ځینې اشتباهات او د هغې ځوابونه:
د شیخ الاسلام حضرت مولانا حسین احمد مدني رحمه الله د عبارت څخه اشتباه:
په ديوبندي اکابرو علماء کرامو کې د شیخ الاسلام حضرت مولانا حسین احمد مدني رحمه الله د کتاب “ارشادات مدنی” په ۲۲۱ صفحه کې یو عبارت دی چې په هغه کې د هغه چا په تکفیر باندې تصريح ده څوک چې د مسلمانانو خلاف د کفارو په صف کې جنګېږي، عبارت په دا ډول دی:
“تیسری صورت قتل مسلم کی یہ ہے کہ کوئی مسلمان کافروں کے ساتھ ہو کر ان کی فتح ونصرت کے لئے مسلمانوں سے لڑے یا لڑائی میں ان کا اعانت کرے اور جب مسلمانوں اور غیر مسلموں میں جنگ ہو رہی ہو، تو وہ غیر مسلموں کا ساتھ دے، یہ صورت اس جرم کی کفر و عدوان کی انتہائی صورت ہے، اور ایمان کی موت اور اسلام کے نابود ہو جانے کی ایک ایسی اشد حالت ہے جس سے زیادہ کفر وکافری کا تصور بھی نہیں کیا جا سکتا”۔ (ارشادات مدنی، ص: ۲۲۱)
وضاحت: د حضرت مولانا حسين احمد مدني (رحمه الله) پورته ذکر شوی عبارت د سلف صالحینو او د اهل السنة د جمهورو متقدمینو او متأخرینو د موقف خلاف نه دی، ټول سلف او جمهور متقدمین او متأخرین همداسې وايي، چې که یو کس د کفارو په صف کې د مسلمانانو خلاف جنګېږي او نور هیڅ دنيوي غرض او مقصد يې نه وي، فقط د دې لپاره جنګېږي چې کافران بريا حاصله کړي او مسلمانان ماته وخوري، نو دا صورت کفر دی، ځکه دا خو د دې واضح دلیل دی چې دی د اسلام او مسلمانانو سره نفرت او دښمني لري او د کفر او کافرانو سره يې محبت دی، او د اسلام او مسلمانانو په مقابله کې د کافرانو او بل کفري دین سره محبت کول کفر دی.
هو؛ که یو سړی د ځینو دنیوي اغراضو او موخو، لکه مال، خپلوي، قومي عصبیت او حمیت، یا دغه شان نور دنیوي اغراضو لپاره د كافرانو ملاتړ وكړي، نو دا بیا ګناه کبیره ده، کفر نه دی؛ خو د کفر ذریعه ګرځي، ځکه په داسې کېدو سره یې ورو ورو د اسلام او مسلمانانو سره نفرت او دښمني پیدا کېږي او د کفر او کافرانو سره یې محبت پیدا کېږي، په دې اړه مونږ وړاندې د اهل السنة والجماعة د سلفو او جمهورو متقدمینو او متأخرینو ډېر نصوص او عبارات ذکر کړل.
“ماهنامه دارالعلوم دیوبند” په خپله ګڼه (جمادي الثانیة ۱۴۳۴هـق مطابق اپرېل ۲۰۱۳م) کې په تحریک خلافت او تحریک ترک موالات کې د حضرت مدني رحمه الله کردار ذکر کوي، په هغه كې مدني رحمه الله د كفارو موالاتو ته حرام ويلي دي، كفر يې نه دي ورته ويلي.
