د اسماعیل هنیه پر شهادت د خوارجو خوشحالي

صفت الله سیاح

#image_title

زیات وخت زمونږ اصلي دښمنان زموږ د مشرانو د له منځه وړلو لپاره پلانونه جوړوي او هڅه کوي چې پلان یې کامیاب شي خو دا چې الله تعالی هر وخت د دوی کید او فریب ناکام کړی نو په همدې خاطر یې د مسلمانانو په نوم بعضې خلک روزلي او تیار کړي تر څو د کفارو اهدافو ته په اسانۍ سره ځان ورسوي او له منځه یې یوسي. له دې جملې څخه یو هم د دې عصر خوارج (داعشیان) دي.

 

نن چې امت مسلمه د یو مسلمان او مجاهد د شهادت له وجې د ویر په ټغر ناست دی، عصري خوارج (داعشیان) یو بل ته په ګروپونو کې د مبارکۍ پیغامونه لیږي او شهید اسماعیل هنیه ته د هلاګت نسبت کوي.

 

دوی همیشه د مسلمانانو په هغه نقطه وار کړی چې ګټه یې کفارو ته رسیدلې ده، د تاریخ په اوږدو کې زمونږ اکثریت با اثره مشران د خوارجو یا هم د هغه چا له خوا په شهادت رسیدلي چې نسبت یې اسلام او مسلمانانو ته کیږي.

 

لکه حضرت عثمان رضی الله عنه د باغیانو د لاسه په شهادت ورسېد چې وروسته له شهادت څخه یې د مسلمانانو تفرقه او د زرګونو مسلمانانو شهادت له هیچا پټ نه دي.

 

علی کرم الله وجهه د خوارجو له خوا شهید شو او همداسې نور…

 

خو په اوسني وخت کې دې کار ته عصري خوارجو (داعش) ټټر وهلی دی، له 2014 کال راهیسې عصري خوارجو د امت مسلمه هغه مشران شهیدان کړي چې کفارو ته تر نورو زیات مطلوب وو، لکه شیخ ابو خالد السوري باندې امریکا لس میلیونه ډالر انعام ایښی وو خو عصري خوارجو مفته د ځان وژونکو په توسط شهید کړ.

 

که د هغو مجاهدینو نوملړ دلته ولیکو چې خوارجو د امریکا او اسرائیلو لپاره مفته شهیدان کړل، لیکنه به زیاته اوږده شي خو په همدې به اکتفاء وکړو.

 

عصري خوارجو (داعش) خپله پوره پوره هڅه کړې چې د نړیوال جهاد مشران شهیدان کړي، که چیرته د دوی لاس ور ونه رسیږي او کفار یې شهید کړي، دوی ورته د خوښۍ چکچې وهي لکه نن یې چې د اسماعیل هنیه د شهادت په ورځ ووهلې.

 

که تاسو پلټنه وکړئ، تر ننه عصري خوارجو تر کفارو مسلمانان بیا بالخصوص مشران او قائدین زیات شهیدان کړي. دلته هم دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې حدیث مصداق ګرځي. لکه څنګه چې فرمایي (يقتلون أهل الإسلام، ويدعون أهل الأوثان، يمرقون من الإسلام كما يمرق السهم من الرمية” رواه البخاري، ومسلم.)

دوی (داعشیان) به مسلمانان وژني او کافران به پریږدي، دوی به له اسلام څخه داسې وځي لکه څنګه چه غشی له لیندۍ وځي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version