اسلام د اسماني ادیانو په لړ کې تر ټولو وروستی او بشپړ دین دی چې د بشر ټولو اړتیاو ته په کې پام شوی دی، د خپلو پیروانو د ژوند او نېکمرغۍ ټول اړخونه په کې رانغاړل کېږي او له پېړیو وروسته یې هم دا حقانیت په هر ډول تاریخي حالاتو او شرایطو کې ثابت شوی دی، د اسلام پر حقانیت ولاړ اسلامي نظام د فرد او ټولنې د تنظیم او مدیریت کړنلارې لري، حقوق، وجایب او مسوولیتونه یې مشخص کړي دي، که چېرته یې پیروان ورباندې منګولې ټینګې کړي او د رښتیني او بشپړۍ پیروۍ پوهه او روحیه په ځان کې ولري؛ د اسلام نظام په چوکاټ خپل ځان ته د عزت او سرلوړۍ ځانګړی مقام، شان او شوکت خپلوي.
د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو د کامیابۍ، سر لوړۍ او پرمختګ راز په همدې کې وو چې دوی ځانونه د یوه داسې نظام تابع او ساتونکی ګرځولي وو، چې د وخت وضعي او سیاسي قوانینو او نظامونو ورباندې اغېز نه درلود، د غلامۍ او پر بل د تکیې روحیه په کې نه وه، یوازې د یوه واقعي او تلپاتې ذات لور ته بلنه او ورسره د رښتینې اړیکې جوړولو نظریه حاکمه وه، عزت او ذلت یې یوازې د هغه له لوري د ورکړې په سترګه کتل.
کله چې په اروپا کې له ۶ مې پېړۍ نه تر ۱۶ زېږدیزې پېړۍ پورې د تیاره پېړیو یا د اروپا د زرکلن خوب او وحشت (قرون الوسطی) لړۍ پیلېږي، د کلیسا او مذهبي سیاستوالو د وحشتونو تاریخ پیلېږي، وګړي د جهالت او افراطي کفر په لمن کې لوېږي، د یوه منحرف دین منحرف افکار ورباندې تپل کېږي، پاپان پر خپلو وګړو د پیسو د تر لاسه کولو لپاره د جنت او دوزخ ټکټونه پلوري، بر عکس بیا د اسلامي تاریخ او تمدن ځلانده دورې جریان لري، د نړۍ مسلمانان د اسلامي نظام په اډانه کې د علم، پوهې، ساینس او فرهنګ عالي تجربې تر سره کوي، ښوونځي، مدرسې او لوړې زده کړې جریان لري، سوله او امنیت حاکم دی، ځکه چې مسلمانانو په واقعي ډول ځانونه د اسلام او اسلامي نظام تابع ګرځولي دي.
حقیقت دا دی چې په اسلامي خاوره او ټاټوبي یوازې اسلامي نظام، چې پر خپلو پنځه ګونو بنسټونو، قراني او نبوي ارشاداتو باندې ټینګ ولاړ وي، چلیدلی او پایېدلی شي، له دې پرته نور استعماري او وضعي نظامونه د لنډ مهال لپاره واک ته رسېږي، خو ژر د زوال او بربادۍ کندې ته لوېږي یا هم د یوه زبر ځواک تر نظر، ملاتړ او اشغال لاندې د دیکتاتورۍ او زور تر ژغ لاندې واک ته دوام ورکوي، تاریخي تجربو ته په پام سره په اسلامي نظام کې وګړي له ګڼو مزایاوو څخه برخمن دي، چې څو ته یې لنډه اشاره کېږي.
۱- سوله او امنیت:
که خپله د اسلام مبارکې کلمې لغوي رېښې ته پام وکړو، نو د سلامتیا، سوکالۍ او سکون معنی ورکوي، لومړی پیغام یې دا دی چې دغه دین ته په ور ننوتو سره له هر مسلمان نه د امن او خوندیتوب دېوال راتاو دی او تر یوه داسې چتر لاندې د ژوند کولو ویاړ ور په برخه کېږي چې تضمین یې څښتن تعالی کړی دی، مرګ او ژوند یې دواړه د عزت او سرلوړۍ په غېږ کې دي.
بله برخه یې هم امنیت دی، نني ګڼ نظامونه د خپلې بودیجې تر ټولو ستره کچه په امنیت او دفاعي چارو لګوي، ځینو خو یې د همدې چارې لپاره بیخي پوځي بڼه خپله کړې ده، د دښمنۍ او دښمن پاتې کېدو احساس په کې دی، خو اسلامي نظام خپلو وګړو او پیروانو ته د سولې او امن زېری ورکوي، ځکه چې دلته نه څوک په چا ظلم کوي او نه هم څوک د مظلومیت او غلامۍ لور ته سوق کوي.