هو؛ تكفير يې هم كړی خو د حرامو په تحلیل باندې، لکه د “ماهنامه دارالعلوم دیوبند” عبارت په دا ډول دی:
“آپ نے اعلان کیا “حکومتِ برطانیہ کی فوج میں شامل ہونا حرام ہے”۔ لوگوں کو سمجھایا، برطانیہ کی ناپاک پالیسی ہندوستانی فوجوں سے مسلمانوں کو قتل کروانے والی ہے۔ ان کا گھر، مال ودولت لوٹاتی ہے، ان کو بے عزت وبے آبرو کرواتی ہے۔ اگر کوئی فوجی اس چیز کو حلال سمجھے گا تو وہ کافر ہو جائے گا۔ شرعی حیثیت سے کسی قسم کی مدد حکومت برطانیہ کی کرنا حرام ہے، ہر قسم کا موالات اور تعاون حرام ہے، مسلمانوں پر ترکِ موالات فرض ہے۔
نو د دې عبارت په تناظر کې حضرت مولانا حسين احمد مدني رحمه الله د برطانویانو په فوج کې په مقرر یا مؤظف کېدو باندې د حرمت فتوا کوي، خو هو؛ که یو څوک په عبارت کې ذکر شوي جرائم د ځان لپاره حلال ګڼي، نو کافر کېږي او دا خبره محقّقه ده چې تحلیل د “ما حرّم الله” یا د اسلام په مقابله کې د کفر سره محبت کول کفر دی.
مفتي اعظم هند مفتي کفایت الله دهلوي صاحب رحمه الله:
په کومه زمانه کې چې تحریک ترکِ موالات چلېده، نو د علماوو د یوې خاصې طبقې نه علاوه اکثریت علماء کرامو او مسلمانانو د دغه تحریک سره وو او علماء کرامو ترکِ موالات فرض ګڼل او د پرنګيانو (برطانیانو) سره يې موالات حرام ګڼل، کفر يې نه ګاڼه؛ او کومو خلکو چې موالات اختیار کړي وو، هغوی يې فاسقان او ظالمان ګڼل، کافران او مرتدین يې نه ورته ويل؛ لکه مفتي اعظم هند مفتي کفایت الله دهلوي صاحب رحمه الله په دې حوالې سره د یوې استفتاء په جواب کې فرمايي:
“دشمنانِ خدا اور رسول اور دشمنانِ اسلام اور دشمنانِ مسلمین سے ترکِ موالات کرنا ایک مذہبی فریضہ ہے، جس کے متعلق قرآن مجید میں صاف وصریح احکام اور ناقابلِ تاویل نصوص وتصریحات موجود ہیں، دوپہر کے وقت وجود آفتاب سے انکار ممکن، لیکن قرآن وحدیث جاننے والے کو فریضہ ترکِ موالات سے انکار کرنا ممکن نہیں، قرآن پاک میں نہ صرف ایک دو جگہ بلکہ متعدد مواقع میں اس مہتم بالشان فرض کا ذکر فرمایا گیا اور اس کے اوپر عمل نہ کرنے والوں کو عذاب اور غضب کبریائی سے ڈرایا گیا ہے،
ایک جگہ ارشاد ہے ﴿لَا تَجِدُ قَوْمًا يُّؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْيَوْمِ الْاٰخِرِ يُوَآدُّوْنَ مَنْ حَآدَّ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ﴾ (مجادلہ) یعنی اے پیغمبر! تم اس جماعت کو جو خدا تعالیٰ کی مقدس ہستی اور روزِ جزا پر یقین وایمان رکھتی ہو دشمنان خدا ورسول سے موالات، یعنی دوستی اور نصرت کے تعلقات رکھتے ہوئے نہ پاؤ گے، گویا یوں فرمایا گیا کہ حضرت حق اور یومِ آخرت پر ایمان اور دشمنانِ خدا اور مکذبینِ روزِ جزا سے موالات ایسی متبائن ومتضاد باتیں ہیں کہ ایک دل میں اُن کا جمع ہونا ممکن نہیں۔
