لیکوال: ابو حماد الله
لومړۍ برخه
۱- په اسلام کې حاکمیت الٰهي دی او په دیموکراسۍ کې حاکمیت د ولس لخوا دی.
۲- د اسلام ماخذ وحي ده او د دیموکراسۍ ماخذ افلاطون او ارسطو دی.
۳- په اسلام کې ماده پرستي شتون نه لري او په دیموکراسۍ کې ماده پرستي سل په سله شته.
۴- اسلام سماوي نظام دی او دیموکراسي وضعي او مخترع (د ځان نه جوړ شوی) نظام دی.
۵- اسلام د ژوند څخه تر مرګه پورې یوه ضابطه د حیات دی، دستور د حیات دی او دیموکراسي سیاسي نظر دی، د دین نظام نه دی او ضابطه د حیات نه ده.
۶- په اسلام کې د ﷲ تعالیٰ او د رسولﷲ ﷺ حکم ته تسلیمیدل دي او دیموکراسۍ کې اکثریت ته تسلیمیدل دي.
۷- په اسلام کې د الٰهي نظام پابندي ده او په دیموکراسۍ کې سل په سله دین او مذهب څخه آزادي ده.
۸- اسلام د بشر حقوق همدا راز د حیواناتو حقوق مني، د ایمان او اخلاقو لحاظ سره؛ خو په دیموکراسۍ کې فقط حقوق بشر دي هغه هم د ایمان او اخلاقو نه علاوه تش په خوله باندې او د حیواناتو حقوق هم نه لیدل کیږي.
۹- په اسلام کې د حاکم او رعیت لپاره خپل-خپل شرائط دي او په دیموکراسۍ کې هیڅ شرائط نشته بلکې هر څوک رئیس جمهور جوړیدای شي.
۱۰- د اسلام مرجع قرآن، سنت او فقه ده او د دیموکراسۍ مرجع پارلیمان، ملل متحد، د مشرانو جرګه او لویه جرګه ده.
۱۱- په اسلام کې د مشرۍ لپاره موده معلومه نه ده او په دیموکراسۍ کې یا ۳ کلن نظام دی او یا ۵ کلن نظام دی، که اهل کس هم وي درې یا پنځه کاله وروسته به معزوله کېږي او که د اول نه کوم جاهل او مفسد مقرر شولو، نو هغه به هم خامخا پنځه کاله پوره کوي.