۲- رښتینی استقلال:
په ننۍ نړۍ کې به ګرانه وي چې د رښتیني استقلال لرونکي نظامونه دې ومومو، اکثریت هېوادونه د نړیوالو کنوانسیویونو او قراردادونو یا ټولنو په اډانه کې له استقلال څخه محروم شوي دي، یا د مالي او پوځي تمویلوونکو تابع دي یا هم د مشخصو کورنیو د میراثي واکمنیو ترخې او تکراري تجربې تېروي، خو رښتینې خپلواکۍ په اسلام کې ده، ځکه چې دا د بنده په لاس جوړ شوی نظام نه دی، نهايي متابعت یوازې د هغه ستر ذات حق ګڼل کېږي چې انسان یې خلق کړی او بیا یې د هغه بشري ځانګړنو او فطرت ته په پام سره یو غوره نظام د ژوند او چارو د تنظیم لپاره ورکړی دی.
۴- د تبعیض او تعصب ورکېدل:
نړۍ د تبعیض او تعصب ضد شعارونو او قوانینو سربېره هم له دې ناوړه پدیدو څخه نه ده راوتلې، وګړي یې د رنګ، ژبې قوم او سیمو په نامه وېشل شوي دي، تور پوستي، سپین پوستي او سور پوستي اصطلاحات یا هم لومړۍ درجه او دویمه درجه وګړي، اشراف او عوام په نامه وېشنې لا هم د هغوی د سیاسي کړنلارو او حکومتونو په اصولو کې ځای لري، خو اسلام نظام دا هر څه له منځه وړي، يوازې تقوا او له واقعي څښتن څخه وېره یې معیار ګرځولی دی.
۵- حکومت نه؛ خدمت: اسلامي نظام د خپلې سیاسي روحیې له مخې اصلا پر وګړو او اتباعو د حکومت او واکمنۍ لپاره نه، بلکې د غوره خدمت او ټولنیزو چارو د تنظیم مسوولیت لري، که د نړۍ اوسنیو استبدادي نظامونو ته راشو، د کودتاوو، واک نیونو او د ټاکنو په نامو د جعلي پروسو ډېر ناولی تاریخ لري، کله کله د حکومت او په زور د واک نیولو په سر ټول هېواد برباد شوی دی، خو اسلامي نظام بیا د ټولنې او دین د غوره خدمت لپاره د سالمې سیالۍ ډګر دی، نه غواړي خلک یې غلامان وي، بلک واک ورکوي چې مسوولین سمې لارې ته راولي او د اسلامي نظام د اصولو نه په بیروني چلند یې حذف او محاکمه کړي.
۶- سوکالي او پرمختګ:
د اسلامي نظام بل ستر مسوولیت دا دی چې د سولې او امنیت په فضا کې د وګړو د ژوند ښه کېدو، سوکالۍ او هم پرمختګ لپاره کار وکړي چې د دوی روغتیا، زده کړه او کاروباري یا سوداګریز مسایل په کې شامل دي، په دې نظام کې خلک د سود، مالیاتو او نورو وضعه کړو قوانینو پر مټ بېوزلۍ ته نه سوق کېږي، بلکې پر ځان بسیاینې، اقتصادي غوړېدنې او په ټولنیز نظام کې د مثبت نقش لرلو او فعال پاتې کېدلو ته یې هڅوي.
۷- هېواد پالنه او ساتنه:
په اسلامي نظام کې د هېواد مینه او ساتنه د یوه مومن د عقیدې او ایمان نه جلا کېدونکې برخه ګڼل کېږي، ځکه دا هغه جغرافیه ده چې د اسلامي نظام او شریعت د سپېڅلو قوانینو د پلي کېدو لپاره ځانګړې شوې ده او که چېرته یې ځمکنۍ تمامیت او ازادي تر پوښتنه لاندې وي، په حقیقت کې د اسلامي قوانینو د تطبیق ساحه محدودېږي چې دا هېڅکله هم نه شي زغملی، ځکه چې د اسلامي نظام مسوولین د سر او مال په بدل کې د هېواد ساتنه او پالنه کوي، هم یې له دښمن او کفري ځواکونو ساتي او هم یې د ابادۍ او پرمختګ لپاره شپه ورځ کار کوي، څو له نورو سره سیال او د ژوند تر ټولو غوره اسانتیاوې ولري، د شریعت قوانین په کې په غوره ډول تطبیق او د خلکو خدمت وشي.
نن چې په ګڼو کفري هېوادونو په ځانګړي ډول اروپا کې د اسلام لور ته د وګړو تمایل زیات شوی، ګڼ نظامونه یې په یوه ډول د اسلامي نظام د اقتصادي او سیاسي کړنلارو څخه په غیر مستقیم ډول تقلید کوي، دوی په حقیقت کې د اسلامي نظام مزایاوې او د خپلو ټولنیزو مسوولیتونو او ټولنیزه سوکالۍ کې د اسلام غوره کړنلاره درک کړې ده او پوهېږي چې اسلامي نظام د بشر د سوکالۍ او ښه ژوند لپاره تر ټولو ښه او ثابته طرحه لري.