دوسری جگہ فرمایا: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ﴾ (ممتحنہ) یعنی ایمان والو! ہمارے اور اپنے دشمنوں کو دوست نہ بناؤ یعنی ان کے ساتھ دوستانہ تعلقات نہ رکھو۔ تیسری جگہ ارشاد ہوتا ہے: ﴿اِنَّمَا يَنْهٰكُمُ اللّٰهُ عَنِ الَّذِيْنَ قَاتَلُوْكُمْ فِى الدِّيْنِ وَاَخْرَجُوْكُمْ مِّنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوْا عَلٰۤى اِخْرَاجِكُمْ اَنْ تَوَلَّوْهُمْؕ وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ فَاُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ٩﴾ (ممتحنہ) یعنی جو لوگ تم سے مذہبی لڑائی لڑیں اور تم کو تمہارے گھروں سے نکالیں اور نکالنے والوں کی مدد ومعاونت کریں، حضرت حق ایسے لوگوں کی موالات سے تم کو منع کرتے ہیں اور جو اُن سے موالات کرے گا وہ ظالم ہے۔
آج کل جن اعدائے اسلام کے ساتھ ترک موالات کا مسئلہ زیر بحث ہے ان میں یہ تینوں باتیں پورے طور پر موجود ہیں: قتال في الدین، اخراج من الدیار اور مظاھرہ علی الاخراج تینوں کام انہوں نے کئے ہیں تو قرآن پاک کے اس صاف وصریح حکم کے بموجب ان اعدائے اسلام سے موالات حرام ہے اور موالات کرنے والے ظالم ہیں”۔
( کفایت المفتي ج: ۹ ، ص: ۴۱۲)
د امام ابوبکر جصاص رحمه الله د عبارت څخه اشتباه:
د ځینو اکابرو د عباراتو څخه کله سړي ته دا اشتباه پیدا کېږي چې ګنې هغوی مطلق موالاتو ته کفر او ارتداد ویلي دي، لکه د امام ابوبکر جصاص رحمه الله د لاندې عبارت څخه:
عبارت: الكافر لا يكون وليًّا للمسلم، وفي هذه الآية دلالة على أن الكافر لا يكون وليًّا للمسلم، لا في التصرف ولا في النصرة، ويدل على وجوب البراءة من الكفار والعداوة لهم؛ لأن الولاية ضد العداوة، فإذا أُمرنا بمعاداة اليهود والنصارى لكفرهم فغيرهم من الكفار بمنزلتهم، ويدل على أن الكفر كله ملة واحدة؛
لقوله تعالى: ﴿بَعْضُهُمْ اَوْلِيَآءُ بَعْضٍ﴾ ويدل على أن اليهودي يستحق الولاية على النصراني في الحال التي كان يستحقها لو كان المولى عليه يهوديا، وهو أن يكون صغيرا أو مجنونا، وكذلك الولاية بينهما في النكاح هو على هذا السبيل، ومن حيث دلت على كون بعضهم أولياء بعض فهو يدل على إيجاب التوارث بينهما، وعلى ما ذكرنا من كون الكفر كله ملة واحدة، وإن اختلفت مذاهبه وطرقه، وقد دل على جواز مناكحة بعضهم لبعض اليهودي للنصرانية والنصراني لليهودية، وهذا الذي ذكرنا إنما هو في أحكامهم فيما بينهم، وأما فيما بينهم وبين المسلمين، فيختلف حكم الكتابي وغير الكتابي في جواز المناكحة وأكل الذبيحة،
قوله تعالى: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ يدل على أن حكم نصارى بني تغلب حكم نصارى بني إسرائيل في أكل ذبائحهم ونكاح نسائهم، وروي ذلك عن ابن عباس والحسن، وقوله: ﴿مِنْكُمْ﴾ يجوز أن يريد به العرب؛ لأنه لو أراد المسلمين لكانوا إذ تولوا الكفار صاروا مرتدين.
وضاحت: نو دلته د موالاتو څخه مراد موالاتِ تامه دي، چې څوک ور څخه تعبیر په موالات کامله سره کوي، او څوک ور څخه تعبیر په موالات مطلقه عامه سره کوي او موالات تامه هغه موالاتو ته ویل کېږي چې هغه د عقیدوي فساد په خاطر باندې وي، ځکه مطلقه موالات د سلفو په نزد باندې کفر نه دی، بلکه سلف يې تقسیموي، لکه د امام محمد رحمه الله او د نورو سلفو او اکابرو د عباراتو څخه دا موضوع مخکې په وضاحت سره بیان شوه.
