لونګ لوګروال
د هیوادونو په تاریخ کې د حکومتونو او نظامونو بدلیدل یو طبعي پدیده ده ولې یوازې هغه هیوادونه پر مخ ځي چې په بدلون کې د ټولنې مخ پر وړاندې خوښځښت او سوکالي ډیره زیانمنه نه شي. ډیری شننونکي په دې اند دي چې که د اوسني حکومت پر واړندې کوم تهدید هم نه وي بیا هم په خپله له منځه ځي ځکه چې بنسټونه یې د شګو د څلي په څیر او چارواکي یې فاسد دي.
په تیرو پنځو لسیزو کې تل بدلونونه د تباه کوونکو طوفانونو په څیر وو؛ د کمیونیستي انقلاب په پیل کې په زرګونو افغاني عالمان او پوهان تر خاورو لاندې شوو، د مجاهدینو په راتګ هغه بشري قوه چې ۸۰مو کلونو کې رامنځته شوې وه له منځه لاړه، د طالبانو په تلو بیا خوارج، باغیان او وحشي انسانان واکمنان شوو او په لومړیو کلونو کې یې بې ساري زلمونه وکړل. په تیرو دوو لسیزو کې له واړه بدمرغیو سره سره افغانان له جاپانه نیولې تر امریکا او له مالزیا نیولې تر مصره پورې زده کړو ته تللي او نوي فنون یې زده کړي چې د ټولنې د سوکالۍ لپاره اړین دي. په لویو ښارونو کې خلکو شخصي روغتونونه او پوهنتونونه پرانیستي، ځینو یې وړې کارخانې جوړې کړې او ځینو نورو يې له نړۍ سره د راکړې ورکړې نوې لارې چارې موندلې. خو که بدلون طوفاني شي دا به هم له منځه ولاړ شي او بیا به یې له صفره پیل وو. له دې صفره پیل کول او له شل کولو څخه مخکې بیا له صفره پیل کولو موږ د نړۍ په ملتونو کې شاته پریښي یوو او پربهرنیو یې تکیې ته اړ کړي یوو.
د امریکایانو د اشغال له ختمیدو او د بهرنیو ځواکونو له وتو سره یو ستر بدلون طبعی دی ولې له تیرو ناخوالو څخه په درس اخیستلو باید تیرې ترخې تجربې تکرار نه کړو او ټولنه له اوسني وضعیت څخه هم بدتر وضعیت ته ورټیله نه کړو.
یوه مهمه برخه له نړۍ سره د یو خپلواک سیاست په رڼا کې د دوه اړخیزو او متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو پاته کیدل او غځول دي چې په اوسنۍ نړۍ کې د هر ډول نظام لپاره مهم دي.
نن ورځ دافغانستان په عامه سکتور کې ۱۰.۵ ملیارده ډالر مصرفیږي چې په دې کې ۲.۵ ملیارده د افغانستان خپل عواید دي او پاتې نور یې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له خوا ورکول کيږي. که څه هم د دغو پیسو ډیره برخه د پراخ فساد له امله ضایعه کیږي او نشتون به یې پر افغانستان ژوره اغیزه ونه لري ولې که په بشپړ ډول یې له لاسه ورکړو یوه ستره خلا رامنځته کولای شي چې د راتلونکې نظام د بقا لپاره هم ستر ګواښ دی. دغو مرستو کې په ټول افغانستان کې لومړني او اساسي روغتیایي خدمات، د ټولو ښوونځیو او مدرسو لګښتونه، د سړکونو او پلونو رغول، د هوایي ډګرونو حفظ او مراقبت او داسې نور اساساي لګښتونه هم شامل دي.
د دې لپاره چې د یو وارې تشې پر ځای د تدبیر پر اساس د یو منخ مهاله منظم پروګرام له لارې کورني عواید ډیر او لګښتونه تر کنټرول لاندې راوستل شي، راتلونکی حکومت باید دغه مهمه مسئله ډیره جدي وګڼي او د بین الافغاني اجماع او جوړې په مبحاثو کې ورته ځای ورکړل شي.
افغانستان کې د ټولنې تر ۷۰ سلنه ډیر د فقر تر لیکې لاندې ژوند کوي چې اکثریت يې د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري او یو زیات شمیر ماشومان له خوارځواکي سره مخ دي. همدارنګه افغانستان د تاریخ په اوږدو کې تل پر بهرنیو مرستو متکي پاتي شوی ځکه چې کوم وخت کې ثبات وو هغه وخت کې چارواکي پر خوب ویده وو او کله چې د اقتصادي ودې زمینه برابره وه د هیواد پر اسمان د جګړې دود خپور وو.
موږ ځینې سر تمبه لرو چې وایې د نړۍ مرستې دې سر او خوري او موږ ورته اړتیا نه لرو. دغه ډول کسان اکثراً په خیټه ماړه وي او د خپل همسایه او هیوادولو له وضعیت څخه ناخبره دي. هغه په عامه اصطلاح چې مړه خیټه پاړسي وایي.
لنډه دا چې که هرڅوک غواړي چې تر اشغال وروسته یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، اړتیا لري چې اوسني حقایق ومني او د خپلو وګړو د سوکالي لپاره عامه خدماتو ته نه یوازې ادامه ورکړي بلکې په کمیت او کیفیت کې یې پراخوالی راولي. د دغه کار لپاره هر راتلونکی حکومت اړ دی چې تر څو پر خپلو پښو دریږي نړیوالې مرستې راجذب کړي، خپلې لویې لارې خوندي کړي، نړۍ سره سوداګرۍ او راکړې ورکړې ته ادمه ورکړې،خپلې پولې او هوایي ډګرونه پرانیستي وساتي او یوه منظمه اقتصادی تګلاره خپله کړي.