شو. ددې تر څنګ د پاکستاني بریدونو له شر څخه د افغان سوداګرو مالونه، سوداګریز کارونه او هټۍ هم په امن نه دي پاتې شوې چې سپین بولدک کې یې وروستۍ بېلګې یادولی شو.
د پاکستاني پوځ رسمي او نا رسمي ویندویان په دې پوهېږي چې د دوی پوځ د بهرنیو پروژو په لالچ کې په خپل ولس او خاوره سوداګري کوي او تر دې دمه یې سلګونه افغان ملکي وګړي په شهادت رسولي او د عامه ګټو تاسیسات یې په نښه کړي دي، دوی که وجدان ولري، ښايي اجازه ورنه کړي چې له دې حقیقت سترګې پټې کړي، خو پوځي رژیم د زور او زر په مقابل کې دوی نه یوازې چې رسنۍ، رسنیز رسالت او مسلک پلورلی، بلکې د هغو سلګونو افغان کورنیو ازار هم ور په غاړه دی چې کورونه، کمپونه او کارونه یې د پنجابي پوځ د ړندو مرمیو او بمباردونو خوراک شوي دي.
د پاکستاني رسنیو او د دوی د اړوندو خواله شکبو بل ستر مسوولیت دا دی چې په مقابل کې یې د افغان امنیتي ځواکونو د رد الظلم انتقامي عملیاتو پایلې هم پټې کړي او داسې وښيي چې ګني هېڅ نه دي شوي. دوی حتی د ځینو واقعي نړیوالو بې طرفه رسنیو لکه الجزیره، سکای نیوز، بي بي سي او نورو اروپايي خپرونو راپورونه او کلېپونه هم نه ګوري چې د پوځي رژیم ظلم او وحشت په کې بربنډ شوی دی.
افغان رسنیو او رسنیزو فعالانو که پوځي رژیم ته د اسرائیلي پوځ کلمه کارولې ده، پر ځای ده او ثبتونه هم لري، ځکه چې له یوې خوا پاکستان خپله امریکا ته وړاندیز کړی چې دوی حاضر دي چې غزې ته د اسرائیلو د خوندیتوب او غزه والو د وژنې لپاره د پیسو بدل کې غزې ته پوځ واستوي.
له بلې خوا د افغانستان په سرحدي سیمو کې د پاکستاني الوتکو په بریدونو کې د ړنګو شوو کورونو، کوڅو او مېشت ځایونو تصویر، چې ماشومان، ښځې او بوډاګان په کې په خاورو او وینو ککړ ښکاري، له غزې سره هېڅ توپیر نه لري، دواړو کې یو ډول وحشت روان دی او حتی په ډېرو مواردو کې پوځي رژيم تر خپل بادار هم په وحشت کې وړاندې دی.
پاکستان که د خپلې دیموکراسۍ په لمن کې د رسنیو ازادۍ ته د یوه ځواک په سترګه ګوري، باید دا ومني چې دا ځواک یې نور د هغو ظلمونو، جنایتونو او سرغړونو په بهیر کې نور په غورځېدو دی، چې دوی د خپل ملت او ګاونډیانو پر وړاندې تر سره کړي دي. پاکستان نه ازادۍ رسنۍ لري او نه هم معیاري او ازاد کارپوهان، بلکي اکثره یې هغه بریډګیران یا متقاعد پوځیان دي چې له تقاعد وروسته یې د تحلیلونو او څېړنو پروژې ورکړې دي، څو د پوځ مشر اتل معرفي کړي.
د پاکستاني پوځ مشر، چې د ټرمپ او ای اېس ای شخصي ملاتړ لري، پر رسنیو یې ځان د یوه منطقوي او نړیوال ستراتیژي جوړونکي مشر په توګه معرفي کړی او د پخواني موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په وینا « هغه د نړۍ یو مهم شخصیت دی چې د سیمې هېوادونه باید ورڅخه د ستراتیژي او رهبري په جوړلو کې مشورې واخلي!»
هغه چې ځان د حافظ او دیني پوهې لرونکی معرفي کوي، افغان کارپوهانو یې په مسلمانۍ کې هم شک څرګند کړی دی، ځکه چې په ډېرو غونډو کې یې د قرانکریم مبارک ایتونه ناسم تلاوت کړي او د خپل واک او ګټور د دوام او مشروعیت لپاره یې ناسم تعبیروي.
پاکستاني رسنۍ بیا د هغه دې ځانګړنې ته د هغه نبوغ او ذکاوت وايي او په بیا بیا تبلیغات کوي چې ګویا پاکستاني پوځ یو اسلامي پوځ دی چې د اسلامي نړۍ دفاع په کوي! چې واقعا ډېره خندونکې ده، ځکه چې تل د امریکا د ګټو او ډالرو په اشاره څرخېږي، د بهرنیانو یو قراردادي او اجیر پوځ دی چې په خپل تاریخ کې کومه مېړانه هم نه لري.
پاکستاني رسنۍ او تبلیغات په ډېره بې شرمۍ سره دا هم وايي چې ګني افغانستان اوس هم نا امنه دی، د خپلو خبرو استناد لپاره یا د پوځي رژیم اعلامیې یا دروغجنې خبرپاڼې سند ګرځوي، یا هم د جمهوریت د يو شمير پخوانیو امنیتي چارواکو نظرونه او تحلیلونه را اخلي چې په کمپونو کې مېشت دي او د افغانستان له اوسني وضعیت څخه هېڅ خبر نه لري.
دا چې تېږه په تېږه ماتېږي، اړتیا ده چې افغان رسنۍ هم ددې پوچو تبلیغاتو ځواب ورکړي، ژمن افغان خبریالان، د خواله شبکو مخکښان او لیکوال له هرې ممکنې لارې د دوی ځواب ووايي او له نېکه مرغه چې دا کار یې تر دې دمه په ډېره ښه بڼه تر سره کړی او افغان ولس یې د معلوماتو له تشې څخه را وېستلی او د افغان دفاعي ځواکونو له حقانیت او د پوځي رژیم له جنایتونو یې خبر کړی دی.
