د ترکیې تقویم ورځپاڼې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې ترکي استخباراتو د اسراییلو لخوا د اسماعیل هنیه د ترور دوه پلانونه شنډ کړي وو او ایران ته تر تګ وړاندې یې هم نوموړي ته د احتیاط توصیه کړې وه.
د راپور له مخې، د ترکیې د استخباراتو ادارې تر هغه وروسته هنیه ته د احتیاط وویل چې ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو ته د راتلونکو مېلمنو له لیسته د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصر الله نوم وایست، خو د هنیه نوم یې پکې پرېښود.
ورځپاڼه لیکي، د ترکیې استخباراتو هنیه ته ویلي و چې له الکترونیکي وسائلو او ټلفون سره محتاط واوسي، ځکه چې اسراییل او ملاتړې استخباراتي ادارې یې د وژلو هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، اسماعیل هنیه د تیرې جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه د ایران د تهران په یوه خوندي سیمه کې د سپاه پاسداران په مېلمستون کې دننه په یوه مرموز برید کې له خپل یوه ساتونکي سره یوځای شهید شو. ایراني چارواکي وايي چې برید د یوه کوچني راکټ په وسیله ترسره شوی، خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي و چې د هنیه د هستوګنې اطاق ته چاودېدونکي توکي دوې میاشتې وړاندې ننه ایستل شوي وو او وروسته د ریموټ په وسیله چاودنه ورکړل شوې ده.
زیاتره څارونکي په دې اند دي چې د هنیه په شهادت کې یو شمېر ایراني چارواکو له اسراییلو سره کومک کړی دی. تر پیښې وروسته د ایراني حکومت لخوا د لسګونو امنیتي او استخباراتي مسؤلینو نیول کېدل دا په ډاګه کوي چې ایران هم په همدې نظر دی چې په نظام کې دننه کسانو له هنیه سره خیانت کړی دی.