ځکه که مطلقه موالات کفر او ارتداد شي، نو بیا خو په دې لوري او ټولي کې حضرت حاطب بن ابي بلتعة، ابو لبابه بن المنذر، سعد بن عبادة او فرات بن حیان رضوان الله علیهم اجمعین هم راځي، ځکه د دې حضراتو دغه ځینې اعمال چې مخکې بیان شول، د موالاتو یو ډول وو.
لکه حافظ ابن تیمیة رحمه الله په مجموع الفتاوی، اووم جلد، ۵۲۳ صفحه کې فرمايي:
“کله به یو مسلمان د کافر سره محبت کوي، یا به ورسره د مسلمان په وړاندې مرسته کوي، اګرچه دا کار به ګناه وي، لیکن کفر به نه وي؛ ځکه دا کار به يې د عقیدې په اساس نه وي کړی، بلکې د رشته دارۍ په وجه یا د بل کوم حاجت په وجه به يې کړی وي، لکه هغه (رحمه الله) فرمايي:
الْأَصْلُ الثَّانِي: أَنَّ شُعَبَ الْإِيمَانِ قَدْ تَتَلَازَمُ عِنْدَ الْقُوَّةِ وَلَا تَتَلَازَمُ عِنْدَ الضَّعْفِ، فَإِذَا قَوِيَ مَا فِي الْقَلْبِ مِنَ التَّصْدِيقِ وَالْمَعْرِفَةِ وَالْمَحَبَّةِ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ أَوْجَبَ بُغْضَ أَعْدَاءِ اللَّهِ، كَمَا قَالَ تَعَالَى: ﴿وَلَوْ كَانُوْا يُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالنَّبِىِّ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوْهُمْ اَوْلِيَآءَ﴾ وَقَالَ: ﴿لَا تَجِدُ قَوْمًا يُّؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْيَوْمِ الْاٰخِرِ يُوَآدُّوْنَ مَنْ حَآدَّ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَوْ كَانُوْۤا اٰبَآءَهُمْ اَوْ اَبْنَآءَهُمْ اَوْ اِخْوَانَهُمْ اَوْ عَشِيْرَتَهُمْؕ اُولٰٓئِكَ كَتَبَ فِىْ قُلُوْبِهِمُ الْاِيْمَانَ وَاَيَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُ﴾.
وَقَدْ تَحْصُلُ لِلرَّجُلِ مُوَادَّتُهُمْ لِرَحِمِ أَوْ حَاجَةٍ، فَتَكُونُ ذَنْبًا يَنْقُصُ بِهِ إيمَانُهُ، وَلَا يَكُونُ بِهِ كَافِرًا، كَمَا حَصَلَ مِنْ حَاطِبِ بْنِ أَبِي بلتعة لَمَّا كَاتَبَ الْمُشْرِكِينَ بِبَعْضِ أَخْبَارِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَأَنْزَلَ اللَّهُ فِيهِ: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ تُلْقُوْنَ اِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ﴾. وَكَمَا حَصَلَ لِسَعْدِ بْنِ عبادة لَمَّا انْتَصَرَ لِابْنِ أُبي فِي قِصَّةِ الْإِفْكِ. فَقَالَ لِسَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ: كَذَبْتَ وَاللَّهِ؛ لَا تَقْتُلُهُ وَلَا تَقْدِرُ عَلَى قَتْلِهِ. قَالَتْ عَائِشَةُ: وَكَانَ قَبْلَ ذَلِكَ رَجُلًا صَالِحًا وَلَكِنِ احْتَمَلَتْهُ الْحَمِيَّةُ. وَلِهَذِهِ الشُّبْهَةِ سَمَّى عُمَرُ حَاطِبًا مُنَافِقًا، فَقَالَ: دَعْنِي يَا رَسُولَ اللَّهِ! أَضْرِبُ عُنُقَ هَذَا الْمُنَافِقِ. فَقَالَ: “إنَّهُ شَهِدَ بَدْرًا”، فَكَانَ عُمَرُ مُتَأَوِّلًا فِي تَسْمِيَتِهِ مُنَافِقًا لِلشُّبْهَةِ الَّتِي فَعَلَهَا. وَكَذَلِكَ قَوْلُ أُسيد بْنِ حُضير لِسَعْدِ بْن عبادة: “كَذَبْتَ، لَعَمْرُ اللهِ لَنَقْتُلَنَّهُ؛ إنَّمَا أَنْتَ مُنَافِقٌ تُجَادِلُ عَنِ الْمُنَافِقِينَ”.
