د عصري خوارجو ډیجیټلي ښکار
داعش، د ډیجیټلي دورې دې خوارجو په بې ساري مهارت سره د نویو ټکنالوژیو څخه د زیانمنو ذهنونو ښکارولو لپاره ګټه پورته کړه. دوی انټرنېټ د یوې نوې جګړې په ډګر بدل کړ؛ یوه داسې جګړه چې په هغې کې کلیکونو د ګولیو ځای نیولی وو، ټولنیزې شبکې د دې افراطي ډلې لپاره، د اړیکو لپاره وسیله نه، بلکې یوه وژونکې وسله وه چې کولای یې شوای په چوپتیا او چټکۍ سره، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ځوانان آلوده کړي.
وحشي خوارجو د ډیجیټلي نسل له روانپوهنې څخه په ژور درک سره، داسې مواد تولیدول چې هم یې هیجان درلود، هم یې د تړاو احساس رامنځته کوه او هم یې د کاذب معنویت احساس ورکوه، دا زهرجن ترکیب، په زیانمنو مخاطبینو حیرانوونکې اغیزه درلوده.
دیو صفته داعشیانو په هوښیارۍ سره له بېلا بېلو پلیټفارمونو څخه ګټه پورته کوله، په یوټیوب کې یې مسلکي ویډیوګانې د هالیوډي رڼاګانو په څېر خپرولې، په ټویټر کې یې زړهراښکونکي هشټګونه جوړول چې د ویروس په څېر خپرېدل. په ټیلیګرام کې یې کوډ شوي ګروپونه جوړول چې تعقیب یې تقریبا ناممکن و، حتی کمپیوټري لوبې یې ډیزاین کړې وې چې په هغو کې ماشومان له افراطي مفاهیمو سره آشنا کېدل. داعش ډله په ښه توګه پوهېده چې نوی نسل، د کتاب او وینا په پرتله، د څو رسنیو او متقابل محتوياتو له لارې ډېر اغیزمن کیږي.
خو د آنلاین تبلیغاتو په برخه کې د داعش تر ټولو خطرناکه نوښت، د پیغامونو شخصي کول وو. دوی په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو د معلوماتو په تحلیل سره، په دقیق ډول پوهیدل چې هر فرد کوم محتوا ته غبرګون ښیي، د هغه اروپایی ځوان لپاره چې د یوازیتوب احساس یې کوه، ورته یې د دوستۍ او تړاو پیغامونه لېږل، د هغه منځني ختیځ ځوان لپاره چې له فقر څخه کړېده، مالي ژمنې ورکول کېدلې، دا هدفمند چلند، د دوی د بریالیتوب چانس په پراخه کچه زیات کړ. له افراطي داعشیانو څخه تاریخي تجربې ثابته کړه چې څنګه کولای شو له نوې ټکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو څخه، نه یوازې د بشر د ژوند د ښه کولو لپاره، بلکې د تباهۍ لپاره هم کار واخلو.
له دې ډیجیټلي ګواښ سره مقابله یو هوښیار او څو اړخیز چلند ته اړتیا لري. له یوې خوا باید د افراطي محتوا د تشخیص او حذف کولو ټکنالوژۍ پیاوړې شي، له بلې خوا باید د کاروونکو رسنیز سواد زیات شي، تر ټولو مهمه دا ده چې آنلاین فضا باید له مثبتو او زړه راښکونکو محتوياتو ډکه شي تر څو ځوانان، د ژوند ریښتینې معنا د دې مجازي خوارجو په خونړیو کلیپونو کې ونه لټوي. داعش ډلې شاید په جګړه ایز ډګر کې ماته خوړلې وي، خو په مجازي فضا کې جګړه لا هم دوام لري؛ یوه داسې جګړه چې په هغې کې بریالیتوب هوښیارۍ، پوهې او خلاقیت ته اړتیا لري.
دې ډیجیټلي خوارجو د ویبسایټونو او بدیل چینلونو یوې پېچلې شبکې په جوړولو سره، د محتوا د حذف کولو په وړاندې مقاومت لرونکی سیسټم ډیزاین کړی و، هرکله چې یو حساب یا چینل بندېده، سمدلاسه په لسګونو نوي حسابونه له مخکې چمتو شوې محتوا سره فعالېدل، دوی له آنلاین لوبو او پټو چټ رومونو څخه د نویو مینه والو سره د اړیکو لپاره ګټه پورته کوله او حتی د تنکیو ځوانانو لپاره یې مالي جایزې سره سیالۍ تنظیمولې تر څو دوی ګام په ګام د افراطیت په دام کې راګیر کړي.
جالبه دا ده چې داعش د هر عمر ګروپ لپاره یوه ځانګړې ستراتیژي درلوده: د تنکیو ځوانانو لپاره یې له اکشن کلیپونو او کمپیوټري لوبو څخه کار اخیست، د محصلو ځوانانو لپاره یې د ظاهراً فلسفي بحثونو او دسیسو تیوریو څخه او د منځنیو عمرونو لپاره یې له مذهبي استدلالونو څخه کار اخیست. دا هوښیارانه ویش ښیي چې څنګه یوه افراطي ډله کولای شي د روانپوهنې او نسلي توپیرونو څخه د خپلو شومو اهدافو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.