د اسلامي نظام نور پاتې مزاياوې په لاندې ډول دي:
۱۰:- اسلامي نظام عادلانه نظام دی
اسلام یو داسې دین دی چې نه یوازې د عباداتو او روحانیت لارښوونه کوي، بلکې د ټولنیز، سیاسي او تمدني ژوند لپاره هم بشپړ نظام لري، د دې نظام اساس عدالت دی، او همدا ځانګړنه اسلام د نورو بشري نظامونو څخه بېلوي.
د عدل معنا او تعریف
علماوو د عدل په اړه بېلابېل تعریفونه کړي دي، چې له هغو څخه څو مشهور اقوال یادوو:
۱: علامه ابن حزم رحمه الله فرمايي: العدل هو: أن تعطي من نفسك الواجب، وتأخذه
ژباړه: عدل دا دی چې ته بل حقدار ته خپل واجبي حق ورکړې او خپل واجبي حق له بل څخه واخلې.
۲: علامه ابن الهمام رحمه الله فرمایي:
العدل: بذل الحقوق الواجبة، وتسوية المستحقين في حقوقهم
ژباړه: عدل دا دی چې انسان د نورو واجب حق ورکړي او خپل حق واخلي، او د حق لرونکو ترمنځ مساوات وکړي.
۳: علامه جرجاني رحمه الله وایي:
العدل: هو الأمر المتوسط بين طرفي الإفراط والتفريط
ژباړه: د افراط او تفریط ترمنځ منځنی حالت ته عدل ویل کېږي.
۴: د شریعت په اصطلاح کې عدالت داسې تعریف شوی:
العدالة في الشريعة عبارة عن الاستقامة على طريق الحق بالاجتناب مما هو محظور دينا
ژباړه: عدالت په شریعت کې هغه دی چې انسان د حق پر لاره ثابت پاتې شي او له حرامو ځان وساتي.
په ټولنه کې د عدل اهمیت
الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایي:
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ
ژباړه: بې شکه الله تعالی د عدل او احسان امر کوي.
عدالت د اسلام له هغو سترو او بارزو ځانګړنو څخه دی چې اسلامي دین یې د ژوند په ټولو برخو کې بنسټ ګرځولی دی. په قرآن کریم کې د “عدل” او “قسط” مشتقات شاوخوا ۲۶ ځله ذکر شوي، چې دا د هغه د اهمیت څرګندونه کوي.
د عدل تصور په دوه حقیقتونو ولاړ دی:
۱: د خلکو ترمنځ د حقوقو توازن او تناسب ساتل.
۲: د هر حق په انصاف او اسانتیا سره ادا کول.
عدل د الله تعالی له صفاتو څخه دی، ځکه د هغه هر قول، فعل او فیصله پر توازن او انصاف ولاړه ده.
عدالت د اسلامي ټولنې بنسټ
عدالت د اسلامي ټولنې او حکومت د بنسټ ډبره ده، په هغه ټولنه کې چې ظلم واکمن وي، هلته بشپړ اسلام نه شي پلی کېدای، له همدې امله اسلام پر ټولنیز عدالت ځانګړی ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې ټول خلک د اسلامي قانون مخې ته پرته له امتيازه مساوي وي.
عدالت د حاکم د شخصي خوښې او مزاج تابع نه دی، بلکې د شریعت یو حتمي اصل دی. د خلیفه لپاره د خلکو ترمنځ د عدل قائمول له سترو واجباتو څخه ګڼل کېږي، او ټول امت په دې خبره متفق دی چې هر حاکم ته واجب دي د انصاف او عدالت پر بنسټ قضاوت وکړي.
د اسلامي تمدن ځانګړنه
عدالت یوازې د فرد په ژوند کې نه، بلکې د ټولنې، دولت او تمدن په جوړښت کې هم مرکزي رول لري، اسلام عدالت د خپل ټول نظام بنسټ ګرځولی دی. د انسان د ژوند په ټولو برخو کې، که هغه شخصي ژوند وي، که د خلکو ترمنځ اړیکې وي او که د دولت او ټولنې اداره، عدل لازمي او بنسټیز اصل دی.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم، خلفاوو راشدینو او تابعینو په زمانه کې د عدالت ښکاره عملي بېلګې لیدل کېږي. له همدې امله اسلام یو عادلانه نظام دی، او د بشریت د سعادت، امن او پرمختګ لپاره بشپړ حل لاره وړاندې کوي.