او یا لکه علامه ابن عاشور رحمه الله په خپل تفسیر “التحریر والتنویر” شپږم جلد، ۲۳۰ صفحه کې د دې آیت ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُوْدَ وَالنَّصٰرٰۤى اَوْلِيَآءَ م بَعْضُهُمْ اَوْلِيَآءُ بَعْضٍؕ وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِيْنَ ٥١﴾ لاندې فرمايي:
ظاهراً دا آیت خو دا تقاضا کوي چې د کافرانو سره دوستي د هغوی په دین کې داخلېدل دي، ځکه معنا د بعضیت بغیر د دې څخه نه جوړېږي، لیکن هر کله چې د یو مسلمان عقیده صحیح وي، یعنې ایمان لري او اتباع د رسول الله صلى الله علیه وسلم کوي او منافق شوی نه وي، نو دغه کس خامخا مؤمن دی؛ نو آیت محتاجه دی تاويل ته، نو مفسرینو يې دوه قسمه تاويل کړی دی، چې یا خو د ولایت نه مراد کامل ولايت دی، او کامل ولايت (ولایت کامله) دېته وايي چې د کافرانو دین يې خوښ وي، او په دین اسلام باندې طعنونه او تنقیدونه کوي.
یا دا تشبیه بلیغ ده، یعنې دغه کس په شان د یو تن د کافرانو دی په عذاب کې، او بیا وروسته فرمايي چې په دې خبره د اهل السنة د علماوو اتفاق دی چې تر څو پورې د یو مسلمان کفري دین خوښ شوی نه وي او دا مرسته يې د کافرانو سره په دغه بنیاد نه وي کړی، نو د اسلام څخه نه وځي، البته لویه ګمراهي ده او بیا د موالاتو یو خطرناک قسم يې ذکر کړی چې د اندلس بعضي قومندانان او جنګيالي يې مرتکب شوي وو، چې د مسلمانانو په خلاف د نصاراوو سره ملګري شوي وو او د هغې په حوالې سره د اندلس د علماوو څخه استفتاء هم شوې وه، خو هغوی د کفر فتوا نه وه ورکړې، بلکه دا يې ویلي وو چې دا لویه ګناه ده او د الله او د الله د رسول صلى الله علیه وسلم په نافرمانۍ کې تعاون دی.
ابن عاشور (رحمه الله) فرمايي چې دغه فقهاوو چې د دغه استفتاء په جواب کې د دغه آیت څخه استدلال کړی، نو تکفیر يې د دغه خلکو نه دی کړی، او آیت يې په تاويل حمل کړی دی او ابن عاشور رحمه الله فرمايي، چې دغه موالات چې دغه اندلسي قومندانانو او جنګیالیو کړي وو او دغه فقهاء کرامو يې په حوالې سره جواب ورکړی وو، دا د کفري موالاتو نه وروسته د موالاتو په انواعو کې د ټولو نه لوس ډول دی. لکه داسې چې فرمايي:
وَقَوْلُهُ: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ (مَنْ) شَرْطِيَّةٌ تَقْتَضِي أَنَّ كُلَّ مَنْ يَتَوَلَّاهُمْ يَصِيرُ وَاحِدًا مِنْهُمْ، جَعَلَ وَلَايَتَهُمْ مُوجِبَةَ كَوْنِ الْمُتَوَلِّي مِنْهُمْ، وَهَذَا بِظَاهِرِهِ يَقْتَضِي أَنَّ وَلَايَتَهُمْ دُخُولٌ فِي مِلَّتِهِمْ؛ لِأَنَّ مَعْنَى الْبَعْضِيَّةِ هُنَا لَا يَسْتَقِيمُ إِلَّا بِالْكَوْنِ فِي دِينِهِمْ. وَلَمَّا كَانَ الْمُؤْمِنُ إِذَا اعْتَقَدَ عَقِيدَةَ الْإِيمَانِ وَاتَّبَعَ الرَّسُولَ وَلَمْ يُنَافِقْ كَانَ مُسْلِمًا لَا مَحَالَةَ، كَانَتِ الْآيَةُ بِحَاجَةٍ إِلَى التَّأْوِيلِ، وَقَدْ تَأَوَّلَهَا الْمُفَسِّرُونَ بِأَحَدِ تَأْوِيلَيْنِ: إِمَّا بِحَمْلِ الْوَلَايَةِ فِي قَوْلِهِ: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ﴾ عَلَى الْوَلَايَةِ الْكَامِلَةِ الّتي هِيَ الرّضى بِدِينِهِمْ وَالطَّعْنُ فِي دِينِ الْإِسْلَامِ، وَلِذَلِكَ قَالَ ابْنُ عَطِيَّةَ: وَمَنْ تَوَلَّاهُمْ بِمُعْتَقَدِهِ وَدِينِهِ فَهُوَ مِنْهُمْ فِي الْكُفْرِ وَالْخُلُودِ فِي النَّارِ.
