د اسلامي أمت د زوال لاملونه دویمه برخه
مفتي بشیر احمد مهاجر
نو د قران کریم دغه آیت “وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ” (سورة الانفال: ۴۶ )
چې موږ د دې لړۍ په اوله برخه کې هم ذکر کړ، ټول اسلامي امت ته دا درس ورکوي، چې تاسو د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پوره پوره اطاعت وکړئ او له خپلمنځي اختلاف څخه ډډه وکړئ.
که چیرې یو قوم یا امت د الله جل جلاله او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت، په نافرمانۍ، طغیان او ګناه بدل کړي، نو هغه قوم ته الله دوې سزاوې ورکوي، اوله سزا دا چې هغه قوم باندې عمومي عذاب راولي، دویمه سزا دا چې ظالم ورباندې مسلط کړي، د ذلت او رسوايۍ سزا ورکړي، تر دې چي یو غلام ابن غلام ور څخه جوړ کړي.
اوس راځم د هغه امت حالت ته، چي خیر الأمم ورته ویل شوی؛ دا د آخري پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امت دی، چي په ټولو امتونو کي غوره امت دی؛ ددې امت امامان او مخکښان هغه غوره خلګ دي چې دې نړۍ ته یې د علم، عرفان، پوهې او انسانیت رڼا راوړله، دا هغه امت دی چي د شر او فساد، بدمرغیو او جهالت جرړې یې ووېستې، په نړۍ کي یې د اخلاقو څادرونه وغوړول، انسان ته یې د انسان حقانیت ور وښود، د ظلم بازارونه یې وتړل، هغه دښمنان چې یو د بل ویني به یې څښلې، هغه یې پر یوه دسترخوان لکه وروڼه کښېنول.
بالآخره، د عقل، پوهې او بصیرت خاوندان په دې فکر او سوچ کې دي، چې اخر دا کوم راز دی چې یو داسې امت چې هرې ښېګڼې به له دوی څخه سرچینه اخیسته، هر نیک انسان به په دوی کي و، هر کافر به چې نیک کار ته ملا وتړله، هغه به اسلام راوړ؛ مګر نن هغه امت د بربادۍ او تاوان پر لور روان دی، ورځ تر بله یې شاتګ او زوال ته ملاتړلې ده.
سره له دې چي د تعداد او شمېر په حساب په نړۍ کې په دویم نمبر کې قرار لري، دین یې حق دی چي اسلام دی؛ مګر د دې هرڅه باوجود نن ورځ دغه مسلمان د هندوانو دین ته ور اوړي، هغه دین چې سراسر جهالت، درواغ او خرافات دي، یا هغه ادیانو ته اوړي چې ټول منسوخ دي، آسماني کتابونه یې ټول په خپلو خرافاتو ډک کړي دي، خو لا بیا هم مسلمان خپل دین پرېږدي، د بګوان عبادت کوي یا پر بایبل او نورو باطلو عقایدو او خدایانو ایمان راوړي.
د خپل حق دین څخه مخ اړول او د اغیارو د شومو پدیدو له امله باطلو ادیانو ته اوښتل، یا خپل اسلامي رواج او کلتور پرېښودل، د نورو کلتور خپلول دا روښانه کوي چې په دې امت کې څه داسي شیان، مفکورې او پدیدې رامنځته شوي چې له دوی څخه یې خپل اصلي مقصد هېر کړی او دوی یې په هغه څه اخته او مصروف کړي چې ورځ په ورځ له شاتګ، بې دینۍ، فحشا او عریانۍ سره مخ دي.
هغه کوم اسباب دي چې د امت مسلمه د زوال لامل او سبب ګرځېدلي دي؟
۱:- د جهاد پرېښودل؛
دا هغه لامل دی چي اسلامي امت یې په پرېښودو سره خپل شان او شوکت وبایلود او د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د اطاعت د پرېښودو لامل وګرځېد، د جهاد په ترک او پرېښودو سره امت مسلمه خپل اسلامي نظامونه او خلافتونه له لاسه ورکړل.
نن ورځ په خپل وطن کې د خپل سیاست اختیار نه لري، خپلمنځي اختلاف یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، د مشرانو رهبري یې اکثره د نورو له خوا ترسره کېږي، اوس چې سړی فکر وکړي چې هغه به کومه لاره وي چي امت مسلمه له هغې لارې د دې ذلت او رسوايي څخه ووزي او یو ځلې بیا هغه خپل زوړ تاریخ او ویاړلی برم را ژوندی کړي، یو ځلې بیا په نړۍ د اسلام سپېڅلی قانون پلی کړي او د مسلمانانو له لاسونو څخه وتلي ځمکې بیا لاس ته راوړي، نو د دې هر څه حل او د دغه کرغېړن حالت څخه د وتلو لاره یوازې او یوازې جهاد دی.
مسلمانان چې نن ورځ په کوم ځای کې هم په تکلیف او اذیت کې دي، دا ځکه چې مسلمانانو د الله جل جلاله د سپېڅلي حکم چې جهاد دی، شا کړې ده؛ د عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (اذا تبایعتم بالعینة وأخذتم أذناب البقرورضیتم بالزرع وترکتم الجهاد سلط الله علیکم ذلا، لاینزعه شیئ حتی ترجعوا الی دینکم). “رواه احمدوأبوداؤد”
ژباړه: چې کله تاسو یو له بل سره بیعه وکړئ د سود په بیعه باندې او تاسو د غواګانو څرول شروع کړئ او تاسو د فصل په کرلو راضی شئ، او تاسو جهاد پرېږدئ، الله جل جلاله به پر تاسو ذلت مسلط کړي، چې دا به داسې ذلت وي چي تر هغه به ستاسو څخه نه وځي، چې ترڅو تاسو بېرته خپل دین ته نه یاست راګرځيدلي.