داعش څنګه افراطيت ته خلک راکاږي؟
عصري خوارج، یا د داعش افراطي ډله، د مختلفو رواني، ټولنیزو او اقتصادي عواملو په کارولو سره زرګونه خلک په خپل افراطي ایډیالوژۍ کې ښکېل کړل، دې افراطي ډلې، چې ځان یې د اسلام ریښتینی مدافع باله، په عمل کې یې دین سپڅلي مفاهیم د زیانمنو او کمزوري خلکو د غولولو لپاره د یوه وسیله ګرځولې وه.
دا یو نهردېدونکی حقیقت دی چې ډېری هغه کسان چې له داعش سره یوځای شوي وو حتی د اسلام په اړه یې پوره او ژوره پوهه نه درلوده او د اقتصادي ژمنو یا د بې عدالتۍ احساس څخه ډېر اغیزمن وو، ځکه چې یو څوک د ريښتیني اسلام په بشپړ معنی پوه شوی وي هېڅکله به د افراط او تفریط په دام کې ښکېل نه شي.
داعش له دغو فکري او هویتي تشو څخه ناوړه استفاده وکړه او ناهیلي ځوانانو ته یې د دین یو تحریف شوی تصور وړاندې کړ، داسې تصور چې پکې تاوتریخوالی او تشدد نهیوازې مشروع، بلکې مقدس ګڼل کېدل، دغو خوارجو له مختلفو لارو د ځوانانو د ګمراهۍ هڅه وکړه او یوه له اغېزمنو او پرېکنده وسیلو یې د ټولنیزو شبکو او مجازي فضا کارول وو.
داعش د مسلکي او هوښیار تبلیغي محتواوو په تولید او د ټیلیګرام، فیسبوک، ټویټر او نورو پلتفورمونو له لارې خپل افراطي پیغام د نړۍ ګوټګوټ ته ورساوه، دوی د پټو او رمزښودلو ډلو په جوړولو سره نهیوازې تبلیغ کاوه، بلکې د وژنو او ورانکارو بریدونو پلانونه یې هم له همدې لارې تنظیمېدل.
د بېلګې په توګه، په ځینو آسیایي هېوادونو لکه اندونیزیا کې، یوازینۍ او زیانمنې ښځې د “ښه ژوند” او “تړاو” د ژمنو له امله د دغې ډلې په جال کې ښکېل شوې، ځینې آن دومره وړاندې لاړې چې د ډلهییزو وژنو د ترسره کولو لیوالتیا یې څرګنده کړه، دا چاره ښيي چې داعش په چالاکۍ سره له یوازيتوب، محرومیت او بېوسۍ څخه د جذب او فریب وسایلو په توګه استفاده کوله.
د مجازي فضا سربیره، داعش د ټولنیزو او اقتصادي ناخوالو څخه هم ګټه واخیسته. په هغو محرومو سیمو لکه تاجکستان یا ځینو افریقایي هېوادونو کې، بېوسه، بیکاره او ناهیلي ځوانان چې د خپل راتلونکي هېڅ تصور یې نه درلود، د پیسو او قدرت ژمنو ته تسلیم او له دغې ډلې سره یوځای شول، نوې خوارجي ډلې، د مظلومنمایۍ، کرکې او دښمنجوړونې له لارې د دغو ځوانانو په زړونو کې د انتقام حس راویښ کړ.
په زړه پورې خبره دا ده چې د داعش سره د یوځای کېدو وروسته، ډېری افراد پوه شول چې نه یوازې د دوی اقتصادي ژمنې نه دي پوره شوي، بلکې دوی په یوه وژونکي دام کې هم ښکېل شوي.
خو د داعش تر ټولو خطرناکه تګلاره دا وه چې دغو کسانو ته یې یو نوی، بدیل هویت وړاندې کړ، دې ډلې خپلو پلویانو ته دا احساس ورکړ چې ګواکي دوی د یو “لوی اسلامي امت” برخه دي او دوی د خدای سرتېري دي، همدا مفکوره یې د دې لامل شوه چې پلویان یې قانع کړل شي چې تاوتریخوالی نهیوازې مشروع، بلکې یو الهي مکلفیت دی.
دا رواني تګلاره، په ځانګړې توګه په هغو نویو ځوانانو او ځوانانو کې چې د معنا، هویت او ارزښت په لټه کې و؛ ژور اغېز وکړ، داعش آن له قیامتنښو، سمبولونو او شعارونو څخه هم استفاده وکړه، ترڅو خپلو پلویانو ته دا باور ورکړي چې دوی د یوې نړیوالې مقدسې جګړې په درشل کې دي.
په پای کې، د داعش تجربه ښيي چې له افراطیت سره مبارزه یوازې په پوځي عملیاتو نهحل کېږي، د دې پدیدې د مخنیوي لپاره باید د هغې ټولنیزې، اقتصادي او رواني ریښې په ګوته شي، ځوانانو ته باید تعلیم، امید او ریښتیني فرصتونه ورکړل شي، نه دا چې د خوارجو ډله یې د دین تر نقاب لاندې خپلو شیطاني موخو ته استخدام کړي.