وَإِمَّا بِتَأْوِيلِ قَوْلِهِ: ﴿فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ عَلَى التَّشْبِيهِ الْبَلِيغِ، أَيْ فَهُوَ كَوَاحِدٍ مِنْهُمْ فِي اسْتِحْقَاقِ الْعَذَابِ. قَالَ ابْنُ عَطِيَّةَ: مَنْ تَوَلَّاهُمْ بِأَفْعَالِهِ مِنَ الْعَضْدِ وَنَحْوِهِ دُونَ مُعْتَقَدِهِمْ وَلَا إِخْلَالٍ بِالْإِيمَانِ فَهُوَ مِنْهُمْ فِي الْمَقْتِ وَالْمَذَمَّةِ الْوَاقِعَةِ عَلَيْهِمْ اهـ. وَهَذَا الْإِجْمَالُ فِي قَوْلِهِ: ﴿فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ مُبَالَغَةٌ فِي التَّحْذِيرِ مِنْ مُوَالَاتِهِمْ فِي وَقْتِ نُزُولِ الْآيَةِ، فَاللَّهُ لَمْ يَرْضَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ يَوْمَئِذٍ بِأَنْ يَتَوَلَّوُا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى؛ لِأَنَّ ذَلِكَ يُلْبِسُهُمْ بِالْمُنَافِقِينَ، وَقَدْ كَانَ أَمْرُ الْمُسلمين يَوْمئِذٍ في حَيْرَةٍ إِذْ كَانَ حَوْلَهُمُ الْمُنَافِقُونَ وَضُعَفَاءُ الْمُسْلِمِينَ وَالْيَهُودُ وَالْمُشْرِكُونَ، فَكَانَ مِنَ الْمُتَعَيَّنِ لِحِفْظِ الْجَامِعَةِ التَّجَرُّدُ عَنْ كُلِّ مَا تَتَطَرَّقُ مِنْهُ الرِّيبَةُ إِلَيْهِمْ.
وَقَدِ اتَّفَقَ عُلَمَاءُ السُّنَّةِ عَلَى أَنَّ مَا دُونُ الرِّضَا بِالْكُفْرِ وَمُمَالَأَتِهِمْ عَلَيْهِ مِنَ الْوَلَايَةِ لَا يُوجِبُ الْخُرُوجَ مِنَ الرِّبْقَةِ الْإِسْلَامِيَّةِ، وَلَكِنَّهُ ضَلَالٌ عَظِيمٌ، وَهُوَ مَرَاتِبُ فِي الْقُوَّةِ بِحَسَبِ قُوَّةِ الْمُوَالَاةِ وَبِاخْتِلَافِ أَحْوَالِ الْمُسْلِمِينَ.
نو په دې خبره د اهل السنة د علماوو اتفاق دی چې په کومو موالاتو کې خوشحالي په کفر باندې نه وي او له کفارو سره مرسته په دې بنیاد نه وي، نو دغه موالات سړی د ایمان څخه نه خارجوي.